BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • قالیباف

    ژوندۍ پاڼه , د امریکا ټاکنو ته د ایران غبرګون؛ "امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي"

    په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په اړه چې د ډونلډ ټرمپ ګوند پکې له سختې ماتې سره مخامخ دی، په غبرګون کې ایران ویلي چې امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي. دا څرګندونې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کړې دي. هغه پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "امریکایانو جګړې ته نه وویل او موږ د دې پیغام ملاتړ کوو". ښاغلي قالیباف همداراز لیکلي چې که امریکايي چارواکي د خلکو دا پیغام له پامه وغورځوي نو بیا به "زموږ نه ویل د دوی خوبونه وتښتوي".

  • په امریکا کې افغان کډوال

    امریکایۍ محکمې د نژدې ۱۵۰ افغان کډوالو ایستلو په تړاو د ټرمپ پلان مخه نیولې

    د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي. د امریکا نیویارک د سویلي حوزې محکمې قاضیې والري کاپروني پرېکړه کړې چې امریکا نه شي کولی د روانې اوونۍ په اوږدو کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته واستوي.

  • د امریکا ولسمشر

    د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټرمپ ګوند له تاریخي ماتې سره مخامخ دی

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د ولسي جرګې (استازو جرګې) او مشرانو جرګې (سنا) دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي. په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.

  • د امریکا منځمهاله ټاکنې

    د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږي؟ ولې یې منځمهاله ټاکنې بولي؟

    په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.

  • امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    امریکا کې منځمهاله ټاکنې؛ د ټرمپ د دورې پاتې موده کې به څوک د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي؟

    د امریکا د منځمهالو ټاکنو د رایې ورکولو ورځ ده. میلیونونه امریکایان د دې ټاکلو لپاره رایې کاروي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو پر مهال به د کانګرېس کنټرول د کوم ګوند په لاس کې وي.

  • امریکا پوځ

    امريکا د ایران پر قشم ټاپو محدود بريدونه کړي

    امريکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، امريکا د هرمز تنګي په قشم ټاپو هوايي بريدونه کړي دي. د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په دغه ټاپو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

  • د فوټبال د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په سعودي کې وشي، پر کوربه هېواد د یو لړ خونړیو بریدونو له امله ځنډول شوې دي. د ۲۴ لوبډلو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۷مې د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې پلان شوې وې، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې کېږي.

    د فوټبال اسیا جام سیالۍ پر سعودي د بریدونو له کبله وځنډول شوې

    د فوټبال د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په سعودي کې وشي، پر کوربه هېواد د یو لړ خونړیو بریدونو له امله ځنډول شوې دي. د ۲۴ لوبډلو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۷مې د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې پلان شوې وې، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې کېږي.

  • USA elections

    ویډیو, د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟, موده 1,11

    د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟

  • شبانه محمود پرون د برېتانيا په پارلمان کې د کډوالۍ نوې تګلاره اعلان کړه.

    برېتانيا ته په کوچنیو کښتیو کې تلونکي پناه غوښتونکي به د دايمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو انتظار کوي

    د برېتانيا کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود پر دوشنبه (نومبر دويمه) د خپل هېواد پارلمان ته د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانينو کې د وړانديز شويو بدلونونو نور جزئيات وړاندې کړل. هغې وويل، هغه کسان چې په کوچنیو کښتیو کې او پر خطرناکو لارو برېتانيا ته راځي او نه کار کوي او نه هم زدکړې، د دايمي استوګنې (Permanent Residency) د ترلاسه کولو لپاره به تر ۳۰ کلونو انتظار کوي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ګوربت ننګيال
  • USA elections
  • کابل
  • USA elections
  • USA elections
  • اوکرایین
  • فلوریډا کې د الوتکې غورځېدل
  • ګلبدين نايب او کريم صادق

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر۴ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده

    برنامه نظر و تحلیل شنوندگان

  • واورئ, غرمني خبرونه۴ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر۳ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي