چین کې له تاریخي درېاړخیزې سرمشریزې مخکې د پوتین او ټرمپ "تاریخي روغبړ"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد، چې د پنجشنبې په ورځ له خپل چینایي سیال شي جینپینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه بېساري درېاړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
ټرمپ ویلي، په خبرو اترو کې به د ایران او اوکرایین جګړې سربېره د اټومي وسلو په تړاو د بېوسلې کولو موضوع هم وڅېړل شي.
په خپرو شویو ویډیويي انځورونو کې لیدل کېږي چې ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره روغبړ کوي او له چینایي ولسمشر شي جینپینګ سره هم دوستانه خبرې تبادله کوي.
وروسته درې واړه د "اپیک" سرمشریزې په څنډه کې د ګډ انځور اخیستو لپاره خپلو ځایونو ته درېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
روسي رسنیو د جنوبي چین په شینتشن ښار کې د شي جینپینګ، ولادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ ترمنځ لیدنه د "ورځې تر ټولو مهمه پېښه" بللې ده. یوې دولتي خبري اژانس دغه صحنه "تاریخي روغبړ" نومولې ده.
شي جینپینګ د ټرمپ د هرکلي لپاره هغه مهال د الوتکې هرکلي ته ورغی چې د امریکا ولسمشر له خپلې ځانګړې الوتکې "ایر فورس ون" ښکته کېده. دواړو مشرانو پر سره غالۍ ودرېدل او یو بل ته یې سلامي وکړه. د هرکلي په مراسمو کې د چین او امریکا بیرغونه رپېدل، ګډونوالو رنګارنګ سینګاري توپونه خوځول او وروسته دواړو ولسمشرانو له یو بل سره روغبړ وکړ.
چینایي رسنیو د امریکا د ولسمشر د هرکلي مراسم له شاندارو مراسمو بللي دي. په دغو مراسمو کې د پوځي ویاړ ساتونکو قطعاتو سلامي، د ګلونو ننداره او په اسمان کې د جنګي الوتکو الوتنې وې.

د عکس سرچینه، Mandel Ngan - Pool/Getty Images
د چین دولتي خبري اژانس "شینهوا" د شي جینپینګ له قوله لیکلي: "چین ته ستاسو د بیا سفر هرکلی کوم. هیله لرم چې د چین او امریکا د اړیکو، د اسیا او ارام سمندر سیمې د همکاریو او نړیوال نظم په ګډون د مهمو موضوعاتو په اړه له تاسو سره ژورې خبرې اترې وکړم. همداراز، غواړم د درناوي، انصاف او برابرۍ پر بنسټ د یوې رغنده او باثباته ستراتیژیکې اړیکې پراختیا پیاوړې کړو."
دغه خبري اژانس زیاته کړې چې ټرمپ د چین د ولسمشر مننه کړې، چې په خپله د هغه د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و.
د ټرمپ تر رسېدو څو ساعته مخکې د ښار په ځینو برخو کې امنیتي تدابیر سخت شوي او څارنه زیاته شوې وه. د سرمشریزې لپاره د چمتووالي په موخه، یو شمېر اوسېدونکي د هغې لارې په اوږدو کې کتار شوي وو چې ټاکل شوې وه د امریکا د ولسمشر کاروان ترې تېر شي، څو هغه وویني.
یو شمېر نور کسان هغه هوټل ته نږدې راټول شوي وو چې تمه کېده ټرمپ به پکې واوسي. د هوټل په دروازه کې امنیتي خنډونه لګول شوي وو او پولیسو له لارویانو غوښتي وو چې د هوټل په شاوخوا کې ونه درېږي.
یو ځوان چې هوټل ته نژدې د یوه سړک پر کونج د ټرمپ د لیدو په تمه ولاړ و، وویل: "هیله لرم چې د ټرمپ سفر به د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو پل شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په سهار د چین په شینتشن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپیک) د غونډې په څنډه کې خبرې اترې وکړې.
د دغې درېاړخیزې سرمشریزې په اړه په کییف او اروپايي پلازمېنو کې اندېښنې راپورته شوې دي. وېره شته چې ښايي درې واړه مشران د اوکراین او اروپايي هېوادونو له ګډون پرته د اوکرایین د راتلونکي په اړه هوکړې ته ورسېږي، یا د سترو قدرتونو ترمنځ د نفوذ سیمې بیا وویشي.
واشنګټن په لومړي سر کې د سرمشریزې پر مهال د اوکرایین د جګړې د بحث موضوع رد کړې وه، خو وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې دا موضوع به د خبرو اترو په اجنډا کې شامله وي. په ورته وخت کې، بیجینګ په دې باور دی چې جګړه د چین موضوع نه ده.
چین یوازې دومره اعلان کړی چې درې واړه مشران به "د نړیوالې سولې د ساتنې او د سترو قدرتونو ترمنځ په اړیکو کې د ستراتیژیک ثبات د پیاوړتیا په اړه ژورې خبرې اترې" وکړي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د واشنګټن په وینا، په خبرو اترو کې به د ایران جګړه او د اټومي وسلو د کمولو موضوع هم وڅېړل شي. دا بحثونه وروسته له هغې کېږي چې د تېر فبروري په میاشت کې د امریکا او روسیې ترمنځ د "نیو سټارټ" تړون موده پای ته ورسېده. دا وروستی تړون و چې د دواړو هېوادونو پر اټومي وسلو یې محدودیتونه لګولي وو.
چین پر خپل هغه دریځ ټینګار کوي چې له مخې یې باید د امریکا او روسیې اټومي وسلې، چې د چین له زېرمې څو برابره زیاتې دي، لومړی راکمې شي او له هغې وروسته دې د چین د اټومي وسلو د محدودولو په اړه خبرې پیل شي.
بلخوا، د روسیې دولتي خبري اژانس "تاس" د چهارشنبې په ورځ د کرملېن د ویاند دیمیتري پسکوف له قوله راپور ورکړی چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو ته ښايي د "اپیک" سرمشریزې پر مهال د هراړخیزو دوهاړخیزو خبرو لپاره وخت پیدا نه شي، خو ممکن د غونډې په څنډه کې سره خبرې وکړي.
پسکوف ویلي، که دواړو مشرانو ته د دوهاړخیزو خبرو فرصت برابر شي، ښايي د اوکرایین او ایران د جګړو په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړي.
په همدې تړاو، "تاس" د روسیې د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف له قوله راپور ورکړی چې پوتین او ټرمپ ښايي د سرمشریزې پر مهال څو ځله د غیررسمي خبرو فرصت ومومي.
۵۰ نمبر شخصي کتنه

د عکس سرچینه، Sergei BOBYLYOV / POOL / AFP via Getty Images
له ټرمپ سره د پلان شوې درېاړخیزې سرمشریزې مخکې، شي جینپینګ او پوتین دوهاړخیزې خبرې وکړې
له ټرمپ سره د پلان شوې درېاړخیزې سرمشریزې مخکې، شي جینپینګ او ولادیمیر پوتین د دواړو هېوادونو د پلاوو په حضور کې دوهاړخیزې خبرې وکړې. دا سږ کال د دواړو مشرانو درېیمه مخامخ لیدنه وه.
پوتین د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې د چین شینتشن ښار ته ورسېد. دا له واک ته رسېدو راهیسې چین ته د هغه ۲۶مه سفر و. په هوايي ډګر کې د چین د کمونست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمېټې غړي، تساي چي، د هغه هرکلی وکړ. تساي چي د چین د ولسمشر له نږدې همکارانو څخه دی او د هغه د دفتر چارې سمبالوي.
شي جینپینګ له خپل روسي سیال سره د "زما پخواني ملګري" په ویلو هرکلی وکړ او ویې ویل، دا له ۲۰۱۳ کال راهیسې، چې دی ولسمشر شوی، د دواړو مشرانو ۵۰مه لیدنه ده؛ په دې شمېره کې د ویډیويي اړیکو له لارې شوې لیدنې هم شاملې دي.
هغه زیاته کړه چې د مسکو او بېجینګ اړیکې "له ګډوډۍ او بېثباتۍ ډکې نړۍ ته لا ډېر ثبات او ډاډ وربښي".
بل لور ته، د روسیې د پوځي ـ تخنیکي همکاریو د فدرالي ادارې مشر دیمیتري شوګایف د چهارشنبې په ورځ "ایزوېستیا" ورځپاڼې ته وویل، روسیې او چین د پوځي ـ تخنیکي همکاریو نوې کچې ته رسېدلي دي.
شوګایف څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د پراخو همکاریو په پروګرام کې د الوتکو او انجنونو جوړولو، فضايي چارو، هوايي دفاع او سمندري سکټور برخې شاملې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
که څه هم د چین دولتي خبري اژانس "شینهوا" د خبرو اترو بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې خبري اژانس "تاس" د شي جینپینګ له قوله ویلي چې هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو ستاینه کړې او دا اړیکې یې "ثابتې او د باور وړ" بللې دي؛ داسې اړیکې چې د نړیوالو شرایطو د لنډمهاله بدلونونو تر اغېز لاندې نه راځي.
له بلې خوا، پوتین د مسکو او بېجینګ ترمنځ په بهرنۍ پالیسۍ کې د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ. هغه وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې په مثبت لوري پرمختګ کوي او دواړه هېوادونه، د روانو جیوپولیټیکي ننګونو سربېره، د یوه "څو قطبي او لا عادلانه" نړیوال نظم د رامنځته کولو ګډه تګلاره تعقیبوي.
خبرې اترې تر دوو ساعتونو زیاتې روانې وې. په لومړي پړاو کې د دواړو هېوادونو د پلاوو په ګډون پراخه غونډه وشوه او وروسته د کاري ناشتې په ترڅ کې د دواړو لورو یو شمېر محدودو چارواکو ګډون وکړ. په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف هم شامل وو.
د روسیې د لوري په وینا، په خبرو اترو کې د اوکراین جګړه، د کوریا ټاپووزمې روان پرمختګونه او د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې د دواړو هېوادونو ستراتیژیکې همکارۍ وڅېړل شوې.
پوتین ته موکې

د عکس سرچینه، Reuters
درېاړخیزه سرمشریزه پوتین ته یو مهم فرصت برابروي چې په نړیوال ډګر کې د روسیې دریځ پیاوړی کړي. ځینو روسي ورځپاڼو ان د دې غونډې یوازې جوړېدل د روسیې د ولسمشر لپاره "ډیپلوماټیکه بریا" بللې ده.
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل وروسته، لوېدیځو مشرانو هڅه وکړه چې پوتین په نړیواله کچه منزوي کړي او پر مسکو یې پراخ بندیزونه ولګول.
خو د جګړې له پیل شاوخوا څلور کاله وروسته، چې لا هم دوام لري، پوتین چمتو کېږي چې د امریکا او چین له ولسمشرانو سره په یوه مېز کېني. دا د هغې ډیپلوماټیکې انزوا په پرتله د پام وړ بدلون دی چې لوېدیځو هېوادونو د پوتین د منزوي کولو لپاره پرې ټینګار کاوه.
د خبرو اترو د پایلو په پام کې نیولو پرته، د دې سرمشریزې جوړېدل په خپله د پوتین لپاره یوه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه ده؛ په ځانګړي ډول ځکه چې مسکو د اوکراین په اړه هېڅ ډول امتیاز نه دی ورکړی، لا هم د بشپړ اوربند غوښتنه ردوي او خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
د بریتانیا د شاهي نړیوالو چارو په انستیتیوت "چتم هاوس" کې د روسیې او اوراسیا د پروګرام اقتصادي او ستراتیژیک کارپوه تیموتي اَش باور لري چې پوتین به هڅه وکړي اوکراین د خبرو اترو پر اصلي موضوع بدل کړي او سرمشریزه د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس د یوې نوې بڼې په توګه وړاندې کړي.
په هغه تاریخي کنفرانس کې د امریکا ولسمشر فرانکلین روزوېلټ، د بریتانیا لومړي وزیر وینسټن چرچل او د شوروي اتحاد مشر جوزف سټالین سره راټول شوي وو، څو د دویمې نړیوالې جګړې د وروستیو پړاوونو او د نازي جرمني تر ماتې وروسته د نړیوال نظم د ترتیباتو په اړه خبرې وکړي.
د اَش په وینا، پوتین هیله لري چې شي جینپینګ او ډونلډ ټرمپ د اوکرایین د راتلونکي په ټاکلو کې برخه واخلي، خو کېیف او اروپايي هېوادونه د دغو پرېکړو له بهیر څخه بهر پاتې شي.




















