د طالبانو حکومت پر هغه پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې چې افغان کډوال به له امریکا پاکستان ته لېږدول کېږي

کابل
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ویل شوي یې ښايي د امریکا متحده ایالات یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ټینګار کړی چې د خپل هېواد د وګړو د حقونو ساتنه خپله مسؤلیت بولي او افغانانو سره باید د نړۍ په هر ځای کې د هغو هېوادونو د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت د درناوي له مخې چلند وشي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل هم ویلي "د هېڅ درېیم هېواد لپاره دا مناسبه نه ده چې د بل هېواد د ښاریانو راتلونکی د معاملې موضوع وګرځوي، که دا د محدودو او موقتي ګټو د ترلاسه کولو لپاره وي او یا د بل هر مقصد له مخې وي. "داسې پرېکړې د انساني وقار، حقوقو او منل شویو اخلاقي او انساني اصولو پر خلاف کېدای شي." ښاغلي تکل دا هم ویلي چې امریکا دې د افغان کډوالو په تړاو "مسؤلانه او متوازن چلند" غوره کړي.

د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو غوښتي چې له مسؤلیت او پوره احتیاط کار واخلي او د افغان وګړو د برخلیک په اړه هره پرېکړه د یوې هوکړې، مناسبې همغږۍ او د هغوی د مشروع حقونو، غوښتنو او انساني کرامت د درناوي پر بنسټ وکړي.

ویناپاڼه کاږي چې "اسلامي امارت د متقابل تفاهم پر بنسټ د عملي همکاریو لپاره چمتو دی او ټینګار یې کړی چې درېیم هېوادونه باید د نورو هېوادونو د اتباعو برخلیک د لنډمهالو امتیازاتو یا نورو ملاحظاتو په بدل کې د معاملې وسیله ونه ګرځوي."

د طالبانو حکومت یادونه کړې چې " د خپلو اتباعو د باعزته، خوندي او داوطلبانه بېرته ستنېدو په برخه کې د همکارۍ پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی."

امریکايي چارواکو تر اوسه د طالبانو حکومت د دې اندېښنو او څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو هم د ټرمپ د ادارې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له امریکا وباسي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې او اېن‌بي‌سي نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ټاکل شوې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته واړول شي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې د درېیو امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي چې په لویزیانا کې لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي.