وروستی, د امریکا ټاکنې؛ ډونلډ ټرمپ له تاریخي ماتې سره مخ دی او ډیموکراتان پر دواړو مجلسونو کنټرول ته ور نږدې دي
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي.
په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.
اټکلونه دا دي چې ډیموکراتان به د امریکا د دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي.
د رایو شمېر لا هم روان دی او خلک د وروستیو پایلو اعلان ته شېبې شماري.

د عکس سرچینه، Reuters


