د طالبانو حکومت له چین سره د نښلوونکي واخان دهلیز سړک پرانیست

ارشیف
د عکس تشریح، عکس - ارشیف: واخان سړک
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت د افغانستان شمال ختیخ کې له چین سره د واخان نښلوونکي دهلیز سړک پرانیست.

د دوی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د بدخشان له بروغېل سیمې د چین تر سرحده د دغه ۱۲۱ کیلومتره جغلي (کرېړ) سړک په اوږدو کې یې څلور لوی پلونه، ۶۶ پلچکونه او شاوخوا ۳ زره او ۱۰۰ متره استنادي دېوال جوړ کړی دی.

بروغیل د بدخشان په واخان کې د خیبرپښتونخوا له چترال سره پر ډیورنډ کرښه پرته سیمه ده.

د طالبانو حکومت چارواکي وایي، دغه پروژه افغانستان لپاره سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اهمیت لري او دا چې پر جوړولو یې له خپلې بودېجې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګولې دي.

د طالبانو حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور او د بدخشان د والي رحمت‌الله نجیب‌ په ګډون بېلابېلو چارواکو د دې پروژې پرانیستې لپاره په جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د واخان سړک پروژې د قرارداي شرکت مسوول محمد اسماعیل په دغو مراسمو کې وویل: "اوس موږ له چین سره په مستقیم ډول وصل یو. که هر رنګه موټر وي، غټ وي‌ که وړ وي، اوس هلته رسېدلی شي."

هغه زیاته کړه چې دغه پروژه "خاص تاریخي،‌ سترایېژیک او اقتصادي" اهمیت لري.

عبداللطیف منصور ویلي، چې د دوی حکومت لویو عام المنفعه یا ټولګټو پروژو ته لومړیتوب ورکوي او دا چې دغه پروژې تر ډېره د بهرنیو سلاکارانو او انجنیرانو له حضور پرته په خپل ظرفیتونونو مخ ته وړي.

هغه په دې لړې کې د قوش تېپې او د سالنګ لویې لارې د رغولو د پروژو یادونه هم وکړه، چې د نوموړي به وینا میلیاردونه افغانۍ پرې لګول شوې دې.

د طالبانو حکومت د ځمکې له لارې له چین سره اتصال خپل یو مهم لومړیتوب ګڼي او په ګڼو مواردو کې یې له چیني چارواکو سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

په لړ کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د دوی د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي د ۲۰۲۴ کال جولای کې کابل ته د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت د مرستیال لي چون سره ورغلي پلاوي‌ سره په جلا لیدنو کې هیله ښودلې وه، چې دغه پروژه به د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

عبدالسلام حنفي د ۲۰۲۴ کال جولای کې د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت له مرستیال لي چون سره
د عکس تشریح، عبدالسلام حنفي د ۲۰۲۴ کال جولای کې د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت له مرستیال لي چون سره

خو د چین "ساوت چاینا مارنینګ پوسټ" ورځپاڼې د هماغه کال د جنورۍ په په وروستیو کې په یوه رپوټ‌ کې ویلي و چې بیجینګ لا هم د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره د مستقیمې ځمکنۍ لارې د پرانیستلو په تړاو احتیاط کوي.

دغه رپوټ‌ کې زیاته شوې وه، چې دمګړۍ د چین د سین‌کیانګ ولایت په سرحدي سیمه کې له افغانستان سره تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره هېڅ ګمرکي اسانتیا نشته او دا چې چین له دې لارې د تګ راتګ کنټرول لپاره د مرکز د جوړولو پلان هم نه لري.

د یادونې ده چې د افغانستان مخکیني حکومت هم تر پرځېدو څو میاشتې ورمخکې (د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې) واخان غرنۍ سیمه کې د ۵۰ کیلومترو په اوږدو د یوه جغلي سړک د جوړېدو چارې پيل کړې وې.‌

کابل هغه مهال هم هیله ښودلې وه،‌ چې په دې توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري اسانه او د توکو د لېږد رالېږد وخت لنډ شي.

د تېر حکومت د ټولګټو وزارت ویلي وو چې دغه سړک به تر بشپړېدو وروسته په دویم پړاک پوخ (قیر) کړي.

د اقتصاد او ګرځندوی صنعت د ودې هیلې

واخان

واخان دهلېز د بدخشان ولایت په ختیځ کې د لوړو غرونو د منځ یوه تنګه دره ده. دغه ځای سړه هوا لري او د غرونو څوکې یې نږدې ټول کال پر اورو پوښلې وي.

پر ستراتېژیک اهمیت سربېره، همدې ښکلا او لوړو واورینو څوکو دا سیمه سیلانیانو لپاره د خوښې ځای ګرځولی دی.

د یادونې ده چې واخان په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغانستان د دویم ملي پارک په توګه ثبت شو.

دا سیمه د نړۍ له نادرو او بکر سیمو ګڼل کېږي چې طبیعي ښکلا یې تر ډېره خوندي پاتې شوې ده.

دغلته ځينې نایاب او کمساري ژوي هم ژوند کوي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن ددغه سړک د پرانیستې مراسمو کې هیله وښوده چې د دې لارې له پرانیستل کېدو سره به په دې سیمه کې د ګرځندوی صنعت هم وده وکړي او سیلانیان په وکړای شي چې په اسانۍ سره د دغه لېرې پراته ځای کتلو ته ورشي.

هغه وویل، چې له سیل او سیاحت سره اقتصادي‌ وده هم مله وي.

ښاغلي‌ فطرت زیاته کړه، چې د دوی حکومت لخوا دغلته د مخابراتي شبکو د فعالیت او همدا راز د روغتیايي مرکز‌ او ښوونځي د جوړېدو برخه کې هم ګامونه اخیستې دي.