BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير محمد یعقوب مجاهد مسکو ته تللی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د روسيې په کوربتوب يوه نړيوال امنيتي فورم کې د ګډون لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسکو ته تللی دی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د فاع وزارت يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، په دې کنفرانس کې به د سيمه ييز امنيت، ګډو امنيتي ننګونو او متقابلو همکاريو په اړه بحث او د نظر تبادلې وشي.
د افغان نجونو پرزده کړو بنديز: "کله چې د خپل عمرهلکان ووینم چې پوهنتونونو ته ځي - د خپل نه فراغت له امله ډېر بد احساس کوم"
عالیه چې موږ یې د خوندیتوب لپاره نوم بدل کړی، له خپل کور او کلي سلګونه کیلومتره لېرې کابل ته سفر کړی چې له جبري واده وتښتي. هغې چې کله تېر کال له خپلې ترور لور سره دا استثنایي سفر کاوه نو په افغانستان کې د نافذ قوانین له مخې له سر تر پښو پورې پوښلې وه او یوازې سترګې یې ښکارېدي.
د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړې ته د هیلو له ډېرېدو سره د تېلو بیې راټیټې شوې دي
له امریکا او اسرائیل سره د ایران د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته د هیلو له ډېرېدو سره د تېلو نړیوالې بیې غورځېدلې او په اسیا کې د ونډو بیې ختلې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند د سفر پر مهال ویلي، مرکچیان پر یوه پیاوړې طرحه بوخت دي او دا چې نن (دوشنبه) ښايي د جګړې د پای ته رسېدو هوکړه ترلاسه شي. له دې سره د دوشنبې سهار د برېنټ اومه تېلو شاخص پنځه نیم سلنه راکښته او د یوه بېرل بیه ۹۷ اعشاریه ۹۰ ډالرو ته پرېوته.
امریکا ته د ایران ځواب: په خبرو کې پرمختګ شوی خو "هوکړې ته نه یو نږدې شوي"
د امریکايي چارواکو هغو څرګندونو ته په ځواب کې چې وايي په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دواړه لوري په ځينو مسئلو یوې پایلې ته سره رسېدلي دي خو داسې نه شي ویل کېدای چې یوې هوکړې ته هم سره نږدې شوي دي. اسماعیل بقايي دا بېباوري ځکه څرګنده کړې چې وايي، په تېر کې هم امریکايي چارواکو ضد و نقیض څرګندونې کړې دي او د مذاکراتو پرمهال یې بریدونه هم کړي دي.
د تصویرونو البم: کندهار کې د قربانۍ څارویو د پېر او پلور بازار
کندهار کې خلک د لوی اختر له رارسېدو سم د قربانۍ لپاره څاروي پېري او پلوري. عیدالضحی یا لوی اختر، چې د قربانۍ اختر په نوم هم یادېږي، د اسلام له مهمو مذهبي مناسبتونو یو دی چې د حج له مراسمو سره هممهاله لمانځل کېږي. د دې اختر پر مهال مسلمانان قرباني کوي او غوښه یې پر کورنۍ، دوستانو او اړمنو کسانو وېشي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د امریکا یوه پخوانۍ پوځۍ ایران ته پر جاسوسۍ تورنه او د نیولو لپاره یې جایزه اعلان شوې: مونیکا وېټ څوک ده؟
د امریکا تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) د پخوانۍ امریکايۍ پوځۍ مونیکا وېټ د نیولو لپاره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو جایزه اعلان کړې ده. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په واشنګټن ډي سي کې یوې فدرالۍ جرګې پرې د جاسوسۍ او د ایران حکومت سره د ملي دفاع اړوند معلوماتو سپارلو تور پورې کړی و. د جرم رسمي راپورکې ویل شوي چې مونیکا وېټ په ۲۰۱۳ کال کې ایران ته تللې وه. د مې پر ۱۴مې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې د امریکا تحقیقاتو ادارې لا هم د هغې د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.
پخوا به حاجیان د نړۍ له هر ګوټه له کومو تاریخي لارو حج ته تلل؟
د حاجیانو ټینګار پر دې چې د "حاج" لقب وساتي، له هغه ژور ارزښته سرچینه اخلي چې د مکې او مقدسو ځایونو څخه لرې مېشتو مسلمانانو لپاره لري. هغوی اوږده واټنونه وهلي، د تیږو او سختو ډبرو له امله یې پښې زخمي شوې او د بیت الله (کعبې) په لور په خپل سفر کې یې لوږه او تنده زغملې ده.
مولوي هبتالله اخندزاده: له ټولې نړۍ سره د شریعت په اصولو کې اړیکې غواړو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبتالله اخندزاده ویلي دي د دوی حکومت "له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سیاسي او اقتصادي اړېکې غواړي" او دا چې "په دې برخه کې یې خپل مکلفیت ادا کړی دی." هغه ویلي چې "د اسلامي امارت حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین او خوندي دي. نوموړي دا څرګندونې دراتلونکي لوی اختر په مناسب خپل پیغام کې کړې دي . په پیغام کې دنجونواو مېرمنو د زده کړې او کار په ګډونونورو حقونو یادونه نه ده شوې.
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶۰ سلنې ډېر خلک په بېپلانه ښاري سیمو کې اوسي
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نږدې درې میلیارده خلک په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي. په افغانستان کې هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي په غیررسمي یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو په څېر بنسټیزو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۵ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۵ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































