د طالبانو حکومت: د هغو خصوصي روغتونونو فعالیت ځنډول کېږي چې معيارونه پوره نه کړي

يو ناروغ په روغتون کې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتونونه چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې له مخې یې معیارونه نه دي پوره کړي، لنډ وخت لري چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې حل کړي.

نور جلال جلالي خبرداری ورکړی چې که دغه نیمګړتیاوې لرې نه شي او روغتونونه د ټاکل شویو معیارونو پرتله د ټیټ کیفیت چوپړونه روان وساتي، نو د دغو روغتونونو د فعالیت د درولو په اړه به پرېکړه وشي.

خو نوموړي د دې اقدام لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

نور جلال جلالي همداراز لارښوونه کړې چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې او درجه‌بندۍ لپاره د اعتبار ورکولو بهیر د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان کړی و چې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر یې بشپړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رئیس، سیف‌الله معاویه، یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې په کابل کې له ارزول شویو ۱۱۵ خصوصي روغتونونو یوازې دوو روغتونونو د "اې" یعنې اوله درجه ترلاسه کړې ده.

د نوموړي په وینا، ۹ روغتونونو د "بي" یعنی دوهمه درجه او ۳۹ نورو د "سي" یعنې درېیمه درجه ترلاسه کړې ده.

د طالبانو حکومت د روغتيا وزير جلال جلالي

د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست د موندنو له مخې، ۶۵ نورو روغتونونو په دې ارزونه کې هېڅ درجه نه ده ترلاسه کړې؛ ځکه هغوی د اعتبار ورکولو لپاره اړین معیارونه نه دي پوره کړي.

ښاغلي سیف‌الله معاویه، ویلي وو چې دغه ارزونې د درملنې د خدمتونو د کیفیت او د روغتونونو د فعالیت پورې اړوندو معیارونو پر بنسټ ترسره شوې دي.

له دې سره هممهاله، په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په اړه د نیوکو ترڅنګ، د دولتي روغتونونو مراجعین هم په وار وار د دغو مرکزونو له روغتیايي خدمتونو شکایت کوي.

دوی وايي په دغو روغتونونو کې د کارکوونکو او درملنې د امکاناتو شمېر کافي نه دی او د ناروغانو لپاره اړین درمل هم په کافي اندازه نه موندل کېږي. د دوی په وینا، دا ستونزې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې لا ډېرې جدي دي.

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په یاد بیان کې، چې د دې غونډې په اړه دي، د دولتي روغتونونو وضعیت او په دغو مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ستونزو ته اشاره نه ده شوې.