BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • امریکا

    ټرمپ حکومت یو شمېر افغانان او ایراني کډوال له امریکا د مرکزي افریقا جمهوریت ته استوي

    یوه چارواکي چې د دې موضوع په هکله معلومات لري، رویټرز اژانس ته وویل، په پام کې ده، چې د همدې توافق په چوکاټ کې به د یوې الوتنې له لارې د افغانانو، ایرانیانو او سوریې د کډوالو په ګډون ۲۰ تنه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدول شي.

  • د امریکا د کانګرس لوګو چې شا ته یې د کانګرس ودانۍ هم ښکاري

    د کانګرس لسګونو غړو د ټرمپ‌ له حکومت غوښتي‌ چې د قطر کمپونو کې دېره افغانان دې کانګو ته نه لېږدوي

    د امریکا د استازو جرګې له اتیا ډېرو غړو د ډونلډ ټرمپ له حکومت غوښتي چې له قطره درېیم ناامن هېواد ته د هغو افغانانو د لېږد پلان ودروي،‌ چې له امریکا سره یې همکاري کړې ده. دغو استازو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غوښتي، چې قطر کې له پنډغالو څخه درېیمو هېوادونو ته د سلګونو افغانانو د لېږد طرحې ته بیا کتنه وکړي.

  • تصویر

    ډاکټرې ماه نور باندې د تېزاب شیندونکي کس وژلو پوښتنې را ولاړې کړې دي

    د بلوچستان حکومت د کوټې په یوه ملکي روغتون کې ډاکټرې ماه نور ناصر باندې د تېزاب شېندل کېدو له پېښې وروسته ۲۳ احتجاج کوونکي ډاکټران له دندو لرې کړي او له ۲۵ نورو یې کار ته د نه راتلو لامل غوښتی دی. پر ډاکټرې تېزاب شیندونکی کس د همایون شاه په نوم پېژندل شوی چې له پېښې لږ وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. ډاکټره ماه نور د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوې خو ډاکټرانو په اعتراض لاس پورې او کاربندیز اعلان کړی دی.

  • Lionel Messi holding the World Cup trophy

    د فوټبال نړیوال جام: کوم ریکارډ د چا په نوم ثبت دی؟

    د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام چې تازه په تازه د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو په کوربتوب پیل شوی، وار له مخه ځینې ریکارډونه جوړ کړي دي. په روان نړیوال جام کې د یوه لوبغاړي او یا یوې لوبډلې له خوا د دغه جام په تاریخ کې د ډېرو ګولونو د وهل کېدو په ګډون بېلابېل نوي ریکارډونه جوړېدای شي. دلته د نړیوال جام سیالیو کې اوسنیو ریکارډ لرونکو لوبغاړو او لوبډلو ته کتنه شوې او دا چې څنګه په راتلونکو اوونیو کې د هغوی لخوا ثبت شوي ریکارډونه ماتېدای او ځای یې بدلېدای شي. سږکال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د ټولټال ۴۸ هېوادونو ملي لوبډلې برخه لري - پخوا هېڅکله کوم نړیوال جام د دومره ډېرو لوبډلو په ګډون نه و ترسره شوی.

  • افغانستان ته رسېدلي کسان د انتظار حالت کې لیدل کېږي

    ایران ۵۷۳ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي، پر اعدام محکوم هم په کې دي

    تهران کې د افغانستان سفارت چې اوس مهال یې چارې د طالبانو حکومت له لوري سمبالېږي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، تازه ۱۶۵ افغان زندانیان له قانوني پړاونو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي. سپارل شویو زندانیانو کې یوه افغانه مېرمن او یو سړی هم شته چې ایران کې یوې محکمې وړاندې د مرګ سزا ور اورولې وه.

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • .
  • Indonesia
  • HERAT
  • لاریون
  • پر اسرائیلو د ایران برید
  • زرغون لوبغالی او لوبغاړي چې توپ په پښه وهي
  • پر ځمکه لویدلې مجسمې
  • فوتبال
  •  Lama
  • نیالګي کېنول

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي