د طالبانو حکومت پلاوی هغو پوځي تمریناتو ته وربلل شوی چې ولسمشر پوتین هم ورغلی و

د طالبانو حکومت دفاع وړزارت
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، یوه جپګوړي‌ پلاوي یې د مسکو په بلنه د ۲۰۲۶ کال لپاره د روسیې په ستراتېژیکو پوځي تمریناتو (مرکز - ۲۰۲۶) کې ګډون کړی دی.

دغه وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د دوی پلاوي "د تمریناتو د عملي پړاوونو پر لیدو سربېره، د درنو وسلو، بې‌پیلوټه الوتکو، لېرې واټن ویشتونکو توغندیو، روباټیک سیسټمونو او نورو عصري پوځي تجهیزاتو" نندارتون ته هم ورغلی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغو تمریناتو او نندارتون ته د ورغلي پلاوي مشري د دوی "د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌‌ییزو ګډو زدکړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" کوله.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، دغه پلاوي د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره کتنو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زدکړو او د ګډو همکاریو په اړه خبرې او د نظرونو راکړه ورکړه کړي دي.‌

د طالبانو حکومت دفاع وزارت

د روسیې د ستراتېژېکې قوماندې او قرارګاه (مرکز - ۲۰۲۶) پوځي تمرینونه د سپټمبر له ۲۸ مې د اکټوبر تر ۳مې د منځنۍ اسیا په ستراتیژیک لوري یوولسو بېلابېلو روزنیزو ډګرونو او د کاسپین سمندرګي حوزه کې ترسره شول.

په دغو تمرینانو کې د کوربنو په ګډون د تاجکستان، قرغزستان، منګولیا، بېلاروس، چین او پاکستان ۴۷ زره پوځي پرسونل برخه اخیستې وه او په ټوله کې یې د شاوخوا ۵۱ هېوادونو څارونکې یې لیدو ته وربلل شوي وو.‌

د دغو تمرینونو اصلي موخه د بهرني تېري د دفع کولو پر مهال د ځواکونو د رهبرۍ او مدیریت په برخه کې په ټولو کچو کې د قوماندې د پرسونل د مهارتونو لوړول ښودل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې هم لیدو ته ورغلی و.

د طالبانو حکومت

روسیه یوازینی هېواد دی چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

د تېرې مې/ په وروستیو کې د طالبانو حکومت دفاع وزیر مولوي یعقوب مسکو ته د خپل سفر پای کې ویلي وو چې له روسیې سره یې د امنیتي همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د هغه هوکړې ډېر معلومات نه وو ډاګیز شوي خو داسې انګېرله کېده چې د طالبانو حکومت له روسیې د وسلو او روزنې په برخه کې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت دا هم ویلي و چې ټولې روسۍ وسلې او زغروال ګاډي به ورغول شي او دې برخه کې د روسیې لاسنیوی د پام وړ دی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت پوځيان په دا ډول پوځي تمرینونو لیدو ته وربلل کېږي.