په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلي لومړي وزیر د وینا پر مهال څه پېښ شول؟

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له وینا مخکې، د بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر استازي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له تالاره ووتل.
د عکس تشریح، د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له وینا مخکې، د بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر استازي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له تالاره ووتل.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

''کله چې هغوی دا رژیم پرېږدي، هغسې چې په پای کې به یې دوی هرومرو پرېږدي، زه به دا (مخابراتي اله) ایراني پلاوي ته ورکړم، چې وکولای شي خپله کیسه په ټولنیزو رسنیو کې شریکه کړي.''

دا څرګندونې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر پنجشنبه داسې حال کې وکړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته یې وینا کوله، د 'سټارلنک' یوه مخابراتي وسیله یې په لاس کې نیولې وه او پر ایراني مشرتابه یې نیوکه کوله.

نتنیاهو وویل:

''دا هماغه څه دي چې د ایران حکومت ترې وېرېږي. دا یوه مخابراتي وسیله ده چې خلکو ته د واقعیت معلومولو امکان برابروي، ځکه چې د ایران رژیم پر انټرنېټ کې د سانسور لپاره میلیاردونه ډالر مصرفوي.''

د نتنیاهو له دغو څرګندونو وروسته، کمره د ایراني استازو ځانګړو چوکیو ته واوښته، خو د اعتراض په توګه د ایراني پلاوي لخوا د غونډې پرېښودو له کبله هلته هیڅوک ناست نه وو، خو پر مېز د ایران د پخواني پوځي قوماندان قاسم سلیماني تصویر ایښودل شوی و، چې په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا په یوه ډرون برید کې وژل شوی و.

د یادونې ده، چې سټارلنک د سپوږمکیو د یوې پراخې شبکې له لارې د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي.

دغه شرکت، چې د ایلون مسک ملکیت دی، هغو کسانو ته چټک انټرنېټ چمتو کوي، چې په لېرې پرتو او کلیوالي سیمو کې ژوند کوي او د لوړ سرعت انټرنېټ ته اسانه لاسرسی نه لري.

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له وینا وروسته، د اسراییل سفیر هڅه وکړه چې د ایران استازي ته د 'سټارلېنک' یوه وسیله ورکړي.
د عکس تشریح، د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له وینا وروسته، د اسراییل سفیر هڅه وکړه چې د ایران استازي ته د 'سټارلېنک' یوه وسیله ورکړي.

د نتنیاهو له وینا وروسته، چې ایرانی پلاوی بېرته د غونډې تالار ته ستون شو، په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازی ډيني ډینن په داسې حال کې ولیدل شو، چې ایراني پلاوي ته یې د سټارلینک الې ورکولو هڅه کوله، خو په تالار کې د ایران ناست استازی ناصر اسدي اسرائیلي سفیر ته توجه نه کوي.

Israel

اسرائیلي سفیر دغه ویډیويي کلیپ پر خپله اېکس حساب کې خپره کړې ده او په ویډیو کې اورېدل کېږي چې هغه وایي:

''تاسو د لومړي وزیر خبرې واورېدې. دا وسیله ښايي ستاسو لپاره ډېره ګټوره وي، چې د ایران خلکو ته د هغو کړنو له پایلو وروسته د ازادۍ ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې تاسو له هغوی سره کړي دي.''

ډینن د ایران استازي ته په خبرو کې زیاتوي:

''موږ د ایران له خلکو سره مینه لرو او هلته د نظام د بدلون لپاره دعا کوو. هغه ورځ به هرومرو راورسیږي.''

'موږ به جګړه روانه وساتو'

د اسرائیلو د لومړي وزیر له وینا مخکې، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لسګونه استازي له هغه تالاره ووتل چې ټاکل شوې وه د اسرائیلو لومړی وزیر پکې وینا وکړي.

بنیامین نتنیاهو په خپله وینا کې هغه کسان چې تالار یې پرېښود، ''اخلاقي بزدلان'' وبلل. هغه وویل: ''هغه کسان چې په تالار کې پاتې دي، خو د وتلیو کسانو له نظرونو سره موافق دي، هغوی هم باید ووځي.''

په همدې ترڅ کې په تالار کې د اسرائیلي پلاوي غړو د نتنیاهو په ملاتړ شعارونه ورکول.

نیویارک ته د نتنیاهو د سفر پر مهال، پولیسو ګڼ شمېر اعتراض کوونکي هم ونیول. په نیول شویو کسانو کې د اسکار جایزې ګټونکې ممثله سوزان ساراندن او د 'هېکس' ټلوېزیوني لړۍ ایمي جایزه ګټونکې اداکاره هانا اینبینډر هم شاملې وې.

په نیول شویو کسانو کې د دیموکرات ګوند د کانګرېس نومانده ډېرالیزا اویلا شېوالییر او د نیویارک ښار د شورا غړی چي اوسې هم شامل وو.

د نیویارک د پولیسو ادارې (این وای پي ډي) یوه ویاند وویل چې پولیسو د یوه ''له مخکې نه اعلان شوي لاریون'' د راپور له ترلاسه کولو وروسته اقدام وکړ. د نوموړي په وینا، لاریون کوونکو یو مهم څلورلارې بند کړی و.

د اسرائیلو د لومړي وزیر د وینا پر مهال، د ایران د پلاوي څوکۍ تشې وې او د دوی پر مېز د ایران د پخواني پوځي قوماندان قاسم سلیماني انځور ایښودل شوی و.
د عکس تشریح، د اسرائیلو د لومړي وزیر د وینا پر مهال، د ایران د پلاوي څوکۍ تشې وې او د دوی پر مېز د ایران د پخواني پوځي قوماندان قاسم سلیماني انځور ایښودل شوی و.

د ترکیې پر ولسمشر او نیویارک ښاروال نیوکې

تنیاهو، چې د ادعا شويو جنګي جرمونو له امله د نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) د نیولو له حکم سره مخ دی، پر هغو هېوادونو او مشرانو سختې نیوکې وکړې چې پر ده یې نیوکې کړی دی.

هغه وویل:

''دوی پر اسرائیل، کوچني اسرائیل، د استعمار تور لګوي. کوم استعمار؟ او څوک پر موږ دا تور لګوي؟ په هغوی کې په برېتانیا او فرانسه کې ځینې کسان هم شامل دي. د خدای لپاره، همدوی خو دا اصطلاح ایجاد کړې ده.''

وروسته یې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان 'مستبد' وباله او تور یې پرې ولګاوه چې د فلسطین د وسله والې ډلې حماس ملاتړ کوي.

اردوغان د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ویلي وو چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د خلکو پر وړاندې روانې بې عدالتۍ ''د بشریت وجدان په ژوره توګه ځوروي.''

د نتنیاهو دغو څرګندونو د ترکیې له لوري توند غبرګون راوپاراوه.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو رئیس برهان الدین دوران وویل، د اسرائیل لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له دریځه پر ترکیې او اردوغان بې بنسټه تورونه ولګول، چې دا چاره د ملګرو ملتونو د ''سولې، قانون او خبرو اترو'' له اصولو سره په ټکر کې دی.

نتنیاهو د نیویارک ښار پر کیڼ اړخي ښاروال زهران ممداني هم نیوکه وکړه. ممداني تر دې مخکې ویلي وو چې نتنیاهو به ونیسي، خو وروسته یې څرګنده کړه چې د داسې اقدام قانوني واک نه لري.

د اسرائیل لومړي وزیر وویل:

''له هغه راهیسې چې ته د دې ښار ښاروال ټاکل شوی یې، ډېری یهودان نور په نیویارک کې ځان خوندي نه احساسوي.''

د ممداني دفتر بیا په یوه اعلامیه کې وویل چې نتنیاهو ''له خپلې وینا څخه د هغو بې بنسټه دروغو د تکرار لپاره استفاده وکړه چې موخه یې د فلسطینیانو پر ضد د نسل وژنې د تورونو سپینول دي.''

نتنیاهو دغه راز د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د هغه د ''زړور مشرتابه'' له امله مننه وکړه او د هغو هوايي بریدونو یادونه یې وکړه چې امریکا او اسرائیل په ګډه د روان کال په فبرورۍ کې پر تهران کړي وو.

هغه وویل:

''اسرائیل او امریکا نه یوازې د خپل ځان د دفاع لپاره یو ځای عمل وکړ، بلکې د تمدن د ژغورلو لپاره یې هم ګډ اقدام وکړ.''

د ټاکنیز کمپاین سیوری

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په اسراییلو کې د راتلونکو سیاسي او انتخاباتي حالاتو په اړه بحثونه هم تود شوي او د نتنیاهو وینا د کورنیو او نړیوالو سیاسي فشارونو تر اغېز لاندې ارزول کېږي.

د اسرائیل لومړي وزیر په خپله وینا کې د جګړې د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل:

''موږ به بریالي کېږو، ځکه زموږ لپاره بله هېڅ لاره نشته.''

اسرائیلي لومړي وزیر هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې اسرائیل په غزه کې توکموژنه کوي.

د نوموړي تر وینا څو ساعته مخکې، د فلسطین ولسمشر محمود عباس په یوه ثبت شوې ویډیويي پیغام کې ملګرو ملتونو ته ویلي وو چې د اسرائیل تګلارې، په ځانګړې توګه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشتځایونو ناقانونه پراختیا، ''په خپله خاوره کې د فلسطیني ولس ژوند او شتون'' له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دې وضعیت د ''دوو دولتونو د حللارې'' راتلونکی هم له خطر سره مخ کړی دی. دا هغه نړیواله منل شوې طرحه ده چې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې لپاره وړاندیز شوې ده.

محمود عباس وویل چې د اسرائیلي پوځ لخوا په غزه کې فلسطینیان د ''وژنو، ویجاړۍ، لوږې، جبري بې ځایه کېدو او نسل وژنې پر بنسټ جګړې'' هدف ګرځول کېږي.

د فلسطین مشر د ملګرو ملتونو دې کلنۍ غونډې ته د ویډیويي اړیکې له لارې وینا وکړه، ځکه چې نوموړي ته د امریکا ویزه نه وه ورکړل شوې.