د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږي؟ ولې یې منځمهاله ټاکنې بولي؟

د امریکا منځمهاله ټاکنې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.

منځمهاله ټاکنې څه دي

کانګرېس له دوو برخو جوړ دی د استازو جرګه (ولسي جرګه) او سنا (مشرانو جرګه). ټاکنې هر دوه کاله پس کېږي. کله چې دا ټاکنې د ولسمشر د څلور کلنۍ دورې په منځ کې ترسره شي، منځمهاله ټاکنې بلل کېږي.

د کانګرېس يوه مهمه دنده د فدرالي قوانينو جوړول او تصويبول دي، یعني هغه قوانين چې په ټول هېواد کې پلي کېږي.

د منځمهاله ټاکنو پايلې به څرګنده کړي چې کوم سياسي ګوند به پر کانګرېس کنټرول ولري، د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند او که د اپوزېسيون دېموکرات ګوند. له دې ټاکنو وروسته به دا هم روښانه شي چې ولسمشر به خپل پلانونه په اسانۍ پلي کړي او که به له ستونزو سره مخامخ شي.

د دې ټاکنو پايلې دا هم څرګندولی شي چې د امریکا وګړي تر دې دمه د اوسني ولسمشر له کړنو او کاري فعاليتونو څومره خوښ دي.

څوک ټاکل کېږي؟

د استازو جرګې ټول ۴۳۵ غړي د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دې جرګه کې عموما د قوانينو په اړه بحث کېږي.

بل پلو د سنا جرګې له ۱۰۰ څوکيو څخه د ۳۵ لپاره هم ټاکنې کېږي. د سنا غړي د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د نورو دندو تر څنګ سناتوران هغه وړانديز شوي قوانين تصويبوي یا یې ردوي چې د استازو جرګې ورلېږلي وي.

په همدې ورځ د امریکا د ډېرو ايالتونو رايه ورکوونکي د ايالتي کچې سياستوال هم ټاکي. په کليفورنيا، فلوريډا، جورجیا او مېشېګن ايالتونو کې د واليانو ټاکنې به له هغو وي چې تر ډېره به د خلکو پام پرې راټول وي.

مهمې موضوعګانې کومې دي؟

د امریکا اقتصاد د ډېرو رایه ورکوونکو د اندېښنې وړ موضوع ده، ځکه هغوی د تېلو، خوراکي توکو، کورونو او روغتیايي خدمتونو د بیو له لوړېدو سر ټکوي.

انفلاسیون لا هم له هغې کچې لوړ دی چې د امریکا فدرالي زېرمو (Federal Reserve) ټاکلې دی. د دې یو لامل هغه جګړه ده چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په میاشت کې له ایران سره پیل کړې ده.

دیموکراتان استدلال کوي چې د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو پروګرام هم د امریکایانو لپاره د توکو بیې لوړې کړې دي.

کډوالي هم یوه بله مهمه موضوع ده. جمهوري غوښتونکي وايي چې ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې د خپل ټاکنیز کمپاین یوه مهمه ژمنه عملي کړې ده؛ هغه د پولې امنیت سخت کړی او د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې یې پراخ اقدامات پیل کړي دي، چې ډېری یې له جنجالونو سره هم مل دي.

په وروستیو اوونیو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه اندېښنې لا زیاتې شوې دي. د دواړو ګوندونو لوړپوړو سیاستوالو د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او څارنې پر اړتیا هوکړه کړې ده. په دې توګه، دوی د ټرمپ د دریځ پر خلاف دریځ خپل کړی، ځکه ټرمپ د هغو قوانینو له طرحې سره مخالفت کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ پرمختګ او پراختیا یې کنټرول کړې.