BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په اروپايي ټولنه کې د افغانانو د پناه غوښتنلیکونه کم شوي، خو لا هم د نوملړ په سر کې دي
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له ناروې او سویس سره یوځای د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنو شمېر، له ۲۰۲۱ راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. په دې موده کې، شاوخوا ۳۳۲ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال ورته مودې په پرتله ۱۷٪ کموالی پکې ښکاري.
د پاکستان لاهور کې یو تن پر شپږ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د هڅې په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د جنسي تېري ضد ځانګړې محکمې یوه تورن کس ته پر یوې شپږ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د هڅې په تور د ۱۴ کاله بند او ۵۰ زره روپۍ جریمې سزا واوروله. د دې پیښې قضیه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۴مه نیټه د لاهور په جنوبي کینټ پولیس سټیشن کې د تورن اصغر پر وړاندې د قربانۍ د پلار د شکایت له مخې ثبت شوه.
هغه پیلوټ چې په ناخبرۍ یې اسامه بن لادن افغانستان ته یووړ: د بي بي سي ځانګړې مرکه
د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی پیلوټ د ۱۹۹۶ کال د مې میاشت کې له کابله تر سوډانه او بیا بېرته تر افغانستانه د چارټر الوتنې پیلوټ و. دا هغه الوتنه وه چې د القاعدې مشر او د معاصرې نړۍ جنجالي څېره اسامه بن لادن افغانستان ته پکې لاړ.
د سپټمبر ۱۱مه؛ 'د وېرونکي فلم په څېر چیغې لا هم زما په ذهن کې ژوندۍ دي'
جینس بروکس د سپټمبر له ۱۱مې یوازې څو اونۍ مخکې نیویارک ته تللې وه، چې هلته د هغې په وینا د خپل ژوند "تر ټولو ستره پلټنه" پیل کړي. د سویلي اسمان څکې ودانۍ په ۸۴ پوړ کې د یورو بروکرز په نوم شرکت لپاره یې کار کاوه. هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د بریدونو په سهار، هغه په دفتر کې وه کله یې چې د چاودنې یو غږ واورېد.
د سپټمبر ۱۱مې بریدونه: څه مهال څه پېښ شول؟
په امریکا متحده ایالاتو کې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت نن (جمعه سپټمبر ۱۱مه) د یادغونډې کېږي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پاکستان کې د افغان محصلینو د عریضې په تړاو د لاهور عالي محکمې موقت حکم: 'هېڅ طبي کالج به څوک نه باسي، دا د دولتي امنیت موضوع نه ده'
د پاکستان لاهور عالي محکمې د پنجاب ایالت ټولو طبي کالجونو ته په موقت ډول امر کړی چې افغان محصلین له تعلیمي ادارو ونه باسي او د هغوی امتحانونه لغو نه کړي. د جمعې په ورځ قاضي خالد اسحاق د څه باندې ۳۰ افغان طبي محصلینو پر عریضو اورېدنه وکړه.
د سپټمبر ۱۱مه؛ په دې ورځ څه پېښ شول او څومره کسان ووژل شول؟
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مه، د سې شنبې ورځ وه، چې په نیویارک کې دوه الوتکې د نړیوال سوداګریز مرکز له غبرګو لوړپوړیزو ودانیو سره وجنګېدې. دوېمه الوتکه له لومړۍ الوتکې ۱۷ دقیقې وروسته پر هدف ولګېده. دغو لوړو ودانیو اور کې واخیست، خلک یې په پورتنیو پوړونو کې بند پاتې وو. ښار د لوګيو ډک شوی و. له دوو ساعتونو په کمه موده کې، دواړه ۱۱۰ پوړیزې ودانۍ د دوړو او خاورو په سترو ورېځو کې را ونړېدې.
اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي
اپل خپل تر ټولو ګران بیه ایفون وړاندې کړ - یو قاتېدونکی ټیلیفون چې ۱۹۹۹ پونډه بیه لري. او په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې د ایفون ډیزاین کې لومړی ستر بدلون ښيي. ایفون دوئو (iPhone Duo) د نوي مشر جان ټرنوس لخوا یو قمار بلل کېږي، چې په دې میاشت کې یې د مخکېني اجراییوي مشر ټیم کوک ځای ونیو.
له پاکستانه د روغتیا برخې افغان محصلانو د ایستلو په اړه پراخ غبرګونونه څرګند شوي
افغان محصلانو ته پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پياېمډيسي) اړوندو طبي بنسټونو او ادارو ته امر کړی چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي، د پاکستان دې کار خپله پاکستان، افغانستان او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه ایستل کېدونکو افغان محصلانو ته افغانستان کې د پاتې روغتیايي زدکړو د دوام زمینه برابروي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































