کرېکټ: افغانستان د پچې له ګټلو سره زېمبابوې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د شل اوریزو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د متحده عرب امارتو په شارجه کې روانه ده.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې زېمبابوې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي، لومړنۍ دوې یې افغانستان ګټلې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې د نننۍ لوبې لپاره د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ محمد اکرم، صديق الله اتل، اعجاز احمدزی، نور رحمان، عظمت الله عمرزی، عبدالله تره خېل، راشد خان، نور احمد، عبدالله احمدزی او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.
د يادولو وړ ده چې د همدې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمې بولي.














