د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د رایې اچولو بهیر پیل شوی دی

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
نن (سېشنبه د نومبر درېیمه) د امریکا د منځمهالو ټاکنو د رایې ورکولو ورځ ده. میلیونونه امریکایان د دې ټاکلو لپاره رایې کاروي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو پر مهال به د کانګرېس کنټرول د کوم ګوند په لاس کې وي.
د رپوټونو له مخې د امریکا د ختیځ په نیو هیمپشایر ایالت کې رایه ورکوونکو سهار وخته د مانچسټر ښار یوه ورزشي تالار ته ورتګ پیل کړی، چې خپلې رایې وکاروي.
د امریکا د ختیځ ساحل پر وخت سهار ۶:۰۰ بجې په ګڼو ایالتونو کې چې نیویارک، نیوجرسي، ویرجینیا، مین او کینټکي شامل دي، د رایې ورکولو مرکزونه په رسمي توګه پرانیستل شوي دي.
په واشنګټن کې خبریال کاوسي ګیامفې اسیدو په خپل رپوټ کې وايي، په ورمونټ کې د رایې ورکولو مرکزونه یو ساعت مخکې پرانیستل شوي وو، په داسې حال کې چې په شمالي کارولینا، اوهایو او لوېدیځه ویرجینیا کې به رایه ورکوونکي د نیم ساعت په موده کې د رایې ورکولو بهیر پیل کړي.
زموږ خبریال وايي، هغسې چې په دې پراخ هېواد کې د رایې ورکولو نور مرکزونه هم پرانیستل کېږي، رایه ورکوونکي به په هغو مهمو ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي چې د امریکا کانګرېس د واک انډول او دغه راز د ځینو ایالتونو د واليانو برخلیک ټاکي.
نږدې ۶۰ میلیونه امریکایانو له وړاندې خپلې رایې کارولي دي
د امریکا د ختیځ په وخت د دوشنبې د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو او (ګرینویچ په وخت) د سې شنبې د سهار تر ۰۴:۳۰ بجو پورې ټولټال ۵۸ میلیونه ۶۷۷ زره ۶۲ رایې ثبت شوې وې.
دې کې نږدې ۳۲ میلیونه رایې په حضوري ډول نږدې ۲۷ میلیونه نورې د رایې د پوست له لارې د ټاکنو تر ورځې مخکې ورکړل شوې دي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا ډېرو ایالتونو د مخکېنۍ رایې ورکولو اسانتیا برابره کړې ده.
د ټاکنیزو نوښتونو او څېړنو مرکز وايي چې د امریکا شاوخوا ۹۷ سلنه پر شرایطو برابر رایه ورکوونکي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې هلته له ټاکنو مخکې رایه ورکول شوني دي.
د نن ورځې د ټاکنو پایلې به یوازې په متحده ایالاتو پورې محدودې اغېزې ونه لري، بلکې اغېزې به یې تر دې هېواد ډېرې هاخوا هم ورسېږي.
منځهاله ټاکنې ډونلډ ټرمپ ته په څه معنا دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرېس دواړه جرګې تر خپل کنټرول لاندې لري، خو دیموکراتان هیله لري چې دومره څوکۍ وګټي چې په دواړو جرګو کې اکثریت ترلاسه کړي.
که دیموکراتان د کانګرېس کنټرول ترلاسه کړي، هغوی به د ډونلډ ټرمپ د پلانونو د مخنیوي لپاره په ښه موقعیت کې وي. دغه راز به وکولای شي د ولسمشر او د هغه د ادارې د غړو په اړه پلټنې پیل کړي.
څنګه چې د شمالي افریقا لپاره د بي بي سي خبریال انتوني زورکر ویلی، دا به ښايي ان د ډونلډ ټرمپ د استیضاح (Impeachment) د هڅې تر پيلولو پورې هم ورسېږي.
د بي بي سي خبریال زیاتوي، د ډېرو خلکو له نظره د منځمهالو ټاکنو پایلې به په ۲۰۲۸ کال کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو وړاندې د رایه ورکوونکو وروستۍ پرېکړه وبلل شي.
دا ټاکنې به د هغه د واکمنۍ د پاتې مودې لپاره سیاسي فضا او تګلاره هم وټاکي.
د نړیوالو چارو لپاره د بي بي سي خبریاله لیزدوسیت په خپله شننه کې وايي، د نظرپوښتنو له مخې، له ایران سره د ډونلډ ټرمپ جګړه د امریکایانو ترمنځ ډېره نامحبوبه ګڼل کېږي.
د هغه دې پرېکړې بیې لوړې کړې او د دواړو، یعنې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له لوري یې اعتراضونه راپارولي دي. منتقدان وايي، نوموړي د کانګرېس له اجازې پرته جګړه پیل کړې ده.
دغه راز داسې هېڅ نښه نه ښکاري چې د هرمز تنګی به ژر بېرته پرانیستل شي. د دې تنګي تړل کېدو د ډیزلو، پټرولو، خوړو او سرې پر بیو مستقیم اغېز کړی دی.
متحدو ایالتونو چې کله د روان کال په فبرورۍ کې د اسرائیل په ملاتړ جګړه پیل کړه، چارواکو ویلي وو چې له څلورو تر شپږو اونیو موده کې به پای ته ورسېږي.
ټرمپ بیا ټینګار کوي چې یو ستر کار چې یې کړی دا دی چې ایران ېې "د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راګرځولی دی.''
په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا بریدونو د ایران پر اټومي تاسیساتو د پام وړ زیانونه واړول، خو د سږ کال کله په ټپه ولاړو او کله روانو غیرمستقیمو خبرو پاموړ پرمختګ ونه کړ.
سره له دې چې د ایران د پوځي وسلو د ځینو برخو په له منځه وړلو کې تاکتیکي بریاوې ترلاسه شوې، د ټرمپ جګړه په پراخه کچه یوه ستراتیژیکه ناکامي بلل کېږي، ځکه چې دې جګړې د ایران مشران لا ډېر پیاوړي او زړور کړي دي.
اوس امریکایان په داسې حال کې خپلې رایې کاروي چې راپورونه ښيي د شخړې د لا پراخېدو امکان هم تر بحث او غور لاندې دی.

















