د ایران جګړه کې د امریکا لګښت له ۴۸ میلیارد ډالرو اوښتی

د عکس سرچینه، EPA
د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) يوه جګپوړي مالي چارواکي ويلي چې د ايران خلاف د امريکا د پوځي عملياتو لګښت له ۴۸ ميليارد ډالرو اوښتی دی.
د پنټاګون د مالي چارو مرستيال ارتور مېلر په مشرانو جرګه یا سنا کې د خپلې نوماندۍ په تړاو د غونډې پر مهال وويل چې دغه پیسې د کارول شويو مهماتو د تشې په ډکولو، د پوځي تجهيزاتو پر ترميم او نوي کولو او همدا راز عملياتي چارو لګېدلې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغه اټکلي لګښت کې د ايران د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو په بريدونو کې په منځني ختيځ کې د امريکا پوځي اډو ته اوښتي زيانونه او همدا راز د ځینو له منځه تللو وسلو بيه شامله نه ده.
په دې معنا چې امریکايي اړخ ته له اوښتو زیانونو سره د جګړې ټوليز لګښت تر دې هم لوړېږي.
د یادونې ده چې د ایران جګړه د امریکا د استازو او مشرانو جرګې د ځینو غړو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.
په دې لړ کې مخکښ سناتور برني سينډرز ويلي، چې "د ويتنام جګړه پر درواغو ولاړه وه، د عراق جګړه پر درواغو ولاړه وه او د ايران جګړه هم پر درواغو ولاړه ده."
ښاغلي سينډرز دا څرګندونې "سيایاو ډایري" په نوم پوډکاسټ کې کړې چې تېره ورځ خپور شو.
هغه د خپلې دې ادعا په وضاحت کې چې "د ايران خلاف د جګړې بنسټ پر دروغو ایښودل شوی" وويل: "دا ادعا چې د ايران حکومت پر موږ بريد لپاره چمتووالی نيوه، دروغ دي. زما په اند بنيامين نتنياهو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې هڅه کوي چې امريکا له ايران سره جګړې ته راکاږي، چې ايران بې ثباته او کمزوری کړي."

د عکس سرچینه، Reuters
یوې بلې امریکايۍ سناتورې ټېمي ډکورت هم د ایران د جګړې مخالفت کړی دی.
دغې ديموکراټې سناتورې ويلي چې د داسې وړاندیز شوې حکومتي بوديجې ملاتړ به ونه کړي چې د ايران خلاف روانې جګړې لپاره ځانګړې شوې بوديجه پکې نه وي لغوه شوې.
هغې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "کانګرس بايد خپل مالي صلاحيتونه وکاروي او ولسمشر دې ته اړباسي چې جګړه پای ته ورسوي."
د یادونې ده چې دا د اکټوبر له نيمايي راهيسې د جګړې د لګښتونو په اړه لومړني رسمي ارقام دي.
تر دې وړاندې سيبياېس نيوز د امريکا پوخ د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د اټکلونو له مخې د جګړې لګښت ۴۷ اعشاریه ۱ ميليارد ډالره ښودلی و.
د امريکا د پخوانيو اټکلونو له مخې، د جګړې د لګښت تر ټولو لويه برخه، چې نږدې ۲۹ ميليارد ډالر کېږي، د کارول شويو مهماتو پر بېرته برابرولو لګېدلې ده.
همدا راز د ويجاړو شويو يا له منځه تللو پوځي تجهيزاتو لګښت، چې جنګي الوتکې او بې پيلوټه الوتکې هم په کې شاملې دي، شاوخوا ۶ ميليارده ډالر اټکل شوی و.



















