BBC News, پښتو - کور پاڼه

پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۱۷ افغانان وژل شوي دي

د ایراني رسنیو د راپورونو او هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي دي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ افغانان وژل شوي دي. په هغو تصویرونو کې چې د مارچ پر ۲۷مه د تهران په سویل کې اخیستل شوي، مرستندویه کارکوونکي د وژل شویو کسانو مړي لېږدوي.

مهم خبرونه

  • ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: پر ایران د برید بنسټیز او ستراتیژیک هدفونه پوره کېدونکي دي

    ډونلډ ټرمپ وايي، پر ایران د برید بنسټیز او ستراتیژیک هدفونه پوره کېدونکي دي. ښاغلي ټرمپ له ایران سره د جګړې په تړاو د امریکا خلکو ته په خپله وینا کې وویل: "د ایران سمندري او هوايي ځواک ویجاړ شوی او مشران یې وژل شوي دي." هغه زیاته کړه، د ایران د توغندیو او ډرون فابریکې ویجاړې شوې دي. نوموړي یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که د ایران له مشرانو سره موافقه و نه شي، دی کولی شي د ایران د تېلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او دغه هېواد بېرته "د ډبرې زمانې" ته ورسوي.

  • د غزې جګړې پر مهال یوه زېږېدلې ماشومه دوه کاله وروسته د مور غېږې ته رسېدلې

    دوه کاله وړاندې د غزې په الشفا روغتون کې د اسرائیلو د برید پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون د واړه عمر شاوخوا ۳۰ ماشومان بېستر وو چې ډېر یې د ژغورنې په ځانګړو ماشینونو کې ساتل کېدل. دا روغتون وار له مخه اسرائیلي ځواکونو نیولی و او ادعا یې کوله چې حماس ورڅخه استفاده کوي.

  • ترکیه کې د کډوالو کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۹ افغانان مړه شوي

    د ترکیي اناتولي خبري اژانس د ځايي چارواکو له خولې د دې پېښې ټول قربانیان افغانان بللي دي. د پېښې له ځایه ۲۰ کسان ژغورل شوي هم دي. ویل کېږي" پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې امنیتي ځواکونو له کښتۍ چلوونکي د ودرېدو غوښتنه کړې وه، خو د دې پرځای چې کښتۍ ودریږي خپل سرعت یې تېز کړ."

  • له اوږده انتظار وروسته سلګونه کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي

    بي بي سي ته په وررسیدلو ویډيوګانو کې ښکاري چې پر کډو بار لسګونه هغه لارۍ چې له اوږدې مودې راهیسې ولاړې وې د تورخم د خلاصیدو له خبر سره د افغانستان خوا خوځیدلې دي. په سیمه کې یو شمېر خبریالانو او افغانستان ته ستنېدونکو افغانانو بي بي سي ته ویلي 'له لنډي کوتله لسګونه ګاډي د چارشنبې پر ورځ د ګلاب پنډغالي ته رسېدلي چې له تلاشۍ وروسته د تورخم پر لوري ځي.

  • ملګرو ملتو افغانستان کې "په سم لاسی ډول" پر ښځینه کارکوونکو د بنديز لرې کولو غوښتنه کړې

    د ملګرو ملتو کارپوهانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ددې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګېدلی بندیز په سم لاسي توګه لرې کړي. دې کارپوهانو په یوه اعلامیه کې پردې بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه کارکوونکو مېرمنوپه حقونو مخامخ ګذار" بللی دی.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • ایا موږ له ۱۹۷۰مو کلونو څخه هم د تېلو له جدي کړکېچ سره مخ کېږو؟

    د نړیوالې انرژۍ په ځانګړي ډول ( نفتو او تېلو) لېږد لپاره د هرموز تنګي له تړل کېدو میاشت اوړي، دې خنډ او ځنډ نړۍ د هغو ننګونو پر لور روانه کړې چې د ۱۹۷۰مو کلونو د تېلو بحران پرتله ډېرې سختې بلل کېږي. د بیړیو چلولو یو کارپوه او سوداګر لارس ینس بي بي سي ته ویلي د امریکا-اسرائیلو او ایران جګړه ښايي له ۱۹۹۰مو کلونو څخه هم پراخه اقتصادي ګډوډي او د تېلو کړکېچ رامنځته کړي.

  • تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه

    افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي پر ډیورنډ کرښه د تورخم لار چې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تړل شوې وه د سې شنبې پر ورځ د هغه کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې چې له کرښې پورې ایسار پاتې وو. په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال طالبانو ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډي‌کوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.

  • افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي

    د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."

  • له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟

    هغه جګړه چې یوه میاشت مخکې امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې پیل کړه او داسې ښکارېده چې د وړاندوینې وړ نه ده، اوس د وړاندوینې وړ شوې.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي