د مشهور پاکستاني ټېک ټاکر مسټر پتلو په واده کې ټېل ماټېل؛ دوه کسان مړه او ګڼ نور ټپيان دي

د ټېک ټاکر د واده مراسم له څو ورځو راهیسې روان وو او ځايي پولیس وايي، د شنبې پر شپه د نکریزو مراسم په یوه لوبغالي کې ترسره کېدل.
د عکس تشریح، د ټېک ټاکر مسټر پتلو د واده مراسم له څو ورځو راهیسې روان وو
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان د پنجاب یوه مشهور ټېک ټاکر انصر محمود، چې په 'مسټر پتلو' مشهور دی، د دغه ایالت له اعلی وزیرې مریم نواز او د پاکستاني پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر غوښتي، چې دی باید په خپل واده کې د ګډوډۍ او ټېل ماټېل مسوول و نه بلل شي، چې دوه کسان پکې مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، روغتیا یې چې ښه شي، پخپله به ځان پولیسو ته وسپاري.

په رپوټونو کې راغلي چې د مسټر پتلو د واده مراسم د پنجاب سیالکوټ سیمه کې له څو ورځو راهیسې روان وو او ده یې پر خواله رسنیو تصویرونه هم خپرول.

ځايي پولیس وايي، د شنبې پر شپه د سیمې په یوه کرېکټ لوبغالي کې د 'نکریزو مراسم' روان وو او مسټر پتلو د دغو مراسمو ګډونوالو لپاره د نغدو پیسو، موټرو، موټر سایکلونو او نورو ډالیو اعلان کړی و.

پولیس وايي، همدا وه چې ګڼ شمېر خلک ورغلي وو.

د پولیسو په رپوټ کې ویل شوي، په همدې ترڅ کې مسټر پتلو له خلکو وغوښتل چې ژر لوبغالي ته دننه شي، په یوه وخت ګڼو خلکو د ننوتلو هڅه کوله او په همدې ټېل ماټېل کې یو کس مړ او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.

یو ټپي شوی کس وروسته په روغتون کې مړ شو.‌

پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې هم ښکاري، چې له لوبغالي بهر د خلکو ګڼه ګوڼه ده او بیا ناڅاپه هڅه کوي چې لوبغالي ته دننه شي.

ساتونکي د خلکو د راګرځولو او مخنیوي هڅه کوي، د کوتکو ګوزارونه هم لیدل کېږي. ساتونکي هڅه کوي خلک بېرته له لوبغالي وباسي.

بي بي سي نشي کولی د دې ویډیو کره‌والی په خپلواکه توګه تائید کړي.

یوه ځايي اوسېدونکي محمد رفیق، چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی او ټپي شوی، د بي بي سي اردو څانګې ته وویل:

''کله چې د لوبغالي دروازې پرانیستل شوې، ټولو خلکو هغې خوا ته منډې کړې. خلکو فکر کاوه چې هر څوک لومړی ننوځي، هغه ته به جایزه ورکړل شي، او څوک چې بهر پاتې شي له جایزې به بې برخې شي.''

د مسټر پتلو په وینا، ده غوښتل د خپل واده خوښۍ له خلکو سره شریکې کړي او ګډونوالو لپاره یې جایزې او انعامونه هم د همدې لپاره اعلان کړي وو.

هغه منلې، چې دا پېښه د زیاتې ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له کبله شوې، داسې څه چې د نوموړي په وینا ده یې هېڅ تصور نه کاوه.

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې ګڼ شمېر کسان له لوبغالي بهر ولاړ دي او بیا ناڅاپه لوبغالي ته د ننوتلو هڅه کوي.
د عکس تشریح، پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې ګڼ شمېر کسان له لوبغالي بهر ولاړ دي او بیا ناڅاپه لوبغالي ته د ننوتلو هڅه کوي.

بل لور د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د یکشنبې پر شپه پر ایکس خواله رسن‍ۍ یوه بیان کې پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې: ''دغه ټېک ټاکر د خپل نفوذ او اغېز په کارولو سره قانون بې‌اغېزې کوي.''

نوموړي زیاته کړې:

''دا ټوله ډرامه دغه ټېک ټاکر د لا ډېرو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره جوړه کړې وه. جایزې یې د ده پانګونه وه او ګټه یې له ټولنیزو رسنیو ترلاسه کېدله. د سیمې د بېوزلو خلکو پر بیوزلۍ ملنډې ووهل شوې او د لویې ګڼې ګوڼې په ترڅ کې د رامنځته شوې ګډوډۍ له امله دوه انسانان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.''

خواجه اصف زیاته کړه:

''بې‌مهاره او بې‌کنټروله ټولنیزې رسنۍ د ټولنې او دولت لپاره وژونکی زهر ثابتېدای شي، باید حساب ورسره وشي.''

سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي، که څه هم دغه ټېک ټاکر ته د 'ډسکه واټ په اوږدو کې په فراز سپورټس سټېډیم کې د نکریزو مراسمو' لپاره اجازه‌ لیک ورکړل شوی و، خو دغه اجازه‌ لیک وروسته له ټاکل شویو شرایطو د سرغړونې له لامله لغو شو.

چارواکي وایي چې د اجازې له لغوه کېدو سره سره مراسمو ته چمتووالي او د خلکو راټولېدلو دوام وموند، وروسته پکې هله‌ګوله او بې‌ نظمۍ رامنځته شوه.

ځايي پولیس وايي، د ټېک ټاکر انصر محمود او یو شمېر نورو کسانو خلاف یې قضیه ثبت کړې او په دې لړ کې شپږ کسان نیول شوي هم دي.

د پولیسو په خبره مسټر پتلو او ځینې نور تورن کسان تښتېدلي او د نیول کېدو هڅې یې روانې دي.