افغانستان کې د بدل لاس موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهير پيل شوی

ګاډي ولاړ دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې له کابل پرته په ۳۳ ولایتونو کې د بدل لاس سټیرینګ لرونکو موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهیر پیل شوی.

یاد وزارت د دغو موټرو له مالکانو غوښتي چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې خپل موټرونه د دې سټېکرونو تر لاسه کولو لپاره د خپلې خوښې ولایت ته ولېږدوي. له دې مودې وروسته د یادې خبرتیا له مخې هیڅوک حق نه لري چې بدل لاس موټر له یوه ولایته بل ته ولیږدوي.

په دې اعلامیه چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په غږ کې رسنیو ته استول شوې خبرداری ورکړل شوی چې له دې پرېکړې سرغړوونکي تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول کیږي. د دغه خبرداري له مخې د سرغړونکو موټر به درول کیږي او موټر چلوونکی به له جنايي جرمونو سره د مبارزې او کشف ریاست له خوا محکمې ته معرفي کېږي.

اټکل کېږي چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون بدل لاس سټیرینګ لرونکي موټرونه شته دي. دا موټر د پرزو په توګه افغانستان ته واردیږي، بیا افغانستان کې دننه بېرته سره یو ځای کېږي او د یوه کلي موټرو په نوم ځکه یادیږي چې د ګرځېد واجازه یا جواز سیر او نور سندونه نه لري.

له دې ډلې یو شمېر موټرو ته په ولایتونو کې له وړاندې لنډمهالي سندونه وېشل شوي دي.

څه موده وړاندې د ترافیکو لوی ریاست یوه چارواکي نجات رئیس وال بي بي سي ته ویلي وو چې پر بدل لاس موټرو به محدودیتونه په تدریج پراخېږي چې ورسره د ده په ټکو افغانستان له دې موټرو خلاص شي.

نوموړی وايي، "پر دغو موټرونو يو ډول محدودیت غواړو چې ولګېږي. ځکه چې د افغانستان خلاف لاس دي، ډېری ترافيکي پېښې هم د دغو موټرو رامنځته کېږي، دغه موټر بې اسنادو ګرځي، کوم محصول دولت ته نه ورکوي، د دې لپاره دوی بايد ثبت شي، دولت ته محصول ورکړي، موږ پرې محدوديت لګوو."

د موټرو تمځای کې ګاډي ولاړ دي

خو د طالبانو حکومت دا پرېکړه د موټرو د سوداګرو لپاره سخته او دوی یې په خپل زیان بولي. مقصود آغا چې جاپان کې کارول شوي موټر افغانستان او نورو هېوادونو ته استوي وايي، "هر تجار له سلو تر څلور پنځو سوو پورې ګاډي اخيستي چې افغانستان ته یې ولېږدوي، نو هغه ټول ورباندې تاوان دي، موږ ټول په جاپان کې ډېرو ستونزو اخته يوو، له مسولينو غواړو چې موږ سره همکاري وکړي، د حل لارې پيدا کړي، دا خو نه کېږي چې تجار دلته زيان وويني".

له شاوخوا درې لسیزو راهیسې افغانستان کې د بدل لاس موټر دود شوي. او د دې مودې په اوږدو کې لوی شمېر موټر افغانستان ته راوړل شوي او بشپړ مخنیوی یې ښايي کلونه، کلونه وخت وغواړي.

د افغانستان د مخکیني حکومت پر مهال هم د ښي لاس سټیرینګ لرونکو موټرو واردات منع شوي وو؛ خو څرګنده نه ده چې په وروستیو کلونو کې څنګه د دغو موټرو لوی شمېر افغانستان ته وارد شوي دي.