BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د ایران او امریکا ترمنځ د سولې لپاره د پاکستان او قطر پراخې هڅې؛ سيبياېس نیوز: امریکا پر ایران نویو بریدونو ته ځان چمتو کوي
د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې پر ورځ تهران ته له رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.
د جماعت الاحرار او ټي ټي پي ترمنځ خونړۍ نښته: ایا د پاکستاني وسله والو ډلو ترمنځ اختلافونه زیات شوي؟
د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د چارشنبې پر ورځ د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې د ۱۸ کسانو له وژل کېدو وروسته د دې وسله والو ډلو تر منځ د اختلافاتو زیاتېدو په هکله بحثونه پیل شوي دي.
بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې: په قلات کې د هوايي ډګر امنیتي ځواک افسر په ګډون دوه کسان تښتول شوي
د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته نږدې د نامعلومو کسانو په برید کې دوه حکومتي کارکوونکي وژل شوي دي.
افغانستان کې طبیعي پېښو مرګژوبله او زیانونه اړولي دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د هېواد د شمال ختیځ په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو پایله کې راوتلو سېلابونو او د سویل په کندهار او هلمند کې توپانونو مرګژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي. تر ټولو ډېره مرګژوبله په بغلان کې سیلابونو اړولې ده. چارواکو ویلي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې تر ۱۵ پورې کسان مړه او لسګونه ټپيان دي، خو وېره شته چې دا شمېر لوړ شي.
د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله انګلېنډ ته ځي
د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله سږ کال دوبی انګلېنډ ته ځي. دا سفر یې په نړیوالو سیالیو کې د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د پرلهپسې هڅو برخه ده. د دې افغان لوبډلې تر ۲۰ ډېرې لوبغاړې وروسته له هغه اسټرالیا ته جلاوطنه او هلته د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د لوبو په ګډون یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه ولګول.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د حج د اساسي مناسکو لارښود
حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.
د طالبانو حکومت ټولګټو وزارت: د تورغونډۍ سپین بولدک او هرات-حیرتان د اورګاډي پټلیو د ډیزاین چارې روانې دي
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني وايي د تورغونډۍ - هرات - کندهار او سپین بولدک ترمنځ د ۸۷۸ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د بشپړېدو په حال کې دي او عملي کارونه به یې هم ژر پیل شي. هغه زیاته کړې چې پر دې سربېره د ازبکستان لخوا د حیرتان او هرات ترمنځ د ۶۵۷ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي.
ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي.
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































