درې عادي لارې چې خپل فزیکي فعالیت پرې ډېرولی شو

One woman carries a brown shopping bag while another uses a hoover while texting.
د عکس تشریح، د ورځنیو عادي فعالیتونو په وخت کې ترسره کېدونکی فزیکي حرکت، زموږ د روغتیا د ساتنې لپاره د یوې حیرانوونکې اغېزناکې وسیلې په توګه راڅرګندېږي.
    • Author, ملیسا هوګنبوم
    • دنده, د روغتیا مشره خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

ټوله ورځ په ناستو تېرول ډېر اسانه دي. لومړی په کارځای کې د خپل مېز تر شا ناست یاست، بیا ښايي په موټر کې کښېنئ او وروسته څو ساعته کور کې په توشکه/کوچ تېر کړئ.

خو ورځ چې په ختمېدو شي بیا مو پامېږي چې ټوله ورځ مو هېڅ فزیکي فعالیت نه دی کړی.

په ټوله نړۍ کې ګڼو څېړنو موندلې ده چې بې‌حرکته ژوند کول د جدي روغتیايي ستونزو خطر زیاتولی شي.

خو ځینې داسې ساده حرکتونه شته چې په دې برخه کې موږ سره مرسته کولای شي.

دلته ورځني عادي فزیکي فعالیتونه مهم رول لوبوي.

دا هغه خوځښتونه دي چې موږ یې د ځانګړي ورزش کولو له نیت پرته کوو.

ناڅاپي یا ورځني عادي فزیکي فعالیتونه دومره ساده کېدای شي لکه د ناستې پر مهال د پښې خوځول یا د لوښو مینځل.

د نیوزیلنډ د اکلنډ د ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکی، اننتا نارایانان وایي: "کوچني خوځښتونه، لکه د ناستې د حالت بدلول، د اوږو تاوول او د پښو خوځول هم په دې فعالیتونو کې حسابېږي."

دا فعالیتونه له موږ سره په کالورۍ سوځولو کې مرسته کوي، د زړه او رګونو د ناروغیو خطر راکمولی او ان د مړینې خطر مو هم کم کمولی شي.

کله چې موږ د دغو "ورځنیو عادي فزیکي فعالیتونو" په اهمیت پوه شو، د ژوند په ورځني نظم کې د څو ساده بدلونونو په راوستلو دا فعالیتونه زیاتولی شو.

۱. په کوچنیو حرکتونو ځان بوخت ساتل

Woman sat on a green office chair flexing her feet.
د عکس تشریح، د ناستې پر مهال د پښو تاوول او غځول د اوږدې مودې ناستې ځینې منفي اغېزې راکمولی شي.

د بېلګې په توګه، د پښو خوځول.

له ماشومتوبه موږ ته ویل کېږي چې د ناستې پر مهال باید بې‌ځایه ونه خوځېږو خو اوس دا خبره سمه نه ده.

یوې وروستۍ څېړنې موندلې چې د پښو پرله‌پسې خوځول د عضلو فعالیت زیاتوي او په پایله کې، د بشپړې بې‌حرکته ناستې پرتله بدن ډېره کالوري سوځوي.

نارایانان وایي: "ځینې پخوانۍ څېړنې ښيي چې د پښو خوځول ښايي د وینې د رګونو د فعالیت په ساتلو او د وینې د شکرې د کچې په ښه کنټرول کې مرسته وکړي."

د دې خوځښتونو پرمهال درېدل ښايي دغه ګټې نورې هم زیاتې کړي.

په همدې ډول، یوې کوچنۍ څېړنې موندلې چې د پښو عادتاً خوځول د بې‌حرکته ناستې پرتله شاوخوا ۱۶ سلنه زیاته انرژي مصرفوي.

څېړونکو وموندله چې د ورځنیو عادي فزیکي فعالیتونو لوړه کچه ښايي د هغو روغتیايي خطرونو اغېزې راکمې کړي چې په ورځ کې تر ۱۱ ساعتونو ډېرې ناستې سره تړاو لري.

که څه هم قدم وهل ښايي تر دې غوره وي، خو په هر وخت کې ممکن نه وي.

له همدې امله، الوتکه کې د سفر پرمهال د پښو خوځول، د کار پر مېز د ناستې پر مهال او ان همدا اوس هم یو مناسب انتخاب کېدای شي، البته که یې کول خوندي وي.

۲. تل حرکت کول

د منظم ورزش برعکس، ورځني عادي فزیکي فعالیتونه نه د ورزشي کلب غړیتوب ته اړتیا لري او نه هم دې ته چې د خوځښت لپاره ځانګړی وخت بېل کړو.

پخلی کول، بڼوالي او د برقي جارو په وسیله د کور پاکول هم د ورځني عادي فزیکي فعالیتونو بېلګې دي.

د روغتیايي ګټو ترلاسه کولو لپاره اړینه نه ده چې ساعتونه ساعتونه په حرکت کې واوسو.

د ۲۰۲۴ کال یوې لویې څېړنې وموندله چې هره ورځ یوازې څلور دقیقې لنډمهاله، عادي فزیکي فعالیتونه چې هر پړاو یې له یوې دقیقې کم وي، د اوږدې ناستې له امله د زړه او رګونو د ناروغیو د زیات شوي خطر په کمولو کې مرسته کولی شي.

په دې څېړنه کې څېړونکو د بریتانیا د څه باندې ۲۲ زره ګډونوالو معلومات وڅېړل.

دغو کسانو د څارنې داسې وسایل اغوستي وو چې د ورځې په اوږدو کې یې د هغوی د خوځښت اندازه ثبتوله.

په څېړنه کې یوازې هغه کسان شامل وو چې په منظم ډول یې قصدي ورزش نه کاوه.

ګډونوال د اتو کلونو لپاره تر څارنې لاندې وو.

څېړونکو وموندله چې د ورځنیو عادي فزیکي فعالیتونو لوړه کچه ښايي د هغو روغتیايي خطرونو اغېزې راکمې کړي چې په ورځ کې تر ۱۱ ساعتونو ډېرې ناستې سره تړاو لري.

A woman wearing a beige coat carries a large brown paper bag filled with groceries while walking down a street.
د عکس تشریح، د درنو سوداګریزو کڅوړو وړل عضلات پیاوړي کولی شي.

د اسټرالیا موناش پوهنتون لوړپوړی څېړونکی نیکولاس کویمیل، چې د دې څېړنې مشري یې کړې، وایي په هغو فعالیتونو کې چې موږ یې په ورځني ژوند کې شاملولای شو، د زینو پر څو پوړونو ختل، د سودا د کڅوړو وړل او له ماشومانو سره لوبې کول شامل دي.

د پوهنتون لوړپوړی څېړونکی نیکولاس کویمیل وایي، ځینې ساده فعالیتونه دا هم کیدای شي؛ خپل منزل ته د رسېدو لپاره تر خپل عادي سرعت ګړندي قدم وهل، یا د پېرودلو لپاره دوکان ته د تګ پر مهال خپل موټر له دوکانه په لږ واټن کې درول.

کله چې دوکان ته ورسېږئ، نو د سوداګریزې ټرالي (کراچۍ) پر ځای د لاسي ټوکرۍ کارولو ته هم پام وکړئ. د څو کیلوګرامه سودا د وړلو له امله مو د بدن عضلې هم پیاوړې کېږي.

۳. ورځنی ژوند او ځینې ساده فزیکي فعالیتونه

د بریتانیا د لافبرو پوهنتون د چلندي طب پروفیسوره امندا ډېلي وايي، د لویو ورزشي موخو ټاکل ښايي انسان ته ستونزمن او ستړي کوونکي ښکاره شي. له همدې امله، د ورځې په اوږدو کې د خوځښت د زیاتولو بله لاره دا ده چې نوي فزیکي فعالیتونه له هغو کارونو سره یوځای کړو چې له وړاندې یې کوو.

دا تګلاره په ساده ډول دې ته وایي چې د یوه ورځني کار ترڅنګ یو څه فزیکي حرکت هم ورزیات کړو.

د بېلګې په توګه، د غاښونو د برس کولو پر مهال د پښو پر ګوتو درېدل، د خپل کاري مېز لاندې د پښې پورته کول، یا د ټیلیفوني خبرو پر مهال د ناستې پر ځای قدم وهل ازمویلی شئ.

د غاښونو د برس کولو پر مهال د پوندو پورته کول او بېرته ښکته کول، یوه ساده لاره ده چې ورځني فعالیت ته مو لږ فزیکي حرکت ورزیات کړي.

ډېلي وایي: "که موږ کوم شی غواړو، باید خپله ورشو او را یې واخلو. دا کار د دې لپاره هم یوه غوره لاره کېدای شي چې تنکي ځوانان له خپلو خونو څخه بهر راووځي او د ورځې په اوږدو کې لږ قدم ووهي."

موږ کولای شو د کار په ورځني مهال‌وېش کې هم نوي عادتونه رامنځته کړو.

په یوې څېړنه کې، ډېلي او د هغې همکارانو ډاکټرانو ته داسې کاري مېزونه ورکړل چې په ولاړه هم ترې کار اخیستل کېدای شو. دې سره دوی ډېر نه کیني.

تر ټولو ښه خبره دا ده چې هر څومره د ورځې په اوږدو کې دا ډول عادي فزیکي فعالیتونه زیات ترسره کړئ، په هماغه اندازه به د وخت په تېرېدو سره دا فعالیتونه مو په یوه قصدي او دوامدار عادت بدل شي.

کویمیل وایي، دا بدلون ښايي انسان ته د هڅونې لامل شي: "کله چې یو څه په تدریجي ډول ستاسو د ژوند د طرز یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځي، نو په طبیعي ډول ستاسو د ژوند د طرز برخه ګرځي".