د افغان کرنې د غوړېدا لپاره د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د پنځو میلیونه یورو پروژه

د عکس سرچینه، FAOAfghanistan
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) په افغانستان کې د کرنې د غوړېدا لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت د یوې ګډې پروژې د پیل خبر ورکړی دی.
دواړو ادارو نن یکشنبه (سپټمبر۱۳) په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروژې له لارې به له زیانمنو کورنیو سره مرسته وشي. په دغو کورنیو کې راستنېدونکي کډوال، له خپلو سیمو بېځایه شوي کسان او هغه کورنۍ شاملې دي، چې د دوی کوربتوب کوي.
دا پروژه به په هغو ولسوالیو کې عملي کېږي چې خلک یې د خوړو له کمښت، خوارځواکۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له نشتوالي سره مخامخ دي. په ځانګړي ډول به ښځو او ځوانانو ته پکې ډېره پاملرنه وشي.
د یادې پروژې په بهیر کې به د خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي.
د دغو مرکزونو د جوړېدو موخه به دا وي، چې بزګران او د کلیوالو سیمو کاروباریان له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره په اړیکه کې کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، په یادو مرکزونو کې به بزګرانو ته د کرنې د نویو او اغېزمنو لاروـ چارو، ټکنالوژۍ، د اقلیمي شرایطو او پر وختي خبرداري په اړه مالومات ورکول کېږي، څو د هوا او اقلیم له بدلون سره سم د خپلو حاصلاتو او بازار موندنې په هکله پر وخت پرېکړې وکړي.
افغانستان کرنیز هېواد دی او د خلکو د عاید یوه مهمه برخه له کرنې ترلاسه کېږي. خو په وروستیو کلونو کې وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د دغه هېواد کرنې او د بزګرانو کاروبارونو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د عکس سرچینه، FAOAfghanistan
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ترنچارد وايي، افغان کرنیزو کاروبارونو په سختو شرایطو کې د ودې، د کارونو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د بزګرانو د وصلولو وړتیا ښودلې ده. نوموړي ویلي، اېف اې او، او اروپايي ټولنه به بزګران له اړینو مالوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلوي.
د هغه په وینا، له کرنیزو شرکتونو سره به هم مرسته وشي چې پانګونه وکړي او خپلې چارې پراخې کړي. د فایو او اروپايي ټولنه په وینا د دې پروژې له لارې به د ځنګلونو او څړځایونو دوه زره هکټاره ویجاړه شوې برخه هم بېرته ورغول شي.
همداراز به د ښځو او سیمهییزو ټولنو تر مشرۍ لاندې له ۲۵۰ نیالګیو له روزنځایونو سره هم مرسته وشي. دوی زیاتوي، دا کار به د طبیعي سرچینو په ساتنه کې ګټور تمام شي او خلکو ته به د عاید او کار نوي فرصتونه برابر کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي چارسمبالي شارژدافیر نیکولا بلومو وايي، د اېف اې او له پروګرامونو څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ د افغانستان د خلکو د خوړو د خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دې ټولنې د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.
هغه زیاتوي، د افغانستان د کرنې ډېر ظرفیتونه لا هم په بشپړه توګه نه دي کارول شوي او د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
تمه ده، دا پانګونه د کرنیزو محصولاتو د پروسس د پراختیا، د نورو خدمتونو د وړاندې کولو، له سیمهییزو بزګرانو څخه د محصولاتو د پېرلو او په کلیوالو سیمو کې د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سبب شي.





















