امريکا کې له ۲۰۰ کلونو راهیسې یوه مېرمن د اعدام له سزا سره مخامخ ده

زنداني انځور یې
د عکس تشریح، د کریسټا پایک وکیلانو د بخښنې یو غوښتنلیک وړاندې کړی دی چې په کې د سپټمبر پر ۳۰مه د هغې ټاکل شوې اعدام نېټې وړاندې د هغې د سزا کمولو غوښتنه شوې.
    • Author, سټيفاني هيګارتي
    • دنده, د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

وروستی وار اشلي سيلارز پايک د روانې اوونۍ په پیل کې د خپلې ملګرې کرسټا په تړاو اورېدلي وو. دا هغه شېبې وې چې پايک د امريکا د ټينيسي ايالت د زهرجن پیچکارۍ له لارې د اعدام د حکم د پلي کېدو په تمه له زندانه هغې ته يو لیکلی پېغام وراستولی و.

پايک خپلې ملګرې سيلارز ته ویلي وو چې نه غواړي د هغې د اعدام پر ورځ (چهارشنبه) د هغې هیڅ یو خواخوږی دې هلته وي "هغې نه غوښتل چې موږ د دې تجربې شاهدان شو." سيلارز ته دا سخته ده چې د هغې مېرمنې چې دې یوازې مهربانه او د شاوخوا خلکو ژغورونکې په توګه پېژنده له دا ډول یوې مېرمنې سره پرتله کړي چې ۳۱ کاله وړاندې یې یوه سخته او زړه‌بوږنونکې پېښه کړی وه.

د کریسټا پایک په قضيه کې دغه پېښه په ۱۹۹۵ کال کې د نوکسویل په ټینیسي کې شوې وه.
د عکس تشریح، دغه پېښه په ۱۹۹۵ کال کې د نوکسویل په ټینیسي کې شوې وه.

پايک، چې اوس ۵۰ کلنه ده، " ۱۸ کلنه وه چې هغې او د هغې د هغه وخت اشنا، تاداريل شيب، ۱۹ کلنه کولين سليمرا ووهله، شکنجه یې کړه او ویې وژله" دوی هغې سره د ځوانانو یوه مسلکي روزنځي کې لیدلي وو. دا جرم په ۱۹۹۵ کال کې د ټينيسي ايالت په نوککسويل ښار کې د پراخ وراني او لوی رسنيز شور ماشور لامل شو. دا له هغه وروسته چې د کولين سليمرا مړی وموندل شو داسې یوه حالت کې چې پر سينه یې پنځه کنجه ستوری لیدل کېده. دا نښه په ځينو کړیو کې د "شيطاني دودونو او باطلو عملونو" سره تړاو لري. پايک، کولين په سپکاوي او د هغې له ملګري سره د تار غځولو په هڅه تورنه کړې وه. د هغه روزنځي دوو نورو اوسېدونکو وروسته شاهدي ورکړه چې پايک د جرم تر ترسره کېدو وړاندې او وروسته پر هغې وياړلي و او هغوی ته یې د کولين د ککرۍ يوه ټوټه ښودلې وه.

د ماشومتوب انځور یې.
د عکس تشریح، د هغې کورنۍ له سخت کړاوه راوتلې وه.

يو کال وروسته، پر هغې د اعدام حکم وشو، شيب چې په هغه وخت کې ۱۷ کلن و په مشروط ډول د خوشې کېدو له شونتیا سره په عمري بند محکوم شو.

د بخښنې او ژغورنې له کلونو نا کامو هڅو وروسته، د پايک د اعدام نېټه د چهارشنبې ورځ ټاکل شوې ده. که دا حکم پلي شي، نو هغه به په ټينيسي ايالت کې له ۲۰۰ کلونو په زیاته موده کې لومړنۍ مېرمن وي چې اعدامېږي، ځکه د ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې، په متحده ایالاتو کې د ۱۶۶۳ نارینه‌وو په پرتله یوازې ۱۸ مېرمنې اعدام شوې دي.

د کولين مور څرګنده کړې چې هغه غواړي پايک اعدام شي ترڅو لور یې "په پای کې په ارامۍ ویده شي." په هر حال، د پايک وکیلان، چې د ۲۲۶ پاڼو د بخښنې غوښتنلیک یې وړاندې کړی، وایي چې دوی لا هم هیله‌من دي چې په وروستۍ شېبه کې دا اعدام وځنډېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم د اعدام د بندولو غوښتنه کړې ده.

پايک د ماشومتوب پر مهال د جنسي تېري، سپکاوي او له پامه غورځول کېدو مستنده تاریخچه لري. د هغې وکیلان پر دې باور دي چې د هغې جرم که نن له داسې یوې تنکي ځوانې مېرمنې سره شوی وای، نو پر هغې به د اعدام حکم نه کېده. په هغو کلونو کې چې د هغې له محکومیت وروسته تېر شوي، د حقونو دفاع ډلې د هغې د ماشومتوب داسې جزئیات بربنډ کړي چې وایي (منصفه پلاوي) ته د هغو د ارزولو موکه نه وه ورکړل شوې.

ساندرا بابکوک، د کارنیل حقوقو په پوهنځي کې د جنسیتي قضیو او اعدام سزا کارپوهه، چې د پايک دفاع ته یې کار کړی، وایي "دا یو ډول ماته ده چې هغوی د هغې د ناسم چلند او جنسي تېري په اړه هیڅ نه دي وړاندې کړي، سره له دې چې هغوی پرې خبر وو." هغې زیاته کړه چې د هغې قضیه "په ځانګړي ډول قانع کوونکې ده، نه یوازې د هغې د نه پوهېدونکي جنسي تاوتریخوالي د تاریخچې له امله، د هغې له کم عمرۍ او رواني ناروغۍ سره د دې هر څه د يوځای کېدو له امله."

د ځوانۍ انځور یې
د عکس تشریح، د محکمې د اسنادو له مخې، پایک په تنکي عمر کې په ۱۹۹۵ کال کې د جنوري په میاشت کې له هغې وروسته سلیمر ووژله چې خپلې یوې ملګرې ته یې ویلي وو چې 'په هغه ورځ یې ځان سم نه احساساوه'."

په ۱۹۹۵ کال کې، د پايک د دفاع ډلې جنایي ارواپوهې ډاکټرې ډیانا مک‌کوی مرسته وغوښته، او دې پایلې ته ورسېده چې هغې د خپلو مور او پلار له خوا له سخت ناغېړۍ سره مخ شوې وه. د مک‌کوی راپور وښودله چې پايک د خپلې مور د څو مېړونو او ملګرو له خوا له جسمي او جنسي تېري سره مخ شوې وه،. یو ځل کله چې ۱۱ کلنه وه، او بل ځل کله چې ۱۷ کلنه وه له داسې ناوړه تېریو سره مخ شوې وه. وروسته وموندل شوه چې په ماشومتوب کې پر هغې د هغې د انا د ملګري لخوا په وار وار جنسي تیری شوی و. مک‌کوی وویل چې د پايک مور د دې پېښو د کېدو په اړه پر هغې باور نه و کړی.

د پايک وکیلې مک‌کوی په محکمه کې د شاهدۍ ورکولو لپاره ونه غوښتله، او نه یې هم هغه ډېر ګواهان راوغوښتل چې هغې وړاندیز کړي وو. دا جزئیات له يوې لسیزې ډېر وخت وروسته د هغې د قضیې د بیا کتنې لپاره په محکمه کې د یوې غونډې پر مهال بربنډ شول، هله چې د وکیلانو نوې ډلګۍ د هغې د پخواني وکیل د بې کفایتۍ ادعا وکړه، هغه ادعا چې قاضي رد کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې، په زندان کې پايک پر "بای پولر" ژور خفګان او رواني ګډوډۍ اخته تشخیص شوه، او له هغه وخته یې درملنه کېدله. وروسته، ډاکټر بېتاني برانډ، چې د پايک د دفاع لپاره یې کار کاوه، ارواپوهه ده او په ۲۰۲۳ کال کې هم یې د پايک حالت ارزولی و، وویل چې د هغې قضیه خورا نادره ده ځکه چې هغه د ډېرو هغو کسانو لخوا ځورول شوې وه چې باید د هغې ساتنه یې کړې وای.

هغې وویل: "د دې ښځې ماشومتوب له جسمي، جنسي او عاطفي ځورونو ډک و. هغې تر ښوونځي پيلېدو وړاندې د څو سړیو لخوا جنسي زیاتی لیدلی و." برانډ وایي پايک د ذهني ناکرارۍ او PTSD د نه درملنې له امله د هوس لېونتوب په ناروغۍ اخته شوې وه"دې دواړو خبرو په ګډه د هغې پر دې سوچ ډېر اغېز درلود چې له هغې انجلۍ ګواښ احساس کړي چې په پای کې یې ووژله، او په هغه حالت کې د هغې احساسات کابو کول ناشوني شوي وو."

بابکوک زیاتوي: "که دوی د هغې اعدام ته اجازه ورکړي، دا پر دې معنا ده چې په دې هیواد کې د اعدام سزا یوازې یوه ډرامه ده. دا د خورا بدو مجرمینو لپاره نه ده، د هغو کسانو لپاره ده چې خورا ناسم قانون وکیلان لري، او هغه کسان چې خورا زیانمن او بې وسه دي."

"هغه باید تاوان ورکړي"

تېر کال، د ټينيسي ایالت سترې محکمې پرېکړه وکړه چې پايک داسې هیڅ شرایط نه دي برابر کړي چې د هغې د سزا کمولو لامل شي. هغې د استیناف ټولې لارې وهلي دي، او د هغې د اعدام نېټه ټاکل شوې ده.

له دې وړاندې یوه فدرالي استیناف محکمې حکم کړی و چې منصفه پلاوي د محاکمې پر مهال د هغې د مور، پلار او ترور د شاهدۍ له لارې د کرسټا د سخت ماشومتوب جزئیات اورېدلي دي، او د هغې د بای پولر، PTSD او دماغي ناکرارۍ نوي شواهد ډېر د هغه څه"تکرار" وو چې منصفه قضايي پلاوي مخکې اورېدلي وو، او دا به په حکم کې بدلون را نه ولي.

دا بحث د نوموتې قاتلې ليزا مونټګومري له قضیې سره ډېر ورته دی، چې وکیلانو یې ادعا کوله هغه د کورنۍ د ناوړه چلند قرباني ده، پر رواني ناروغۍ اخته ده او د لورینې وړ ده.

د مونټګومري قانوني غوښتنې د هغې د سزا په کمولو کې ناکامې شوې، او هغه په ۲۰۲۱ کال کې په انډیانا ایالت کې د زهرجنې پیچکارۍ له لارې اعدام شوه.

تجلس ماي مارتينيز مع المحقق المتقاعد من قسم شرطة نوكسفيل، راندي يورك، خارج قاعة محكمة مقاطعة نوكس لحضور جلسة استماع لإعادة النظر في قضية مقتل ابنتها كولين سليمر. ٢٧ فبراير/شباط ٢٠٠٦. حقوق النشر محفوظة.
د عکس تشریح، د کولین سلیمر مور مای مارتینیز او د نوکسویل پولیسو ادارې یو متقاعد څیړونکی په ۲۰۰۶ کال کې د محکمې له پرېکړې وروسته د اورېدنې غونډې لپاره د محکمې له خونې بهر ناست دي.

ټاکل شوې ده چې پايک د سپټمبر پر ۳۰مه اعدام شي، خو دا چې د ټينيسي ایالت والي، بیل لي، هغې ته بخښنه وکړي. هغه پرېکړه چې تر وروستۍ شېبې یې شونتیا نه لیدل کېږي. د ایالت والي وړاندې کله هم د اعدام په قضیه کې بخښنه نه ده کړې. د ټينيسي ایالت سترې محکمې په روانه اوونۍ کې د اعدام د ځنډولو په اړه د پايک غوښتنه رد کړه. د هغې وکیلان وایي چې دوی پر راتلونکو ګامونو بحث کوي.

پايک غوښتنه کړې وه چې د هغې د اعدام پر ورځ دې د هغې شاوخوا ټول کسان ښځې وي، او ویلي یې وو چې د نارینه‌وو د يوې ډلې لخوا هغې ته ولچک اچول به د هغې رواني کړاو لا ډېر کړي. د ټينيسي ایالت ویلي چې موخه دا ده چې ښځینه ساتونکې پايک هغه زندان ته ولېږدوي چې اعدام په کې پلی کېږي، خو هغوی د دې خبر څه ضمانت نه دی کړی.

د کولين مور، مای مارتینیز، د کرسټا د اعدام ملاتړ کوي. هغې په ۲۰۲۱ کال کې په نوککسويل کې سیمه ییز تلویزیون ته وویل: "هغې جرم کړی. زه فکر کوم هغه باید د هغې بیه پرې کړي،" او هغې په روانه اونۍ کې بي بي سي ته وویل چې لا هم پر خپل دریځ ټینګه ولاړه ده. مارتینیز سیمه ییزې چینل WBIR ته وویل: "پايک باید تر مړینې وړاندې درد وګالي. زه بېخي راحت احساسوم که هغه هم د هغه درد احساس وکړي کوم چې کولين احساس کړی و." هغې زیاته کړه: "زما زړه هره ورځ ماتېږي ځکه چې زه دا هره ورځ پر ځان تجربه کوم، زه نور دا نه شم زغملای، او زه غواړم دا زما تر مړینې وړاندې وشي." هغه وایي: "یوه ورځ هم نه تېرېږي چې زه د کولين په اړه او د هغې د مړینې د سختوالي په اړه فکر ونه کړم. زه یوازې غواړم دا موضوع بشپړه شي، او زما لور په پای کې له ارامۍ برخمنه شي."

د عدالت ایتلاف، چې د قربانیانو د حقونو یوه مدافع ډله ده، پیسې ټولې کړې دي چې له مارتینیز سره مرسته وکړي ټينيسي ایالت ته سفر وکړي او د اعدام پلي کېدو شېبه له نږدې وګوري. د دغه ډلې اجرایوي مشر، روبرټ براسویل، وویل چې دا حکم د پايک د همکارانو منصفه پلاوي لخوا ټاکل شوی و، چې د کولين کورنۍ غواړي. هغه زیاته کړه: "موږ له دغې کورنۍ سره کلک ولاړ یو په دې کې چې د سپټمبر پر ۳۰مه د پايک په اړه د اعدام حکم پلي کول اړین دي."

داسې ښکاري چې اشلي سيلارز له دوو ضد او نقیض باورونو سره په جګړه کې ده: لومړی دا چې د کولين مور حق لري دا احساس کړي چې عدالت پلی شوی، او دوهم دا چې هرڅوک، د هغې د ملګرې کرسټا په ګډون، هر څوک باید د توبې او اصلاح موکه ولري. سيلارز وایي: "کله چې زه د هغه څه پرتله کولو په اړه فکر کوم چې موږ یې پر تلویزیون ووینو او هغې ترخې غميزې ترمنځ چې له کولين سره شوې، یوازینی شی چې زما لپاره معنا لري هغه رواني روغتیا، ذهني ټکان او هغه لاره ده چې خلک داسې څه ته ځواب ورکوي چې دوی په داسې شېبه کې وي چې ته اړتیا ورته لري خو ورسره نه وي." هغې زیاته کړه: "دا بد څه ستاسو په ځوانۍ کې شوي، او بیا د ژوند اوږدو کې ټکان درکوي، زموږ په ټولنه کې، پایله کې بل چا ته د زیان رسولو لامل کېږي."

سيلارز له پايک سره په زندان کې هغه مهال لیدلي وو چې هغې د وسله والې غلا له امله د ۲۵ کلن بند سزا تېروله. هغوی سخت امنیتي بلاک کې د اوسپنیزو دروازو شاته د خوړو پرانیستونکو سوري له لارې خبرې کولې. سيلارز اوس د عدلي نظام د اصلاح او د جرمونو د قربانیانو د مدافع په توګه کار کوي. هغه وایي: "خلک باید پر دې پوه شي چې د هر انسان ژوند مهم دی، سمه ده؟ هغوی باید پر دې پوه شي چې د کولين ژوند مهم و." اشلي زیاتوي: "زه فکر کوم کرسټا په دې شېبه کې د دې لپاره مبارزه کوي چې د هغې ژوند ارزښت ولري، تر دې ډېر چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کوي."