BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • پولیس

    بریتانیا کې اوه افغانان د 'ماشومانو پر جنسي ځورونې' تورن شوي دي

    په بریتانیا کې ۷ افغانان د ماشومانو پر جنسي ځورونې تورن شوي دي. د ماشومانو د ډله ییزې جنسي ځورونې په اړه د یوې څېړنې په ترڅ کې دغه یاد کسان پر ۴۰ مواردو تورن شوي دي. د تېرې جمعې په ورځ یو بل کس په ایرلند کې د همدغې قضیې په تړاو نیول شوی دی.

  • یوه کس نوی د امریکا د تابعیت د ترلاسه کولو پر مهال د لوړې وخت کې د دغه هېواد بیرغ لاس کې نیولی

    د امریکا د ګرین کارډ پروسه کې نوی بدلون:‌ غوښتنه یې باید له بهره وشي

    د امریکا متحدو ایالتونو یوه نوې تګلاره اعلان کړې چې له مخې یې ډېری کډوال چې د ګرین کارډ غوښتنه کوي باید له دغه هېواده ووځي او بهر د امریکا په کوم سفارت یا قونسلګرۍ کې خپل غوښتنلیک وسپاري. د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (یواېس‌سي‌ای‌اېس) د جمعې پر ورځ ویلي، هغه کسان چې غواړي خپل د مېشتېدو حالت بدل کړي، نو له "ډېرو استثنايي حالاتو" پرته باید دا پروسه له هېواده بهر د قونسلګریو له لارې ترسره کړي.

  • کابل

    ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶۰ سلنې ډېر خلک په بې‌پلانه ښاري سیمو کې اوسي

    ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نږدې درې میلیارده خلک په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي. په افغانستان کې هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي په غیررسمي یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو په څېر بنسټیزو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

  • شهباز شریف

    شهباز شریف په څلور ورځني سفر چین ته تللی

    د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه ویناپاڼه کې ویلي، شهباز شریف د شنبې پر سهار د یوه څلور ورځني سفر په موخه د چین هانګژو ښار ته روان شو. د اعلامیې پر بنسټ له هغه سره دغه سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د پلان وزير احسن اقبال، د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ، د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزيره شزا فاطمه خواجه ملتیا کوي.

  • عاصم منیر او عباس عراقچي

    د ایران او امریکا ترمنځ د سولې لپاره د پاکستان او قطر پراخې هڅې؛ سي‌بي‌اېس نیوز: امریکا پر ایران نویو بریدونو ته ځان چمتو کوي

    د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې پر ورځ تهران ته له رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • UN Human Rights Office
  • fire
  • بغلان کې سېلاب
  • غوایی
  • کوتل
  • سټوډیو کې د کلاشنیکوف زدکول
  • د یوې نجلۍ انځور چې د سرو زرو ګاڼې یې اچولې دي.
  • طارق وزیر
  • US JETS
  • ترکیه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • افغان ښځينه لوبډله سره راټوله او د یوې بلې پر لاسونو یې لاسونه ایښي دي.

    د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله انګلنډ ته ځي

    د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله سږ کال دوبی انګلنډ ته ځي. دا سفر یې په نړیوالو سیالیو کې د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د پرله‌پسې هڅو برخه ده. د دې افغان لوبډلې تر ۲۰ ډېرې لوبغاړې وروسته له هغه اسټرالیا ته جلاوطنه او هلته د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د لوبو په ګډون یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

  • حج/کعبه

    د حج د اساسي مناسکو لارښود

    حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.

  • د تفریق اصولنامه

    ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي‌ او ارزښت باید ورنه کړل شي.

  • دا انځور د ۲۰۲۶ د مې پر ۲۰مه د سوریې دمشق کې اخیستل شوی چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع پر خپل موبایل اخیستی. عکس د ټرمپ لخوا الشرع ته ته د ډالۍ شویو عطرونو دی.‌

    احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ

    د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي