ټرمپ د روسیې پر وړاندې څو بندیزونه معاف کړل، خو د امریکا نوی قانون نافذ شو

Trump and Putin speaking during a visit to Alaska
د عکس تشریح، د روسیې پر وړاندې بندیزونه یوه اونۍ وروسته له هغه ځنډول کېږي چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ، امریکا د نړیوالې انرژۍ د بیو د راټیټولو لپاره له روسیې د ډیزلو د پېرودلو موافقه کړې ده.
    • Author, مکس مټزا
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ بندیزونه، محدودیتونه او ګمرکي تعرفې ځنډولي دي، چې ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ نافذ شي.

هغه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو ویلي چې د ځینو بندیزونو ځنډول د متحده ایالاتو د "ملي ګټو" په اډانه کې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ دا اجرائیوي فرمان په داسې وخت کې صادر شوی چې نوموړي د روسیې پر وړاندې نسبتاً متوازنه تګلاره غوره کړې او په ښکاره یې د اوکرایین پر ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي نیوکې کړې دي. هغه همدارنګه په اوکرایین کې د نوي مشرتابه د ټاکلو ملاتړ هم کړی دی.

د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د هغه طرحې له مخې، چې په کانګرس کې یې اصلي ملاتړی سناتور لینډسي ګرېهام و او څو ورځې وړاندې مړ شوی، ټاکل شوې وه چې د روسیې له خوا امریکا ته پر ټولو صادرېدونکو توکو، د خامو تېلو او ګازو په ګډون، تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګول شي.

د روسیې پر وړاندې بندیزونه یوه اونۍ وروسته له هغه ځنډول کېږي چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ، امریکا د نړیوالې انرژۍ د بیو د راټیټولو لپاره له روسیې د ډیزلو د پېرودلو موافقه کړې ده.

ډونلډ ټرمپ د سپټمبر په نیمایي کې هغه لایحه لاسلیک کړې وه چې د "لینډسي ګرېهام قانون" په نوم یادېږي او موخه یې پر روسیې او ایران د بندیزونو لګول وو.

Zelensky
د عکس تشریح، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ دا اجرائیوي فرمان په داسې وخت کې صادر شوی چې نوموړي د روسیې پر وړاندې نسبتاً متوازنه تګلاره غوره کړې او په ښکاره یې د اوکرایین پر ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي نیوکې کړې دي

سربېره پر دې، په دغه قانون کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د روسیې د حکومت د لوړپوړو چارواکو، بانکونو او نورو مالي بنسټونو پر وړاندې بندیزونه هم شامل دي. دغه راز، د روسیې پر هغو تېل‌وړونکو ټانکرونو هم بندیزونه په پام کې نیول شوي چې د موجوده بندیزونو د مخنیوي لپاره د روسیې د "سیوري بېړیو" په نوم یادېږي.

د پنجشنبې په ورځ، د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو ۲۰ غړو یو لیک خپور کړ او له ټرمپ څخه یې وغوښتل چې نوي قانون ته درناوی وکړي. ټاکل شوې ده دغه قانون د اکتوبر په ۱۸مه نافذ شي.

د کانګرس غړو د بندیزونو د لایحې د لاسلیکولو له امله د ټرمپ مننه وکړه او د قانون د "بشپړ او صادقانه پلي کولو" غوښتنه یې ترې وکړه.

د ویرجینیا ایالت د کانګرس غړي ډان بایر په ګډون د ډیموکرات ګوند ځینو غړو لا دمخه د ټرمپ پر دې پرېکړې نیوکې کړې دي. دوی نوموړی تورن کړی چې مسکو ته یې تسلیم شوی او له کییف او زلنسکي څخه یې مخ اړولی دی.

د اکتوبر په ۹مه، ټرمپ اعلان وکړ چې له پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي او له مسکو یې د ډیزلو د پېرودلو موافقه کړې ده.

په فبرورۍ میاشت کې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې، په امریکا کې د سون توکو، په ځانګړې توګه د ډیزلو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. دې کار پر هغو امریکايي رایه ورکوونکو مالي فشار نور هم زیات کړی چې له وړاندې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو په اړه اندېښمن دي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وېس سټرېټینګ
د عکس تشریح، د بریتانیا د دفاع وزیر وېس سټرېټینګ وویل د دې پوځي تمرین موخه "دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو، موږ د هغو پوځي روزنو او له جګړې وروسته د بیارغونې د هڅو د ملاتړ لپاره چمتو یو چې اوکرایین ورته اړتیا لري".

د امریکا متحدینو د ډیزلو پر دې معاملې نیوکې کړې دي، ځکه اندېښنه لري چې دا کار ښايي د جګړې په دوام کې له روسیې سره مرسته وکړي.

راتلونکې میاشت به د بریتانیا، فرانسې او جرمني سلګونه سرتېري، چې د اوکرایین مهم اروپايي متحدین دي، د پولنډ په یوه لوی پوځي تمرین کې ګډون وکړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وېس سټرېټینګ وویل د دې پوځي تمرین موخه "دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو، موږ د هغو پوځي روزنو او له جګړې وروسته د بیارغونې د هڅو د ملاتړ لپاره چمتو یو چې اوکرایین ورته اړتیا لري".

د اکتوبر په ۱۱مه، د یکشنبې په ورځ، ټرمپ ادعا وکړه چې روسیې او اوکرایین د "انرژۍ پر اوربند" موافقه کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې دغه اوربند "سملاسي نافذېږي"، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.

زیلېنسکي د دې اعلان په اورېدو خپله حیرانتیا څرګنده کړه، خو ویې ویل چې که روسیه بریدونه ودروي، کییف به هم خپل بریدونه ودروي. خو مسکو وویل چې هېڅکله یې له دې موافقې سره هوکړه نه ده کړې او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړ.

درې ورځې وروسته، کېیف هم خپل بریدونه بېرته پیل کړل.

د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که کېیف د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه ونه دروي، نو ښايي له اوکرایین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول وځنډوي یا یې بند کړي. دا معلومات د اوکرایین د دفاع لپاره حیاتي ارزښت لري.