د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه پیلېږي

ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې جوړېږي. په دې غونډه کې به په افغانستان او د دغه هېواد شاوخوا د روان وضعیت په اړه خبرې وشي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانې شخړې موضوع به هم پکې شامله وي.

د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي په دې ناسته کې ګډون کوي.

د بېلاروس او مصر استازي هم دې غونډې ته د مېلمنو په توګه بلل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

تمه ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د وینا له لارې دا غونډه پرانیزي.

هغه به د غونډې په څنډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان د پلاوي له مشر امیرخان متقي، سره هم جلا لیدنه ولري. په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر روانو موضوعاتو خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارووزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، ښاغلی متقی به دغه غونډه کی وینا وکړی

تمه ده چې د غونډې په پای کې ګډونوال یو ګډ بیان هم خپور کړي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دې مشورو کې به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او همکاریو تمرکز وشي.

هغې ویلي چې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا به هم د غونډې له مهمو موضوعاتو وي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې په افغانستان او د دغه هېواد په شاوخوا کې لا هم تاوتریخوالی او ترینګلتیا روانه ده او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ د سیمې د بې‌ثباتۍ له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، تاس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ به حتماً د مسکو په غونډه کې مطرح شي.

هغه وايي: ''د مسکو فارمټ ګډونوال غواړي له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره یوه مناسبه لار پیدا کړي.''

ښاغلي کابلوف وايي:

''اوس مهال د پاکستان او افغانستان ترینګلو اړیکو د ټولو پام ځانته اړولی دی. موږ به هرومرو د دې موضوع په اړه خبرې وکړو، ځکه د مسکو فارمټ ټول ګډونوال غواړي چې دا شخړه پای ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې بېرته ټینګې شي.''

نوموړي زیاته کړې چې ''په دې وروستیو کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تړاو، ډېرې خبرې کېږي.'' خو د ده په وینا، ''افغانستان د سیمې په څلورلارې کې موقعیت لري او که له پاکستان سره عادي اړیکې ونه لري، نو د سیمه‌ییزې نښلونې او همکاریو په اړه ټولې خبرې به بې پایلې وي.''

د کابلوف په وینا، ''د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د مشورتي ناستو اصلي هدف په سیمه کې د همکاریو پیاوړتیا ده، چې افغانستان هم پکې مهم رول لري.''

هغه ویلي چې دا فارمټ له لومړۍ ورځې د همدې هدف لپاره جوړ شوی و او روسیه به په همدې لوري خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ د شپږ اړخیزو مشورو پر بنسټ جوړ شو.

د دې فارمټ لومړۍ غونډه د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۴مه وشوه، چې د ۱۱ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او ځانګړو استازو، په ګډون د افغانستان د استازي، پکې ګډون کړی و.

د مسکو فارمټ اصلي هدف په افغانستان کې د ملي پخلاینې له بهیر سره مرسته او په دغه هېواد کې د ژر تر ژره سولې د ټینګېدو لپاره د زمینې برابرول بلل شوي وو.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.

دغه راز، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د دې هېواد د لوی څارنوال هغه غوښتنه ومنله چې په روسیه کې د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز د ځنډولو غوښتنه یې کړې وه.