BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت: پر ځینو وارداتي توکو تعرفې لوړوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مالیې وزارت چارواکي وايي، پر یو شمېر هغو توکو، چې له بهره افغانستان ته راوړل کېږي، تعرفې لوړوي. د مالیې وزارت ویاند مولوي محب الله خطاب له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دې اقدام هدف 'د کورنيو تولیداتو او صنعت، کرنې او مالدارۍ ملاتړ' دی. په ورته مهال د مالیې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا، د کانونو او پیټرولیم، صنعت او سوداګرۍ او کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکو په یوه ګډه غونډه کې د تعرفو زیاتولو دغه پرېکړه شوې.
امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د اېمټيوي ویډیو موسیقۍ جایزو په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه
امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د یکشنبې پر ورځ د کال د غوره ویډیويي سندرې جایزه خپله کړه او په دې توګه د MTV د موسیقۍ جایزو (VMAs) د تاریخ تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه. له دې مخکې د بلې نوموتې امریکایۍ سندرغاړې بیونسې د معتبرو جایزو شمېر ۳۰ وې. اغلې سوېفټ هم د خپلو جایزو شمېر دېرشو ته ورساوه او بیا یې د خپلې (The Fate of Ophelia) ویډیويي سندرې لپاره تر ټولو ستره جایزه وګټله. دا سندره د هغې د ۲۰۲۵ کال له (The Life of a Showgirl) البوم اخیستل شوې ده. ایم ټي وي د ویډیويي سندرو لپاره معتبره جایزه ده.
د تیلو بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته؛ د سعودي بهرنیو چارو وزیر 'له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی'
په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې شوې دي او د برېنټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې له ۱۰۷ اوښتې ده. د تېلو د بیو دغه زیاتوالی له هغه وروسته رامنځته شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې ایران باید د هرمز تنګی د اوو ورځو په موده کې بېرته د نړیوالو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیزي. د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول کړکېچ پکې د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو مخامخ اغېز کوي.
یوه ښځه وايي، ملګري به یې پرې چې کله دا ویده وه، جنسي تېری کاوه
"زما په اند، ښايي تر هغې ورځې چې په خپلې کړنې یې اعتراف وکړ، دا تر ټولو غوره اړیکه وه چې ما په خپل ژوند کې لرله." اډېل اورټن وايي، ملګري یې سټیون اوډن چې ۱۳ کاله یې ورسره اړیکه لرله په ظاهرا یو بې عيبه د ژوند شريک یا ملګری ښکارېده. هغوی د زامبي فلم د عکاسۍ پر مهال سره وپېژندل او پام یې شول چې تر ډېره هم فکره دي.
کابل ته په لومړي ځل د طالبانو د ننوتلو ۳۰ کاله وروسته؛ کابلیانو د 'اسلامي امارت' لومړۍ ورځ څنګه تجربه کړه؟
د ۱۳۷۵ کال د تلې د شپږمې نېټې په ګهیځ د کابل اوسېدونکي د داسې پرلپسې او له جذبې ډکو ترانو په غږ راویښ شول چې تر دې مخکې یې نه وې اورېدلې. موږ د کابل سویل لوېدیځ په فاضلبیګ سیمه کې اوسېدو، چې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته تر ټولو نږدې سیمه ده. ټول خلک بامونو او دېوالونو ته وختل، چې وګوري څه پېښ شوي.
د طالبانو حکومت ادعا کوي، هغه ۲۸ وسله وال یې وژلي، چې له پاکستانه راوښتي وو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، تېره ورځ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ''۲۸ وسله وال وژل شوي او ۳۲ تنه یې نیول شوي او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته تښتېدلي دي.'' د طالبانو حکومت په خبره دغه وسله وال له "پاکستانه" افغانستان ته راغلي وو.
بلخ کې د "خاتم الأنبیاء پروژې ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي" وبلل شوه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت وايي، په بلخ کې د 'خاتم الانبیاء پروژې' په نامه ۶۰۰ جریبه ځمکه "امارتي'' ملکیت دی. د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''په شمال زون کې د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو څېړلو ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه، چې دغه ټوله ځمکه د امارت ملکیت دی.'' د ځمکې هغه ټوټه، چې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت په اعلامیه کې ''امارتي'' بلل شوې، د بلخ مرکز مزار شریف ښار د دولسمې ناحیې اړوند قلعه قل محمد په سیمه کې موقعیت لري.
ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ، تهران د امریکا رسمي ځواب ته انتظار کوي
ایران وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوداګریزو بېړیو پر مخ د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز تر ردولو وروسته به تهران د امریکایي مرکچیانو رسمي ځواب ته انتظار وکړي.
خيبرپښتونخوا کې د کم عمرۍ ودونه؛ "ماشومتوب مې له لاسه ورکړ"
د خيبرپښتونخوا د پېښور يوې کلي والي سيمې اوسېدونکې چې مستعار نوم یې صابره دی، په ۱۴ کلنۍ کې واده شوه، زده کړې يې نيمګړې پاتي شوې او د دې په وينا له واده يو کال پس ورسره د خواښي کور کې جنګ جګړي پېل شوي چي له دې امله د مور کره بېرته تګ ته مجبوره شوه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید؛ ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي ډېره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو د ځايي امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې دغه برید درازنده او مغل کوټ سیمو ته نږدې د 'امن مېلې' په نوم پر پلټونکې پوسته او د ګمرک په اداره شوې دی.
د چټ جي پي ټي جوړونکي وايي، د اوپن ای آي باټونو د امریکا د دولتي ادارو وېب پاڼو ته نفوذ کړی
اوپن ای آي ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا باټونو هڅه کړې، چې له "حکومتونو، پوهنتونونو، عامه ادارو او نورو بنسټونو "معلومات راټول کړي، چې په دې ډله کې د امریکا د اسهامو او ارزښتمندو پاڼو کمېسیون، د سرشمېرنې اداره او د امریکا د پوهنې وزارت هم شامل دي.
پاکستان سره د لارو تړل کېده؛ له دې وروسته به له کابله هره ورځ ډيلي ته د توکو لېږد لپاره دوه الوتنې کېږي
د افغانستان دولتي هوايي لیکې (اریانا افغان) ویلي، هند ته به د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له دې وروسته هره ورځ دوه الوتنې ولري چې شاواخوا شپېته ټنه توکي به لېږدوي.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر وايي "یا هېواد یا مرګ، موږ به بریالي کېږو"
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر، برونو اډوارډو روډریګز بارییا، خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو " ګواښ شته او دا له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده." وزیر ټینګار وکړ چې د هغوی پر وړاندې بل هیڅ بدیل نشته او ویې ویل: "یا هېواد یا مرګ، او موږ به بریالي کېږو."
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































