ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ، تهران د امریکا رسمي ځواب ته انتظار کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, برانډون لائیوسې
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
ایران وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوداګریزو بېړیو پر مخ د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز تر ردولو وروسته به تهران د امریکایي مرکچیانو رسمي ځواب ته انتظار وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټیلیګرام یوه پیغام کې د ټرمپ د ردولو پرېکړه ومنله، خو هغه یې تورن کړ چې مخکې یې په دې اړه متضادې او یو له بل سره ټکر لرونکې څرګندونې کړې دي.
تر دې وړاندې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د تهران وړاندیز "د منلو وړ نه دی" او زیاته یې کړه چې ایران غواړي سملاسي یو هوکړه وشي، چې تنګی بېرته پرانستل شي، ځکه د هغه په وینا "دوی ډېر سخت زیان ویني."
عراقچي د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې که "اړین شرایط" پوره شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوې هوکړې ته رسېدل شوني دي.
هغه وویل د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ایران شرایط هماغه دي چې د جون په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم په یوه یادداشت کې شامل شوي وو.
ایران وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د خبرو پر مهال د تنګي د بیا پرانیستلو او د دښمنیو د پای ته رسولو موضوع راپورته کړې وه.
هرمز تنګی، چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د تېلو او ګازو صادرات معمولاً له همدې لارې تېرېږي، په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې په عملي ډول تړلی پاتې شوی دی.
ټرمپ د شنبې په ورځ وویل: "زه د دوی وړاندیز ردووم." هغه زیاته کړه چې امریکا لا دمخه پر تنګي "بشپړ کنټرول" لري او "لوی مقدار تېل" ترې تېرېږي.
عراقچي په خپل ټیلیګرامي پیغام کې ولیکل چې ټرمپ "ډېرې ښې خبرې کړې دي، خو ورسره یې ډېرې متضادې څرګندونې هم کړې دي، چې له بده مرغه موږ یې ډېرې اورو."
هغه زیاته کړه: "موږ د منځګړو له لوري د وروستي او روښانه دریځ د رارسېدو انتظار کوو، او پر هماغه بنسټ به خپله پرېکړه وکړو."
عمان، چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي، له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د کړکېچ د حل لپاره خبرې روانې وساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي د ملګرو ملتونو عمومي بحث ته وویل "ټولې خواوې" باید د عمان له هڅو سره همکاري وکړي، چې په دې ستراتیژیکې سمندري لارې کې د بېړیو تګ راتګ خوندیتوب تضمین شي.
د ایران د وړاندیز د ردولو ملاتړ د ناټو لپاره د امریکا سفیر میتیو ویټکر هم کړی.
ویټکر د شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، ایران "نیمګړي اقدامات" او "خیالي معاملې" وړاندې کړې دي چې هدف یې یوازې په نړیوال ډګر کې د ځان ښه ښودل دي.
هغه زیاته کړه: "ولسمشر ټرمپ سمه پرېکړه کړې چې دا وړاندیز یې رد کړی."
بلخوا، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ وايي، د امریکا اقتصادي فشارونه پر تهران اغېز کوي.
بېسېنټ پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې ترکیې، عمان او متحده عربي اماراتو د ځینو ایراني هوايي شرکتونو الوتنې درولې دي، او په اماراتو او ترکیه کې یو شمېر بانکونو له ایران سره مالي راکړې ورکړې هم بندې کړې دي.
د ټرمپ ادارې پر ایران لګېدلې اقتصادي محاصرې ته د "اقتصادي منزوي کولو عملیات" نوم ورکړی او د بندیزونو له لارې پر تهران فشار اچوي چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه ودروي.
خو ځینو اقتصادپوهانو پوښتنې راپورته کړې چې ایا تازه بندیزونه به اغېزمن وي که نه، ځکه د دې بریا تر ډېره د ایران د مهمو سوداګریزو شریکانو په غبرګون پورې تړلې ده.
په دغو شریکانو کې چین هم شامل دی، چې د ایراني تېلو تر ټولو ستر پېرودونکی ګڼل کېږي. چین پخوا هم د امریکا یو شمېر بندیزونه له پامه غورځولي او له تهران سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې دوامداره ساتلې دي.


















