د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر وايي "یا هېواد یا مرګ، موږ به بریالي کېږو"

د عکس سرچینه، Getty Images
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر، برونو اډوارډو روډریګز بارییا، خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو " ګواښ شته او دا له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده." وزیر ټینګار وکړ چې د هغوی پر وړاندې بل هیڅ بدیل نشته او ویې ویل: "یا هېواد یا مرګ، او موږ به بریالي کېږو."
بارییا وویل چې کیوبا به د امریکا د هر ډول تېري پر وړاندې له ځانه د دفاع مشروع حق وکاروي، او که دا ډول تېری وشي، دا به یوه "لویه جنایتکارانه پېښه" وي، ځکه چې د امریکایانو او کیوبایانو د مړینې لامل به شي.
هغه ټینګار وکړ چې د کیوبا د خلکو پر وړاندې له رسنیز او فکري پلوه کمپاین روان دی چې موخه یې د امریکا د خلکو بې لارې کول هم دي، او پر خپل هېواد یې ورتاوه کلابندي "ډلهییزه سزا" وبلله.
بارییا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یوه پوښتنه راپورته کړه: ولې امریکايي چارواکي زموږ د هېواد پر وړاندې دا ډول کمپاین پر مخ وړي؟
په ځواب کې یې وویل چې د امریکا چلند پر دروغو ولاړ دی او ادعا یې کوي چې کیوبا د امریکا امنیت ته ګواښ دی، دا د امریکا د حکومت افتراوې دي، او د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې په همدې تالار کې دا دروغ تکرار کړل.
هغه زیاته کړه، امریکا غواړي د کیوبا په څېر یو کوچنی او پرمختلونکی هېواد داسې انځور کړي لکه د نړۍ تر ټولو لوی هېواد او تر ټولو لوی پوځي ځواک ته چې ګواښ وي، او دا یو داسې دروغ دی چې ټول پرې پوهېږي.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دوی هېواد "ګواښ نه دی"، اصلي ګواښ پخپله همدغه کلابندي ده. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې هېواد یې له امریکا سره د دوه اړخیزو اختلافاتو د حل لپاره د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ته د درناوي پر بنسټ، له کورنیو لاسوهنو او وړاندې شرطونو پرته خبرو اترو ته چمتو دی.
هغه د مونرو قانون او د لاتینې امریکا او کارابین پر سیمو د ولکې او لاسوهنې هر ډول هڅې رد کړې او له هغو ټولو خلکو سره یې پیوستون څرګند کړ چې له دا ډول شرایطو سره مخ دي.


















