BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت: حرمینو شریفینو ته هر ډول ګواښ "نه بښونکی جنایت" دی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مکې مکرمې د "ډرون برید هڅه" غندلې او حرمینو شریفینو ته "هر ډول ګواښ" یې "نه بښونکی جنایت" بللی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید د هڅې په اړه خپرو شوو راپورونو یې د حکومت "ژوره اندېښنه راپارولې" او په وینا یې، "د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بښونکی جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي".
ټرمپ: ایران هوکړې ته رسېدل غواړي او د جګړې پای نږدې دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټينګار کړی چې د ده له نظره، ایران یوې هوکړې ته رسېدل غواړي. هغه دا څرګندونې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۵ وږی/۱۶ سپتمبر) د امریکا په شمالي کارولینا کې د منځمهاله ټاکنو لپاره د نوماند مایکل وېټلي په ټاکنیزه غونډه یا کمپاین کې کړې دي. ښاغلي ټرمپ ویلي، "زه هیلهمن یم چې موږ د جګړې پای ته ورنږدې شوي یو. هغوی [ایران] غواړي چې یوې موافقې ته ورسېږي. و به ګورو چې څه کېږي".
د ترکیې د استخباراتو مشر د افغانستان پاکستان 'پر کړکېچ د خبرو لپاره' کابل ته تللی و
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د سېشنبې پر ورځ کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له لوړپوړو مشرانو سره یې د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا کمولو" پر سر خبرې کړې دي. د طالبانو حکومت کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د بي بي سي سید عبد الله نظامي ته ویلي" د ترکیې د استخباراتو مشر پر سه شنبه کابل ته راغلی و او چهارشنبه یې سفر پای ته ورسوه، خبرې پر امنیتي همکارۍ او د افغانستان-پاکستان پر موضوعاتو وشوې."
د طالبانو حکومت کابل او غزني کې د خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون وتاړه
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت اعلان کړی چې د یوه خصوصي پوهنتون خاتمالنبیین جواز یې لغوه کړی دی. تېره اونۍ د خاتم النبیین مدرسه او د تمدن په نوم خصوصي ټلویزیون هم تړل شوي وو.
ایران کې "یوه افغانه مور او څلور لوڼې یې" له تندې مړې شوې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې "د یوې کورنۍ پنځه غړي" ایران ته پر لاره د سختې تندې له کبله خپل مړه شوي دي. د دغې سرچينې په وینا، کله چې د کورنۍ سرپرست د اوبو موندلو پسې تللی و، د کورنۍ نور غړي سره جلا او لادرکه شوي وو.
ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي
د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د هغه روغتون د بنسټ ډبره کېښوده چې د جرمني د ماشومانو ټولنې د یو اعشاریه درې میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي.
کرېکټ: هند له افغانستانه دويمه شل اوريزه لوبه هم وګټله
د افغانستان او هند تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه په ډيلي کې ترسره کېږي. هند د پچې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې دي.
مکه کې خلکو ته د خوندیتوب سپارښتنې شوې
د سعودي عربستان د ملکي دفاع د ادارې لخوا د مسلمانانو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې د احتمالي خطر په پام کې نیولو سره خلکو ته د خوندیتوب لارښوونو د عملي کولو لپاره خبرتیاوې خپرې کړې دي.
د سند عالي محکمې له پاکستانه د افغان محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه
په پاکستان کې د سند عالي محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه حکم ځنډولی چې له مخې یې له افغان محصلانو غوښتل شوي وو، چې د خپلو زدکړو له بشپړولو مخکې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. پاکستانۍ 'ډان' او 'عرب نیوز' رسنیو راپور ورکړی چې محکمې په کراچۍ کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زدکړو بوختو ۳۴ افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې پاکستان کې ځينو ښځو برېښنايي موټرسایکل چلولو ته مخه کړې؟
"هغه ورځ مې اوس هم په زړه ده چې لومړی ځل مې پلار د موټرسایکل چلول رازده کول او چې په یوه کږلېچ کې رانه بېتولې شو نو ترې وغورځېدم". دا د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصل اباد ښار اوسېدونکې عرینه خبرې دي چې خپله اووه کاله پخوانۍ خاطره یادوي. دا د موټرسایکل یا ټپټپي د زده کولو پر هغې پرېکړې اوس هم خوشاله ده. ځکه چې وايي، دې پرېکړې یې ژوند بدل کړی دی.
کلونه سره نژدې ملګرې وې، خو د ډياېناې ازموینې یې وښودله چې خويندې دي
دوې هندي مېرمنې، چې شاوخوا ۴۰ کلني دي، په ماشومتوب کې د بېلو کورنیو له خوا په فرزندۍ ومنل شوې او په هالنډ کې یو بل ته نژدې لویې شوې. اوس، له څو لسیزو وروسته پوه شوې چې په اصل کې سره خويندې دي.
ایا د مکې تړون به ترکیه د یمن جګړه کې ښکېله کړي؟
یمن کې د حوثیانو د ځواکونو له پرمختګ او پر سعودي عربستان د دغې ډلې بریدونو دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا ترکیه، چې د "مکې تړون " له لاسلیک کوونکو هېوادونو څخه ده، اړه به شي، چې د ریاض څنګ ته ودرېږي؟
نوې څېړنه: د مخدره توکو کارول ښايي ۲۵ زره کاله پخوا پیل شوي وي
یوه نوې څېړنه ښيي چې انسانانو ښايي پر انساني هوښ او حواس د اغېز لرونکو توکو کارول تر هغه ډېر پخوا پیل کړي وي چې ساینسپوهانو مخکې اټکل کاوه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































