نتانیاهو: هغه پیلوټ نیول شوی چې بل پیلوټ یې په چاقو وهلی او هڅه یې کړې چې له دوبۍ د اسرائیل پر لور روانه الوتکه نسکوره کړي

فلا دوبی الوتکه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

اسرائیلي رسنیو ته چارواکو ویلي چې له دوبۍ تل ابیب ته روانه یوه الوتکه د پیلوټانو ترمنځ د شخړې له امله په ناڅاپي ډول سعودي عربستان ته واړول شوه.

د فلای دوبۍ اړوند الوتکه، چې د چهارشنبې سهار وختي د متحده عربي اماراتو له دوبۍ نړیوال هوايي ډګره الوتنه کړې وه، د سفر له پیله شاوخوا دوه ساعته وروسته یې د بېړني حالت نښه فعاله کړه.

تازه، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فلای دوبۍ الوتکې د پېښې په اړه څرګندونې کړې دي.

هغه وویل: ''هغه پیلوټ چې د چړې برید یې ترسره کړی و، نیول شوی او دا مهال د سعودي عرب د چارواکو له لوري تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.''

د الوتنې پر مهال، چې الوتکه اسرائیل ته نږدې کېده، یوه پیلوټ پر بل پیلوټ د چاقو برید وکړ او ظاهراً یې هڅه وکړه چې الوتکه له مسافرو سره یوځای نسکوره کړي.

ما له یوه اسرائیلي مسافر سره خبرې وکړې. هغه راته وویل چې الوتکه په ناڅاپي ډول تاوېده او د ښکته کېدو په حال کې وه. ده وویل چې په یو ډول یې له عملې د یوه غړي په مرسته د پیلوټانو خونې (کاکپټ) ته ننوتل او دواړو په ګډه هغه پیلوټ کابو کړ چې د چاقو برید یې کړی و او د الوتکې د سیسټمونو د تخریب هڅه یې کوله.

د الوتکې د عملې یو بل غړی هم کاکپټ ته ننوت او وتوانېد چې الوتکه بېرته ثابته او تر کنټرول لاندې راولي.

زه هغو اتلانو ته درناوی کوم چې بې ساری زړورتیا، هوښیاري او چټک اقدام یې وښود. هغوی د ګڼو خلکو ژوند وژغوره او د یوې سترې فاجعې مخه یې ونیوله.

الوتکه په خوندي ډول د سعودي عرب د تبوک په هوايي ډګر کې کښېناسته. ټول مسافر اوس له خطره وتلي دي.

هغه پیلوټ چې د چاقو برید یې کړی و، نیول شوی او دا مهال د سعودي عرب د چارواکو لخوا تر پوښتنو لاندې دی.

له دې مخکې د الوتکې مسافرو وویل، د الوتکې یو پیلوټ د الوتنې پر مهال د چړې په برید ټپي شوی و او له همدې امله الوتکه سعودي عرب ته وګرځېده.

د هغه هوايي ډګر مسوولین چې الوتکه پکې کېناسته وايي، د الوتکې کپتان او مرستیال پیلوټ دواړه ټپیان شوي دي، خو دا یې نه ده روښانه کړي چې ټپونه یې څنګه او د څه له امله دي. دواړه پیلوټان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې داسې ښکاري چې ښايي دا د الوتکې د تښتولو یوه ناکامه هڅه وه چې د پیلوټانو له ډلې د یوه کس له خوا ترسره شوې وي.

د منځني ختیځ لپاره په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال جان دونیسون په خپل رپوټ کې وايي، د الوتکې د سپرلیو او نورو عیني شاهدانو له څرګندونو وروسته داسې ښکاري، چې دا پېښه په یوه بې سارې او وېرونکې کیسه بدلېږي.

یادې الوتکې یو بېړنیز سیګنال استولی و چې ګواکې تښتول شوې ده. خو اوس داسې بریښي چې د الوتکې د تښتولو هڅه د مسافرو لخوا نه، بلکې د پیلوټانو له ډلې د یوه کس لخوا شوې وه.

په الوتکه کې سپرو کسانو ویلي چې الوتکه یوازې په څو دقیقو کې شاوخوا ۱۷ زره فوټه (۵۲۰۰ متره) په چټکۍ سره ښکته شوه.

راپورونه ښيي چې د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ترمنځ شخړه شوې وه او لږ تر لږه یو یې د چړې په ګوزار ټپي شوی و.

یوه مسافر ویلي چې وروسته ځینو کسانو د پیلوټ خونې (کاکپیټ) ته لاره وموندله چې د یوه پیلوټ په مهارولو کې مرسته وکړي او هغه وتړي. د موبایل ټیلیفون په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په الوتکه کې څو کسان په وینو ککړ دي.

اوس پلټونکي هڅه کوي، معلومه کړي، چې ایا د پیلوټانو له ډلې یوه کس غوښتل په قصدي ډول الوتکه نسکوره کړي او که داسې وي، نو دا به هم وڅېړل شي چې ایا د هغه اقدام سیاسي انګېزه لرله که نه.

د فلائټ راډار۲۴ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې څو دقیقې وروسته الوتکې هغه کوډ هم فعال کړ چې تر ډېره د الوتکې د یرغمل کېدو (Hijacking) د راپور لپاره کارول کېږي، خو وروسته بېرته د عمومي بېړني حالت کوډ ته واوښته.

د اسرائیلو د لومړي وزیر په لومړي سر کې ویلي و، داسې نه ښکاري چې دا پېښه د الوتکې د برمتې یا یرغمل کېدو له امله رامنځته شوې وي.

سپرلیو ځايي رسنیو ته ویلي چې د پېښې پر مهال، کله چې الوتکه ناڅاپه ټیټېده، هغوی پر خپل ژوند وېرېدلي وو.

ځايي رسنیو د اسرائیلي دفاعي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ښايي د بېړني حالت دغه نښه د پیلوټ او مرستیال پیلوټ (کو-پیلوټ) ترمنځ د لفظي یا فزیکي شخړې له امله فعاله شوې وي.

ایف-زیډ ۱۰۷۳ شمېره الوتکه، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې سپاره وو او ډېر یې اسرائیلیان وو، ټاکل شوې وه چې د اسرائیلو د بن ګوریون هوايي ډګر کې ښکته شي، خو پر ځای یې د سعودي عرب په شمال ختیځ کې د تبوک هوايي ډګر کې ناسته وکړه.

د فلای دوبۍ یوه ویاند منلې ده چې الوتکه "د سفر پر مهال له یوې پېښې سره مخ شوې وه" او زیاته یې کړه چې د نورو جزئیاتو له ترلاسه کېدو سره به تازه معلومات خپاره شي.

هغه وویل: "زموږ ډلګۍ له اړوندو چارواکو سره نږدې همغږي او همکاري کوي."

د ( Flightradar24) معلومات ښيي چې الوتکې د سعودي عربستان پر فضا د الوتنې له پیله شاوخوا دوه ساعته وروسته په چټکۍ سره ارتفاع راکمه کړې ده. الوتکه د سهار پر پنځه بجې او ۲۱ دقیقو (06:21 BST) له دوو دقیقو په لږه موده کې تر ۱۷ زره فوټو (له ۵ زره مترو زیات) ډېر ټیټه شوې ده.

د سهار پر پنځه بجو او ۴۰ دقیقو الوتکه د لنډ وخت لپاره د اردن هوايي حریم ته ننوتله، خو څو دقیقې وروسته بېرته سعودي عربستان ته وګرځېده او هلته یې د ناستې لپاره ښکته کېدل پیل کړل.

د اسرائیلو هوايي ځواک د پېښې په غبرګون کې جنګي الوتکې واستولې، او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې پېښې په اړه بیړنۍ سلا مشورې هم وکړې.