عراقچي: که امریکا په لومړۍ ورځ د ایران شرطونه ومني، د هرمز تنګی به په دویمه ورځ پرانیستل شي

د عکس سرچینه، EPA
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه ویلي چې د قطر د منځګړو له لارې روانو خبرو کې د ایران هغه وړاندیز چې مخکې د ''اوو ورځو پلان'' په نوم یادېده، اوس دوه ورځني پلان ته راکم شوی دی.
د ده په وینا، که امریکا د پلان په لومړۍ ورځ د ایران شرطونه عملي کړي، په دویمه ورځ به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي.
د عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې په فارس خلیج کې یو شمېر نور نفت وړونکي بېړۍ هم په نښه شوې دي. دې کې یوه د قطر د ګازو لېږدونکې بېړۍ وه، او پر دغو بریدونو پراخ نړیوال غبرګون څرګند شوي او غندنه یې شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ هم ویلي وو: '' اصلاً د دې سفر موخه له امریکايي لوري سره مستقیمې خبرې نه وې. اوسمهال د دوه ورځني پلان په اړه له منځګړو سره سلا مشورې روانې دي او د عملي کېدو په لور روانې دي، خو لا وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي. وروستۍ پایله به په هغو ځوابونو پورې تړلې وي چې مقابل لوری یې زموږ پوښتنو ته ورکوي.''
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې: ''د ایران اسلامي جمهوریت هم د دفاع او هم د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی، او دا چې امریکایان کومه لاره غوره کوي، د هغوی په عقلانه پرېکړه پورې اړه لري.''
پاکستان ته پر لار بېړۍ په نښه شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (یو کې ایم ټي او) د دوشنبې په سهار (نومبر په ۲مه) اعلان وکړ چې د سعودي عرب د راس الخفجي سیمې ختیځ ته په ۷۲ سمندري میلو واټن کې د یوې پېښې راپور ترلاسه شوی دی.
د راپور له مخې، یو نفت لېږدونکې بېړۍ چې د فارس خلیج له لارې د سوېل ختیځ په لور روانه وه، د بېړۍ کیڼ اړخ له لوري د دوو نامعلومو توغندیو هدف ګرځېدلې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې یوه ورځ وړاندې هم د قطر د مایع ګازو لېږدونکې یوه بېړۍ په نښه شوې وه، چې د سیمې د هېوادونو سخت غبرګونونه یې راپارولي وو.
د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) پر دغې پېښې اندېښنه ښودلې او دا یې په سیمه کې د تاوتریخوالي ''خطرناک زیاتوالی'' بللی دی. یادې شورا خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه د سیمې امنیت او د نړیوالو سمندري لارو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخوي.
د امریکایي مجلې بلومبرګ د راپور له مخې دغه بېړۍ د پاکستان پر لور روانه وه او اسلاماباد یې د خوندي تګ راتګ لپاره له تهران سره هم اړیکې نیولې وې.
د بېړیو د تعقیب پلاټفورم MarineTraffic د معلوماتو له مخې، د «المایده» په نوم ایل این جي بېړۍ د اکتوبر په ۳۰مه د قطر د راس لفان د ګازو له پروسس مرکز څخه روانه شوې وه او ټاکل شوې وه چې د نومبر په ۲مه د کراچۍ پورټ قاسم بندر ته ورسېږي، خو لا هم د فارس خلیج په اوبو کې ده.
تر اوسه پاکستان په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او ایراني چارواکو هم څه دي ویلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د قطر ګاز ټرانسپورټ شرکت 'ناقلات' اړوند 'المایده' بېړۍ د جمعې په ماښام د نامعلومو توغندیزو یا الوتونکو شیانو هدف ګرځېدلې ده.
قطر تر اوسه کوم هېواد د دې برید مسوول نه دی بللی، خو ټینګار یې کړی چې دا پېښه د نړیوالې انرژۍ رسونې او سمندري امنیت لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.


















