د پوستکي د ځوان ښکاره کېدو لپاره څه وخورو؟

نباتي خواړه، صحي غوړ او تخمیر شوي خواړه کولی شي د پوستکي ګونځې کمې کړي، د کولیجن تولید زیات کړي او د پوستکي جوړښت او نرموالی ښه کړي.
د عکس تشریح، نباتي خواړه، صحي غوړ او تخمیر شوي خواړه کولی شي د پوستکي ګونځې کمې کړي، د کولیجن تولید زیات کړي او د پوستکي جوړښت او نرموالی ښه کړي.
    • Author, میلیسا هوګنبوم
    • دنده, د روغتیا مشره خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

پوستکی د انسان د بدن تر ټولو لوی غړی دی او باید د ټول عمر لپاره زموږ بدن وساتي. پر دې سربېره چې ښه ساتل شوی پوستکی موږ ځوان ښکاره کوي، د پوستکي روغتیا زموږ د بدن د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده.

خو پوستکی زموږ د بدن او بهرني چاپېریال ترمنځ د محافظتي پردې په توګه د بېلابېلو زیانونو له خطر سره مخامخ دی.

د چاپېریال ګڼ عوامل د پوستکي په زړېدو کې ونډه لري، چې پکې د هوا ککړتیا، اوزون (یو ګاز دی چې له درېیو اکسیجن اتومونو جوړ شوی دی) او د اقلیم بدلون شامل دي.

دا خبره د چاپېریالي طب لپاره د لایبنیتز څېړنیز انسټیټیوټ د پوستکي ناروغیو استاد ژان کروټمن کوي.

کروټمن وايي: "موږ لسیزې فکر کاوه چې د الټرا وایلیټ (UV) وړانګې د چاپېریال له امله د پوستکي د زړېدو اصلي لامل دي، خو اوس پوهېږو چې دا خبره سمه نه ده."

د الټرا وایلیټ وړانګې د انرژۍ یو ډول دی چې له لمر خپرېږي.

نوموړی زیاتوي: "د طبیعي لمر په رڼا کې د څپو نور ډولونه هم د پوستکي په زړېدو کې ونډه لرلی شي؛ د بېلګې په توګه، د لید وړ رڼا او انفرارېډ وړانګې." د هغه په وینا، ان د تودوخې ډېروالی هم په دې بهیر کې ونډه لرلی شي.

د عمر زیاتېدل هم یو بل عامل دی.

د عمر په تېرېدو موږ په تدریجي ډول کولیجن له لاسه ورکوو.

کولیجن هغه پروټین دی چې پوستکي ته جوړښت ورکوي او د هغه په ټینګښت کې مرسته کوي.

یو بل مهم خو له پامه غورځول شوی عامل چې د پوستکي په ښه ساتلو کې مرسته کولی شي، زموږ خواړه دي.

له صحي غوړو نیولې تر تخمیر شویو خوړو پورې، ځینې خواړه د پوستکي د روغتیا په ساتلو کې مرسته کولی شي.

مېوه

۱. رنګارنګ مېوې او سبزیجات

د پام وړ څېړنې ښيي چې د نباتي خوړو بډایه رژیم د پوستکي د روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري.

هڅه وکړئ رنګارنګ مېوې او سبزیجات وخورئ، ځکه چې پیاوړي انټي‌اکسیدنټونه ( یو ډول مواد چې د حجرو او نسجونو د خرابېدو مخه نیسي‌ او یا دا بهیر ورو کوي) لري او د هوا ککړتیا او لمر وړانګو له امله د پوستکي د زیان په مخنیوي کې مرسته کوي.

ګازرې، مرچک او روميان د کاروتینویډونو بډایه سرچینې دي، چې لوټین، لایکوپین او بېټا کاروتین پکې شامل دي.

د ینا پوهنتون د خوړو د کیمیا استاد فولکر بوم وايي: "دا مواد د بدن په شحمي نسجونو کې زېرمه کېږي او د الټرا وایلیټ (UV) وړانګو پر وړاندې د ساتنې دنده لري".

که څه هم د لمر ضد کریم (سن‌کرېم) کارول لا هم مهم دي، بوم وايي چې خلک عموماً دغه کرېم هغه مهال کاروي چې د اوږدې مودې لپاره بهر وي، نه هره ورځ. د نوموړي په وینا، د کاروتینویډونو بډایه خوړو منظم خوړل د کال په اوږدو کې د لمر د وړانګو پر وړاندې "د شاوخوا دوه تر درې برابرو پورې د ساتنې یو دوامدار بنسټیز اغېز" رامنځته کوي.

رومي بانجانو یا ګازرو ته د زیتون د تېلو په څېر د صحي غوړو لږ مقدار ورزیاتول له بدن سره مرسته کوي چې دغه انټي‌اکسیدنټونه په اسانه جذب کړي.

بېټا کاروتین په ویټامین A هم بدلېدای شي.

دا ویټامین د پوستکي د حجرو د ودې او د پوستکي د انتاناتو پر وړاندې د ساتنې لپاره مهم دی.

کاروتینویډونه ( یو ډول مواد چې په بدن کې د ویټامینونو په تولید کې مرسته کوي) د پوستکي له حجرو سره د هایالورونیک اسید په تولید کې هم مرسته کولی شي.

دا ماده د پوستکي د ټینګښت او ارتجاعیت (بېرته خپل پخواني حالت ته ستنېدو) په ساتلو کې مهم رول لري او په ډېرو لندبل ورکوونکو او د زړښت ضد کریمونو کې هم موندل کېږي.

دغه رنګ‌لرونکي مواد ښايي د کولیجن په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.

په یوې کوچنۍ څېړنه کې، هغو مېرمنو چې د لسو میاشتو لپاره یې هره ورځ د کاروتینویډونو بشپړوونکي اخیستي وو، د پوستکي په کولیجن او الاستین کې یې ښه‌والی لیدل شوی و. دا موندنه ښيي چې دغه مواد ښايي د کولیجن د ماتېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په پای کې، څېړنو موندلې چې د رنګارنګ مېوو او سبزیجاتو ډېر خوړل د پوستکي په سالمه او ځلانده بڼه کې مرسته کوي.

کروټمن وايي، د دې ګټو د ترلاسه کولو لپاره باید دغه خواړه په دوامداره توګه وخوړل شي.

نوموړی زیاتوي: "هر انټي‌اکسیدنټ چې تاسو یې خورئ، د چاپېریالي اغېزو پر وړاندې د ساتنې لپاره یې معمولاً له اتو تر لسو اونیو وخت ته اړتیا وي، چې اغېز یې په اندازه کېدونکې توګه څرګند شي."

یادونه: د خوړو له لارې ترلاسه کېدونکې ساتنه د لمر ضد کرېم بدیل نه دی؛ د لمر ضد کرېم منظم استعمال لا هم مهم دی.

دوه ښځې د مېوو پر یوه المارۍ تازه شنه امونه ګوري. یوه یې کوچنی ام په لاس کې نیولی، په داسې حال کې چې بله یې یو لوی ام خپل مخ ته نږدې نیولی او بوی یې کوي.
د عکس تشریح، ام د پوستکي د ځوانې بڼې په ساتلو کې مرسته کولی شي.

څېړنو موندلې چې ام د عمر په زیاتېدو د پوستکي د ځوانې بڼې په ساتلو کې مرسته کولی شي.

د کالیفورنیا د ډیویس پوهنتون څېړونکې ویویان فام د هغو مېرمنو په اړه یوه څېړنه کړې چې د میاشتني عادت د بهیر له بندېدو وروسته یې ژوند کاوه.

د څېړنې ګډونوالو د ۱۶ اونیو په موده کې، په اوونۍ کې څلور ځله ۸۵ ګرامه ام خوړل.

څېړونکو وموندله چې دې کار د پوستکي د موجودو ګونځو اندازه کمه کړه او د نویو ګونځو شمېر یې هم راټیټ کړ.

که څه هم لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

خو په حیرانوونکې توګه، څېړنې وموندله چې هره ورځ د شاوخوا ۲۵۰ ګرامه ام خوړل د پوستکي ګونځې زیاتوي.

د دې څېړنې یو له شریکو لیکوالانو رابرټ هکمن، چې د کالیفورنیا د ډیویس پوهنتون د تغذیې استاد هم دی، وايي چې لا روښانه نه ده ولې داسې کېږي، خو ښايي لامل یې په ام کې د طبیعي خوږوالي لوړه کچه وي.

هکمن وايي: "زموږ اټکل دا دی چې بورې د پوستکي مالیکولونو ته یو څه زیان رسولی وي." هغه زیاتوي چې که څه هم څېړنه کوچنۍ وه، خو د هغې په تعقیب یوه بله څېړنه، چې لا نه ده خپره شوې، ورته پایلې یې تکرار کړې دي.

ام او لیمو ګډې مېوې د ویټامین سي بډایه سرچینې هم دي.

دا ویټامین له بدن سره د کولیجن په تولید کې مرسته کوي او د انټي‌اکسیدنټ په توګه هم عمل کوي، چې پوستکی د لمر له زیانونو ساتلی شي.

کروټمن وايي، څېړنې ښيي چې ویټامین سي ښايي د پوستکي د رطوبت په ښه کولو او د تورو داغونو په کمولو کې مرسته وکړي.

۲. صحي غوړ

د مغز لرونکو توکو او تخمونو ډېر خوړل د پوستکي روغتیا ته ګټه رسولی شي.

په یوه کوچنۍ څېړنه کې موندل شوې هغو کسانو چې د ۱۶ اونیو لپاره یې د سپک خوراک په توګه بادام خوړل، د هغو کسانو پرتله یې د پوستکي ګونځې لږې څرګندې وې چې بل ډول خوراک یې کاوه.

ویټامین E، چې په مغز لرونکو توکو او تخمونو کې په زیاته اندازه موندل کېږي، د پوستکي د حجرو د زیان او زړېدو مخه نیولی شي.

د دې ویټامین کمښت د پوستکي پر روغتیا اغېز کوي او د ټپونو د رغېدو بهیر ورو کولی شي.

د ویټامین E ښې سرچینې بادام، "فندق" (جلغوزي ته ورته مېوه)، جلغوزي او د ډېرو تخمونو غوړي دي.

مغز لرونکي توکي د اومیګا-۶ شحمي اسیدونه هم لري، چې د پوستکي د محافظتي خنډ په پیاوړتیا کې مرسته کوي او پوستکی خپل رطوبت ښه وساتي.

د صحي غوړو بل ډول چې د پوستکي لپاره ګټور بلل کېږي، اومیګا-۳ دی، چې په غوړو لرونکو کبانو او الجي (اوبړن بوټي یا الګي) کې موندل کېږي.

هغه کبان چې په اومیګا-۳ بډایه دي، سالمون، سارډین او مکرل پکې شامل دي.

کوچنۍ څېړنې ښيي چې دغه کبان ښايي د لمر وړانګو ته د پوستکي حساسیت کم کړي او په دې توګه د لمر له زیانونو څخه په ساتنه کې مرسته وکړي.

غوړ لرونکي کبان همدارنګه د پوستکي د موجود کولیجن په ساتلو او د التهاب په کمولو کې مرسته کوي.

۳. د کولمو روغتیا ته ګټور خواړه

یو کس د کورني کیمچي د جوړولو لپاره سبزیجات په یوه ښیښه‌یي مرتبان کې اچوي، څو تخمیر شي.
د عکس تشریح، تخمیر شوي خواړه، لکه کیمچي، د کولمو ګټورو میکروبونو ته غذا برابروي او د هغوی په وده کې مرسته کوي.

کله چې موږ د تازه مېوو او سبزیجاتو، مغز لرونکو توکو او تخمونو بډایه او ډول-ډول خواړه خورو، د کولمو ګټور میکروبونه ترې ګټه اخلي او زموږ د پوستکي روغتیا هم ورسره ښه کېدای شي.

لامل یې دا دی چې د کولمو روغتیا او د پوستکي روغتیا له یو بل سره نژدې او پېچلې اړیکه لري.

څېړونکي دې اړیکې ته "د کولمو او پوستکي محور یا چورلیځی" وايي.

کله چې موږ بېلابېل نباتي خواړه خورو، د کولمو میکروبونه داسې مرکبات تولیدوي چې د التهاب ضد او انټي‌اکسیدنټ ځانګړتیاوې لري.

د رابرټ هکمن په وینا، دغه مرکبات زموږ پر پوستکي هم اغېز کوي.

د کولمو د میکروبونو د ټولګې (Gut Microbiome) ښه روغتیا د معافیتي سیستم په پیاوړتیا پوستکي د ځینو ناروغیو په ښه کېدو کې هم مرسته کولی شي.

د دغو ګټو د ترلاسه کولو یوه لاره د بېلابېلو نباتي خوړو خوړل دي. په دې خوړو کې مېوې او سبزیجات، دالونه او نور حبوبات، بشپړې غلې دانې، بوټي او مسالې شاملې دي.

دغه ډول خواړه د فشار په کمولو، د خوب په ښه کولو او د پوستکي د ځینو ناروغیو، لکه سوریاسیس (Psoriasis) پر وړاندې په ساتلو کې مرسته کولی شي. سوریاسیس د پوستکي یوه ناروغي ده چې د وچو، پوټکي‌پوټکي شویو، خارښ لرونکو او دردناکو داغونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

تخمیر شوي خواړه، لکه ساورکراوټ (تخمیر شوې کرم‌پاڼې)، کیمچي (د کوریايي سبزیجاتو تخمیر شوی خوراک)، کمبوچا (تخمیر شوی چای) او مستې هم د کولمو د ګټورو میکروبونو د تغذیې لپاره په ځانګړي ډول ګټور دي.

کېدای شي تاسو د تل لپاره ۳۰ کلن ښکاره نه شئ، خو سالم خواړه به له راتلونکو کلونو سره ستاسو د پوستکي د روغتیا په ساتلو کې مرسته وکړي. د لمر ضد کرېم کارول هم ډېر مهم دي.