ټرمپ: ایران تېره اوونۍ د تېر کال د بل هر وخت پرتله ډېر ډرونونه او توغندي توغولي

ټرمپ وايي، ایران بریدونه ډېر کړي دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د تېر یو کال پرتله ډېر ډرونونه او توغندي توغولي‌ دي.

د امریکا ولسمشر د دې ادعا ثابتولو لپاره کوم مستند راپور یا احصایوي سرچینه نه ده یاده کړې، خو دا یې د امریکا د ونډو بازارونو د کمزورۍ په څېر د کانګرس په ټاکنو کې د ډیموکراتانو د بریا پایله بللې ده.

ټرمپ د یکشنبې په ماښام په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل ولیکل:

"د ټولو یاد دي چې ما د نومبر د درېیمې د منځمهالو ټاکنو په اړه دوه وړاندوینې کړې وې. لومړۍ دا وه چې که دیموکراتان بریالي شي، نو د ونډو بازارونه به سخت راولوېږي، او همداسې وشول. دویمه دا وه چې د ایران اسلامي جمهوریت به، چې تر اوسه یې ۸۱ زره اعتراض کوونکي وژلي دي، خپل بریدونه لا تهاجمي کړي، او دا هم همداسې وشول."

د امریکا ولسمشر یکشنبه د نومبر ۲۲مه دغه خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې:

"ایران په تېره اوونۍ کې تر بل هر وخت، د تېر یو کال پرتله، ډېر ډرونونه او توغندي توغولي دي. اندېښنه مه کوئ، د ټولو مخه نیول شوې او نسکور شوي دي او هېڅ زیان یې نه دی اړولی. "

ښاغلي ټرمپ ویلي، د ده په اند د دغو پېښو لامل دا دی، چې ایراني مشران "دیموکراتان کمزوري، بې کفایته او د هېواد ویجاړوونکي ګڼي"، خو دی به اجازه ورنه کړي چې داسې وشي."

هغه همدا راز تور پورې کړې، چې ګوندې ډیموکراتانو او ایران دواړو د دې سخته هڅه کوله، چې د نفتو بیې تر ممکنه حده لوړې وساتي، خو له ټاکنو وروسته د نفتو بیې په بې ساري ډول راولوېدلې.

د نوموړي په وینا "افسوس چې رایه ورکوونکو د رایې تر ورکولو مخکې دې مسئلې ته پام ونه کړ، خو ټوله ټاکنیزه پروسه ډېره "عجیبه" وه. په پای کې به امریکا بریالۍ شي!"

ټرمپ دا څرګندونې له هغې یوازې څو دقیقې وروسته کړې چې په شمالي کارولینا کې د کانګرس په ټاکنو کې د یو بل ډیموکرات نوماند له بریا سره، په کانګرس کې د دغه ګوند د څوکيو شمېر ۲۵۸ ته ورسېد.

دا له ۱۹۹۲ کال راهیسې د استازو په جرګه کې د ډیموکراتانو تر ټولو لوی اکثریت بلل کېږي.

دا به دیموکراتانو ته دا واک ورکړي، چې د ټرمپ د دویمې دورې ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې د کانګرس قانوني واکونه د سپینې ماڼۍ پر وړاندې وکاروي.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د ایران د بریدونو د ډېرېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې یې له دغه هېواد سره کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.‌

د ایران سپاه پاسداران همدا تېره ورځ هم ادعا کړې وه، چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په یوه ګډ برید کې یې په بحرین کې د امریکا نظامي اهداف او الرفاع او العوالي پوځي اډې په نښه کړې دي.

سپا پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دغه برید "د ایران له هوايي حریمه د پرله‌پسې سرغړونې او تېریو" په غبرګون کې شوی دی.