متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو "پټ" سفر تائید کړ

د لومړي وزیر د دفتر په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې بنیامین نتنیاهو له خپلې مېرمنې سره متحده عربي اماراتو ته رسېدلی و. انځور: واشنګټن، د ۲۰۰۹ کال د مې ۱۷مه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره ولیدل.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس (وام) دا لیدنه دوه ورځې وروسته تائید کړه.

اسرائیلو د روان کال په مې میاشت کې هم ویلي وو چې نتنیاهو د فبرورۍ په میاشت کې په پټه توګه اماراتو ته سفر کړی او هلته یې له ولسمشر سره کتلي وو، خو هغه مهال اماراتو دا ادعا نه وه منلې.

د نتنیاهو د سفر د تائید په ترڅ کې، د اماراتو رسمي خبري اژانس وام ویلي: ''د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وکتل، چې د یکشنبې په ورځ اماراتو ته په سفر راغلی و. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.''

د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر په وینا، نتنیاهو له خپلې مېرمنې سره اماراتو ته سفر کړی و.

د دواړو هېوادونو مشرانو د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پراخولو ترڅنګ، د سیمې پر مهمو ننګونو هم خبرې کړې دي.

د لومړي وزیر د دفتر په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې له نتنیاهو سره د ملي امنیت شورا مشر، د څارګرې ادارې موساد رئیس، پوځي سکرتر او د بهرني سیاست سلاکار هم ملګري وو.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، بنیامین نتنیاهو او شیخ محمد بن زاید شاوخوا یو ساعت خبرې کړې دي.

راپور کې لیکل شوي چې د دوی د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه هغه راپور و چې ادعا کوي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې د حماس تر برید مخکې، د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید نتنیاهو ته د احتمالي برید د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

ویل کېږي چې دواړو مشرانو د همدې ادعا شوي خبرداري او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیلو پراخ برید وکړ چې ورپسې په غزه کې جګړه پیل شوه او تر اوسه یې د سیمې پر امنیت او سیاست ژور اغېز کړی دی.

د اسرائیل او اماراتو بیرغونه

په سپټمبر میاشت کې د اسرائیلي ورځپاڼې 'هارټز' لخوا خپاره شوي راپور کې ادعا شوې وه چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې له بریده لږ مخکې، د احتمالي ګواښ په اړه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و.

د اسوشیټېډ پرېس په وینا، د لیدنې له جزئیاتو یوې خبرې سرچینې ویلي چې نتنیاهو له شیخ محمد بن زاید څخه غوښتي وو چې دغه راپور په رسمي ډول رد کړي.

د نتنیاهو دفتر تر دې مخکې هم د هارټز راپور ناسم بللی و.

هارټز د سپټمبر په ۹مه نېټه په خپل راپور کې ادعا کړې وه چې شیخ محمد بن زاید له برید شاوخوا لس ورځې مخکې له نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې وې.

د راپور له مخې، نوموړي د هغه خبرداري یادونه کړې وه چې د حماس پخواني مشر یحیی سنوار ورکړی و او پکې د یوه لوی برید د چمتووالي نښې ښودل شوې وې.

راپور دا ادعا هم کړې وه چې شیخ محمد بن زاید له دې وړاندې د اسرائیلو کورني امنیتي ادارې شین بېت (Shin Bet) ته هم د دغه احتمالي ګواښ په اړه معلومات ورکړي وو.

خو د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې له برید وړاندې هېڅ داسې معلومات لومړي وزیر ته نه وو رسېدلي.

نتنیاهو د هارټز راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې پر ورځپاڼې به دعوه وکړي.

هغه دغه راپور ''جعلي'' او ''سیاسي انګېزه لرونکی'' وباله.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اماراتو سفر خبر لومړی د اسراییلو چینل ۱۲ خپور کړ.

له دې وروسته، د اسرائیلو کورني امنیتي ادارې شین بېت د پوځي سانسور د ادارې له مشر سره شکایت ثبت کړ او 'چینل ۱۲' یې د سانسور د مقرراتو په جدي سرغړونو تورن کړ.

د شین بېت په وینا، د دغه راپور د خپرېدو وخت کولای شوای د لومړي وزیر د امنیت او په سیمه کې د مېشتو امنیتي ځواکونو لپاره ګواښ رامنځته کړي.

یادې ادارې دغه راز ویلي چې په راپور کې د دوی د ځینو عملیاتي تګلارو او کاري میتودونو په اړه داسې معلومات افشا شوي چې باید پټ پاتې شوي وای.

دا شکایت په داسې حال کې مطرح شوی چې د نتنیاهو یاد سفر په لومړیو کې په رسمي توګه نه و اعلان شوی، او اسرائیلي امنیتي ادارو د سفر د حساسیت له امله د اطلاعاتو د خپرېدو په اړه ځانګړې اندېښنې لرلې.

د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې هم اسرائیلو اعلان کړی و چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په فبرورۍ میاشت کې متحده عربي اماراتو ته یو ''پټ سفر'' کړی او هلته یې د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي دي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر هغه مهال ادعا کړې وه چې نتنیاهو او شیخ محمد بن زاید د دواړو هېوادونو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه مهمې خبرې کړې دي.

اسرائیلو دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو ''تاریخي پرمختګ'' بللی و.

خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو چې د نتنیاهو د دغه سفر په اړه خپاره شوي معلومات سم نه دي.

متحده عربي اماراتو او اسرائیلو په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب 'ابراهیمي تړونونه' لاسلیک کړل، چې له مخې یې دواړو هېوادونو رسمي دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته، په اسرائیلو کې د دې پوښتنې په تړاو پراخ بحثونه راپورته شول چې ایا حکومت او امنیتي ادارو له مخکې د حماس د برید په اړه کوم معلومات لرل که نه.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه سهار له غزې تړانګې څخه پر اسرائیلو پراخ برید وکړ.

د هغه برید پر مهال د حماس وسله والو راکټي بریدونه وکړل، د ځمکې او هوا له لارې اسرائیلي سیمو ته ننوتل او د اسرائیلو په سویل کې یې پر ګڼو استوګنیزو سیمو بریدونه وکړل.

په هغه برید کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او شاوخوا ۳۰۰ سرتېري هم پکې شامل وو.

دغه راز، حماس لسګونه کسان یرغمل ونیول.

له هغه وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حماس سره د جګړې اعلان وکړ.

له هغه برید وروسته، اسرائیلي رسنیو او سیاسي مخالفانو پوښتنه راپورته کړه چې ایا نتنیاهو او د هغه حکومت د برید په اړه مخکې له مخکې خبر وو که نه.

مخالفو سیاستوالو د حکومت د رول او د امنیتي بنسټونو د فعالیت په اړه جدي پوښتنې وکړې.

د اسرائیلو څلورو مخکښو مخالفو سیاستوالو، ګادي ایزنکوت، نفتالي بېنېت، اویګدور لیبرمن او یایر ګولان، په یوه ګډه اعلامیه کې د اکتوبر د اوومې د پېښو او د نتنیاهو د حکومت د رول په اړه د ''سملاسي او هر اړخیزې پلټنې'' غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې دا پوښتنې مطرح شوې وې: ''نتنیاهو کله د برید په اړه خبر شو؟ هغه څه معلومات درلودل؟ ولې یې امنیتي ادارې نه خبرولې؟ او ولې یې د اسرائیلي وګړو د ساتنې لپاره پر وخت لازم اقدامات ونه کړل؟''

د مخالفو مشرانو په وینا، اسرائیلي ولس حق لري چې د دغو پوښتنو څرګند ځوابونه ترلاسه کړي او یوه بشپړه او شفافه څېړنه وشي، چې د اکتوبر د اوومې د پېښو مسوولیتونه او احتمالي نیمګړتیاوې په ډاګه شي.

امارات-اسرائیل

د سفر موخه

په بیت المقدس کې د بي بي سي عربي څانګې مهند توتنجي په خپله شننه کې په دې هکله وايي، په ابوظبۍ کې د تړلو دروازو تر شا د شوو خبرو بشپړ جزئیات ترلاسه کول اسانه نه دي، خو تر دې دمه خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا لیدنه لږ تر لږه درې موازي اړخونه لري.

لومړی اړخ: شخصي او سیاسي اړیکې

دا اړخ د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان ترمنځ اړیکو پورې اړه لري، په ځانګړي ډول له هغې لانجې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې مخکې د یوه ادعا شوي خبرداري د ټلیفوني تماس د راپورونو له خپرېدو وروسته رامنځته شوه.

د ځینو اسراییلي او اماراتي سرچینو په وینا، دې موضوع د دواړو مشرانو اړیکې یو حساس پړاو ته رسولې وې. له همدې امله، د ابوظبۍ وروستۍ لیدنه د دواړو لورو ترمنځ د رامنځته شوي فشار او نارضایتۍ د کمولو د هڅې په توګه هم ارزول کېږي.

دویم اړخ: د اسرائیلو کورنی سیاست

دا موضوع د اسرائیلو له کورني سیاسي وضعیت سره هم تړاو لري.

په دې هېواد کې ټاکنو ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده او نتنیاهو ته مهمه ده چې رایه ورکوونکو ته دا وښيي چې د جګړې له امله د رامنځته شویو سیاسي او امنیتي ستونزو سره سره، د هغه سیمه ییزې او نړیوالې اړیکې لا هم پیاوړې او فعالې دي.

د اماراتو په څېر د یوه مهم عربي هېواد له مشر سره لیدنه کول نتنیاهو ته دا فرصت ورکوي چې ځان د داسې سیاستوال په توګه معرفي کړي چې لا هم د سیمې له مهمو لوبغاړو سره مستقیمې اړیکې لري او د اسراییلو ډیپلوماتیک حضور یې خوندي ساتلی دی.

شنونکي په دې باور دي چې دا ډول سفرونه د کورنیو ټاکنیزو سیالیو په درشل کې د نتنیاهو د سیاسي دریځ د پیاوړتیا لپاره هم ارزښت لري، ځکه هغه کولای شي دغه لیدنې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د بریاوو او د عربي هېوادونو سره د اړیکو د دوام د ثبوت په توګه وړاندې کړي.

درېیم اړخ: ستراتیژیک ماهیت

د ایران مسئله، د راتلونکو احتمالي شخړو راتلونکی، او د خلیجي هېوادونو رول، له اسرائیلو سره د احتمالي راتلونکو ترینګلتیاوو امکان، او دا پوښتنه چې د نوي کړکېچ په صورت کې به د خلیج هېوادونه کوم دریځ غوره کړي، هغه مهم موضوعات دي چې ښايي د نتنیاهو او شیخ محمد بن زاید د لیدنې په خبرو کې مطرح شوي وي.

په همدې چوکاټ کې، د دې سفر تر ټولو مهم اړخ ښايي په یوه اساسي پوښتنه کې نغښتی وي، هغه پوښتنه چې تر اوسه د دواړو لوریو په رسمي څرګندونو کې روښانه ځواب نه لري: ''ایا بنیامین نتنیاهو ابوظبۍ ته د دې لپاره تللی و چې د تېر وخت په اړیکو کې رامنځته شوې درزونه او اختلافات ورغوي، او که د راتلونکو احتمالي تحولاتو او امنیتي ننګونو لپاره همغږي رامنځته کړي؟

د دې پوښتنې ځواب ښايي دواړه اړخونه ولري.