BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • کابل

    د طالبانو حکومت له امریکا غوښتي چې پاکستان ته د افغانانو لېږلو کې "مسولانه" عمل وکړي

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ویل شوي یې ښايي د امریکا متحده ایالات یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ټینګار کړی چې د خپل هېواد د وګړو د حقونو ساتنه خپله مسؤلیت بولي او افغانانو سره باید د نړۍ په هر ځای کې د هغو هېوادونو د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت د درناوي له مخې چلند وشي.

  • ارشیف تصویر

    حوثیان وايي، سعودي عرب د حدیده بندر د تېلو پر تاسیساتو هوايي برید کړی

    په یمن کې حوثیانو د دوشنبې په ورځ ادعا کړې چې سعودي عرب د سره سمندرګي په ساحل کې د الحدیده ولایت پر مهمو بندري او نفتي تاسیساتو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.

  • د افغانستان او زېمبابوې لوبغاړي

    کرېکټ: افغانستان په درېيمه شل اوريزه سيالۍ کې هم زېمبابوې ته په لوی توپير ماته ورکړه

    د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د شل اوریزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې افغانستان زېمبابوې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دری صفر وګټله.

  • مارکو روبیو

    د طالبانو حکومت وایي، له پاکستان سره په خبرو کې د امریکا د هڅو د وړاندیز هرکلی کوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې کارېدلو خبره یو ځل بیا رد کړې او په دې هکله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو غبرګون کې ویلي چې یوازې پر هغو معلوماتو یې تکیه کړې چې پاکستان ورکړي دي. ورسره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا په ګډون د هر هغه هېواد د هڅو هرکلی کوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د منځګړیتوب لپاره کوي، خو په وینا یې جګړه پاکستان پیل کړې.

  • د طالبانو او پاکستان بیرغ

    مجاهد: پاکستان د کړکېچ سوله‌ییز حل ته چمتو نه دی؛ اسلام اباد وايي، د وګړو امنیت یې د مذاکرې وړ نه دی

    د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت (MoIB) وايي، د طالبانو حکومت د ویاند ذبېح‌الله مجاهد وروستۍ څرګندونې د کابل ناسم چلند او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابېدونکو اړیکو د اصلي لامل له منلو انکار څرګندوي. دغه وزارت شنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت پر مشرانو له دې کبله نیوکه کړې چې ګوندې د دوه اړخېزو اړیکو د خبرابېدو پړه په دوامداره توګه "د اسلام‌اباد پر پالیسیو" اچوي، او د دوی په وینا "له افغان خاورې د راټوکېدونکې ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې پر خپله دوامداره ناکامۍ" پرده اچوي.

  • افغان کرېکټ لوبډله

    افغانستان د هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ پایلوبه وګټله

    اسټرالیا د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په ځوابي لوبه کې افغانستان په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې لا پاتې وو، د دوو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

  • جرمني

    جرمني کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې

    د شنبې په شپه د جرمني د فرانکفورت ښار په مرکز کې لاریون کوونکو وروسته له هغه یو شمېر دوکانونه لوټ کړل، چې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد د جرمني په ځینو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو. د فرانکفورت ترڅنګ، چې د جرمني اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په برلین، کولون او هامبورګ ښارونو کې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي. پولیس وايي، د اور وژنې او بېړنیو خدمتونو پر کارکوونکو د اورلوبو توکو، ډبرو او بوتلونو له غورځولو وروسته یې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د اوبو توپونه وکارول.

  • ټرمپ

    ټرمپ: له ایران سره مذاکرات ښه روان دي، خو د باور وړ نه دي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له ایران سره خبرې سمې روانې دي او ایران جوړجاړی غواړي. د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د خبرو په اړه د ده اصلي اندېښنه دا ده، چې پر ایران ډېر باور نه شي کېدای.

  • دا عکس دشت برچې کې لیدل کېږي

    د ښارونو نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وايي‌ کابل میلیونونو کسانو لپاره د یوه هوسا او سوکاله ژوند پر ښار بدلیدای شي

    د ملګر ملتونو د استوګنې یا اسکان اداره 'یو این هبیتات' وايي، اټکل دا دی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو یو افغان په ښارونو کې ژوند کوي او دا چې دغه وضعیت له فرصتونه او ننګونې دواړو ډک دی. دا اداره زیاتوي، که کابل ښار ته پام لا ډېر شي نو کېدای شي چې دا ښار د میلیونونو کسانو لپاره د هوسا او سوکاله ژوند په ښار بدل شي. کابل، چې شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي لري، د هغو پلازمېنو له ډلې دی چې په چټکۍ پراخېږي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ګلبدين نايب او کريم صادق
  • آس نېزه
  • کرېکټ
  • .
  • زهران ممداني
  • Keyframe #1
  • عظمت الله عمرزی
  • راشد خان
  • ګاډي ایزنکوټ
  • photo

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر۲ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده

    برنامه نظر و تحلیل شنوندگان

  • واورئ, غرمني خبرونه۲ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      ایا اسمان به تل نیلي پاتې شي؟