BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ ګواښ کړی که چېرې له ضرب الاجل وړاندې هوکړه ونشي په "یوه شپه" کې به ایران له منځه یوسي
اسرائيلي ځواکونو نن دوشنبه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا تهران ته د هوکړې لپاره د سېشنبې تر سهار د ټاکل شوي ضربالاجل له پای ته رسېدو مخکې ایران کې پر بېلابېلو زېربناو او تاسیساتو بریدونه کړي دي. د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې د پېترو کیمیاوي توکو عسلویه او مارودشت تاسیسات، په تبریز او اصفهان کې صنعتي کارخانې او د خرماباد لویه لار په نښه شوي دي. له دې سره رپوټونه وايي، چې ایران هم پر اسرائيل او سیمه کې د امریکا پر نورو متحدانو تازه بریدونه کړيدي.
مهم خبرونه
چین کې د کابل او اسلام اباد خبرې، دواړه لوري پر څه ټینګار لري؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان د استازو ترمنځ چین کې پر دوشنبه په پنځمه ورځ هم خبرې روانې وې. له پرله پسې هڅو سره سره دواړه خواوې د خبرو دجزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. یوې باخبرې سرچینې تایید کړې چې له اوله سره د چین حکومت " نه غوښتل چې دا خبرې رسنیزې شي".
پاکستان ولې د متحده عرب اماراتو پور بېرته ورکوي؟
پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومتي سرچینو له خولې ویلي، اسلام اباد پرېکړه کړې، چې د متحده عرب اماراتو د درې نیم میلیاردو ډالرو پور په بشپړه توګه د روانې اپرېل میاشتې تر پایه ورکړي. ویل شوي چې په دغو پیسو کې ۴۵۰ میلیونه ډالر په ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کال کې د یوه کال لپاره اخیستل شوي وو، خو دا دی څو لسیزې پرې تېرې شوې دي.
په ایران کې د امریکا د هوايي ځواک افسر څنګه وژغول شو؟
د امریکا پوځ د الوتکې عمله غړی وروسته له هغه چې جنګي الوتکه یې د ایران په یوې لیرې سیمه کې وویشتل شوه، په ډېر ډراماتیک ډول وژغورل شو.
تهران او واشنګټن د اوربند طرحه ترلاسه کړې؛ ایران وايي د خپلو ګټو په رڼا کې یې ورته ځواب چمتو کړی
رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران له جګړې د لاس اخیستلو په تړاو له پاکستانه یوه طرحه ترلاسه کړې ده. رویټرز دا خبر د یوې باخبره سرچینې په حواله ورکړی دی. دې سرچینې رویټرز ته ویلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډمارشال عاسم منیر تېره "ټوله شپه" د امریکا له مرستیال ولسمشر جیډي وېنس، منځني ختیځ لپاره د ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې و. ویل کېږي د دې طرحې له مخې په دوو پړاو کې لومړی د سملاسي اوربند او ورپسې د یوې جامع هوکړې وړاندیز شوی دی.
یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي پنځه هېوادونه کوم دي؟
د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو برېښي چې یوازې سفر کوي. د سېلانۍ او ګرځندوی خدمتونو وړاندې کوونکې اداره (ټور اپرېټرز) وايي چې په یوازې سفر کوونکو ښځو کې ډېرۍ یې هغه دي چې عمر یې له ۵۰ اوښتی او د سفر پرمهال کوم ملګري ته اړتیا نه لري. "د یوې ښځې لپاره یوازې سفر کول" دا هغه موضوع ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په انلاین یا پرلیکه بڼه یې په پلټلو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ترسترګو شوی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ بیا له خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي .
"څو شپې مې خوب نه دی کړی" ايرانيان د جګړې له امله د زياتېدونکې نهیلۍ کيسې کوي
تر هغه وخته چې جګړه د تهران په نورو سیمو کې روانه وه، نو د "ستارې" او د هغې د همکارانو پر ژوند یې اغیز کم و. خو کله چې هغې يو خطرناک ږغ واورېد، چې د دفتر ودانۍ یې ور ولړزول، نو یې همکارانو ته وويل: " فکر کوم د بم ږغ و."
ولې د وزن کمولو درملو کارول یوه چټکه حل لاره نه ده
سارا لی بروک د وزن کمولو درملو د بدلون راوستو او اغیزو مستقیمه تجربه لري. هغې د خپل بالغ عمر ډیره برخه له چاغښت سره تېره کړی او ګڼ شمېر رژیمونه یې ازمویلي دي.
چين د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي
د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د چین په ارومچي ښار کې د خبرو په دویمه ورځ کوربه بېجېنګ دا خبرې مثبتې او په پرلپسې ډول د پرمختګ په حال کې بللې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې پر ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي."
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































