د افغان کډوالو د ټرانسپورت ټولنه وايي پاکستان کې "دوه زره" باروړونکي ګاډي بند پاتې دي

ګاډي ولاړ دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پاکستان کې د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنه وايي، په دغه هېواد کې د کډوالو پر ضد د حکومت د اقدام له امله د افغانانو نژدې دوه زره باروړونکي ګاډي بند پاتې دي.

د دغې ټولنې په وینا، په دې کې له سلو ډېر باروړونکي لارۍ داسې دي، چې د څښتنانو او چلوونکو د جبري ایستل کېدو له امله په پارکېنګونو او سرایونو کې بې‌ برخلیکه پاتې دي.

د دغو موټرو چلوونکي او څښتنان وايي، د ویزو د اعتبار د مودې د پای ته رسېدو او د پاکستان د حکومت له خوا د ویزو د نه تمدید له امله له سختو فشارونو، د نیول کېدو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

وړاندې د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ښار ته څېرمه په يوه اعتراض کې د لسګونو باروړونکو ټېلري موټرو چلوونکو او مالکانو ويلي، د پولیسو له ځورونې او هغه څه چې دوی یې بې‌دلیله نیونې بولي، تر پوزې راغلي دي.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ځینې موټرچلوونکي د خپلو ویزو په ښودلو سره وايي، سره له دې چې دوی پاکستان کې د اوسېدو لپاره سندونه لري، بیا یې هم پولیس پرلپسې ځوروي او ان په ځینو مواردو کې یې نیسي.

د یوه باروړونکي موټر مالک او د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنې یو تن مسئول اکرام خان چې په دې اعتراضي غونډه کې یې ګډون کړی و له پاکستاني چارواکو غواړي، چې افغانستان ته د دغو موټرچلوونکو د بېرته ستنېدو لپاره د شرایطو تر برابرېدو پورې د هغوی له نیولو او ځورولو ډډه وکړي.

نوموړی وايي، "هر يو ډرايور ويزه لري، کلینر ويزه لري، موږ سره په يوه ګاډي کې دوه کسان دي. يوه ويزه د کال لپاره په ۱۲۵۰ ډالره اخلو، يوه ډرايور ته او يوه کلینر ته چې دا ټولې ۲۵۰۰ ډالر کېږي".

اکرام خان وايي د دې ترڅنګ د ترافيکو پارچې اخلي، بې قانوني نه کوي خو د هغې سربېره پوليس راځي، له ګاډي ډرايور راکوزوي او' تاڼې' ته یې بيايي.

نوموړی د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې داسې چلند دې ودروي او د ده په وینا د دوی غږ دې واوري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، پخوا د افغان کډوالو له ۱۲ زرو ډېر باروړونکي موټر پاکستان کې چلېدل .

لارۍ ګاډي ولاړ دي

په تېرو دریو کلونو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د مالونو د لېږد په بهیر کې شاوخوا لس زره باروړونکي موټر افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د دغو موټرو ځینې د تګ راتګ جوازونه یا روډ پاسونه لري، خو یو شمېر نور یې پاکستاني اسناد لري چې له رسمي اجازې پرته د سرحدي لارو د تېرېدو اجازه نه لري.

د یادې ټولنې یوه بل غړي حاجي عبد الحکیم بي بی سي ته ویلي، د بندري لارو په تړل کېدو سره دوی اوس تش لاس دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، "لارې بندې دي، ترانسپورت هم په ټپه ولاړ دی، ۱۳ مياشتې ووتلې په دې موده کې موږ ډېر نقصان سره مخامخ شوي يوو، اوس في الحال زموږ سره په لاس کې څه شی نشته."

له شاوخوا دریو کلونو راهیسې، یعنې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیله، تر اوسه د افغان کډوالو نژدې لس زره باروړونکي موټر بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنه وايي، ایسارو لاریو ته د بېرته ستنېدو تر ټولو غوره لاره د ستنېدونکو کډوالو د کور توکي بارول او افغانستان ته یې لېږدول دي، ځکه په دې توګه تر اوسه زرګونه لارۍ په اسانۍ افغانستان ته لېږدول شوي دي.