د ایران ولسمشر: مذاکراتو ته چمتو یو خو د زور ژبه نه منو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلې وینا پر مهال د ډونلډ ټرمپ نوم یاد کړ، پر یې نیوکه وکړه او ویې ویل "موږ خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته چمتو یو، خو د زور ژبه نه منو."
د ایران ولسمشر د امریکا د ولسمشر ډنلډ ټرمپ د تېرې ورځې وینا ته په اشارې سره وویل: "دا ګواښونه د ایران ملت یو موټی کوي. ایران به تېري کوونکي پښېمانۍ ته اړ کړي."
د هغه وینا وه "ټرمپ او هغه خلک چې غواړي موږ د زور له لارې تسلیم کړي، باید پر دې پوه شي چې موږ خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته چمتو یو، خو د ځواک ژبه نه منو."
هغه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلې وینا پیل د میناب پر ښوونځي د امریکا په برید کې د وژل شویو ماشومانو د انځورونو په ښودلو سره وکړ.
هغه وویل "اټوم بم له اسرائیلو سره دی، خو هلته کله هم پلټنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې د ایران پلټنه کېږي. اسرائیل وژنې کوي، خو بندیزونه پر ایران لګول کیږي."
د ایران ولسمشر وویل چې ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو غوښتونکی نه دی، خو د "اټومي ساینس" او "سوله ییزې ټیکنالوژۍ" له ترلاسه کولو به لاس وانخلي.
هغه وویل "ایران دا نه مني چې اټومي پوهه دې د څو محدودو هېوادونو انحصار وي."
مسعود پزشکیان زیاته کړه: "ایران به اجازه ور نه کړي چې له موږ د کښتۍ چلونې (سمندري لارو) حق واخیستل شي،ان زموږ په خپلو اوبو کې هم."
د هغه وینا وه: "د ساحلي هېوادونو امنیت ته په زیان رسولو سره د سمندري تګ راتګ امنیت نه شي ترلاسه کېدای."
هغه دا هم وویل: "په دې سیمه کې هیڅوک په یوازې سر خوندي نه شي پاتې کېدای. یا به موږ په ګډه امنیت ټینګوو او یا به موږ ټول په ګډه له ناامنۍ سره مخامخېږو."




















