BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ: ایران او امریکا هوکړې ته ډېر نژدې شوي؛ تهران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړی
نوموړي د امریکا سي بي اېس رسنۍ ته ويلي، "زه یوازې هغه هوکړه لاسلیکوم چې زموږ ټولې غوښتنې په کې پوره شوې وي." هغه ټينکار وکړ چې نوې هوکړه بايد ایران "د اټومي وسلو" له ترلاسه کولو او د غني شويو يورانيو له "ناسم مديريت" څخه راوګرځوي که نه "اصلا خبرې پرې نشي کېدلی".
پخوا به حاجیان د نړۍ له هر ګوټه له کومو تاریخي لارو حج ته تلل؟
د حاجیانو ټینګار پر دې چې د "حاج" لقب وساتي، له هغه ژور ارزښته سرچینه اخلي چې د مکې او مقدسو ځایونو څخه لرې مېشتو مسلمانانو لپاره لري. هغوی اوږده واټنونه وهلي، د تیږو او سختو ډبرو له امله یې پښې زخمي شوې او د بیت الله (کعبې) په لور په خپل سفر کې یې لوږه او تنده زغملې ده.
سپینې ماڼۍ ته نژدې د امنيتي کسانو په ډزو کې مشکوک بریدګر وژل شوی
د امریکا استخباراتي اداره وايي له سپينې ماڼۍ بهر یو وسله وال کس د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی. د امریکا د استخباراتي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د شنبې په ماښام له شپږو بجو وروسته یوه کس د ۱۷ کوڅې او پېنسلونيا اوېنيو په سیمه کې وسله راوايستله او ډزې یې پيل کړې.
د امریکا د ګرین کارډ پروسه کې نوی بدلون: غوښتنه یې باید له بهره وشي
د امریکا متحدو ایالتونو یوه نوې تګلاره اعلان کړې چې له مخې یې ډېری کډوال چې د ګرین کارډ غوښتنه کوي باید له دغه هېواده ووځي او بهر د امریکا په کوم سفارت یا قونسلګرۍ کې خپل غوښتنلیک وسپاري. د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (یواېسسيایاېس) د جمعې پر ورځ ویلي، هغه کسان چې غواړي خپل د مېشتېدو حالت بدل کړي، نو له "ډېرو استثنايي حالاتو" پرته باید دا پروسه له هېواده بهر د قونسلګریو له لارې ترسره کړي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶۰ سلنې ډېر خلک په بېپلانه ښاري سیمو کې اوسي
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نږدې درې میلیارده خلک په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي. په افغانستان کې هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي په غیررسمي یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو په څېر بنسټیزو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله انګلنډ ته ځي
د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله سږ کال دوبی انګلنډ ته ځي. دا سفر یې په نړیوالو سیالیو کې د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د پرلهپسې هڅو برخه ده. د دې افغان لوبډلې تر ۲۰ ډېرې لوبغاړې وروسته له هغه اسټرالیا ته جلاوطنه او هلته د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د لوبو په ګډون یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه ولګول.
د حج د اساسي مناسکو لارښود
حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.
ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي.
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































