BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ذبيح الله مجاهد وايي پر کونړ، خوست او پکتيکا ولايتونو د "پاکستان بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان تېره شپه د افغانستان "هوايي حريم نقض" کولو سره د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرتو څو ولایتونو هوایي بریدونه کړی دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض کړ، په کونړ، خوست او پکتيکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبار کړل".
د امریکا پوځ وايي د چورلکې ويشتل کېدو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه کړي
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي، ځواکونو یې د ایران پر وړاندې دفاعي بریدونه پيل کړي دي. د مرکزي قومندانۍ په وینا، دا عمليات د عمان په سمندر کې د امریکا د اپاچي چورلکې د غورځېدو په ځواب کې شوي دي. په بيان کې ويل شوي چې، دا بریدونه "د ایران د بې دليله یرغل پر وړاندې متناسب غبرګون" دی. د برید د موخو او یا د هغه له کبله د اوښتي زيان په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.
په کوټه کې د هغه کس د ځانوژنې تر شا څه کیسه ده چې ځان نه مخکې یې خپله ښځه او څلور بچي هم وژلي؟
د بلوچستان په کوټه کې پولیسو د محمد اصف په نوم د هغه کس تر ځانوژنې وروسته د پوښتنو ګروېږنو په موخه دوه تورن کسان نیولي چې د ادعا له مخې، ځان نه مخکې یې خپله مېرمن او څلور ماشومان هم وژلي دي. چارواکي وايي چې اصف خان د کوټې د (وحدت کالونۍ) اوسېدونکی و او ورور یې پولیسو ته په عریضه کې پر ځینو دولتي مامورانو تور پورې کړی چې له څه مودې راهیسې یې هغه ځوراوه او له امله یې ورور له سخت ذهني فشار سره مخ شوی و.
هرات کې پر لاریون د ډزو پر مهال دوه تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې ځايي سرچینې وايي، یو شمېر نارینه او ښځینه اوسېدونکو احتجاج کړی چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
ولې درې افغانان او یو پاکستانی په ایټالیا کې یوه موټر کې وسوځول شول؟
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني وویل چې دې "وحشتناکه وژنې ټول خلک حیران کړي دي. " د دې هېواد دولتي تلوېزیون ویلي چې وژل شوي کسان درې افغانان د عصمتالله قیامي، امجد صافي او فضل امین خوګیاڼي په نومونو او یو پاکستانی د وسیم خان په نوم دي. دوه پاکستاني وګړي هم د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په امنیت شورا کې د افغانستان پر سر د هند او پاکستان ناندریو ته د افغان استازي ځواب
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې هند او پاکستان د افغانستان پر سر پر یوه بل بېلابېل تورونه پورې او توندې څرګندونې سره تبادله کړې دي چې د افغان استازي له غبرګون سره مخامخ شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبه (غبرګولی ۱۸/جون ۸) په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله ځانګړې غونډه لرله چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو ګڼو استازو ګډون پکې کړی و.
فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶: د سیالیو مهالوېش
د فوټبال نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، دا سیالي په درېیو کوربه هېوادونو کې ترسره کېږي: د امریکا متحده ایالات، کاناډا او مکسیکو.
شيخ المنشاوي: "د تلاوت شهزاده" چې راډیو ته له ورتګه یې انکار وکړ خو راډیو یې کور ته ورغله
"هغه له رڼا نه رڼا و او د یو ستوري په څېر و چې له یوه لوی ستوري راغلی وي او انسان د هغه په اړه له دې پرته بل څه نه شي ویلای چې هغه د غوره ونو له غوره مېوو دی." په دغو تورو د مصر قاري مرحوم قاري شیخ فتحي الملیجي خپل همکار شیخ محمد صديق المنشاوي ستایلی دی. دا نرم او له شکستګۍ ډک غږ چې د عربي او اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې شهرت وموند، د "المنشاوي" د کورنۍ یوازېنی ځانګړی استعداد نه و؛ بلکې شیخ محمد صديق د "د قرآن کریم د حاملانو" له نسله و، لکه څنګه چې هغه په یوه مرکه کې د مصر راډیو ته ویلي وو.
تېرو دوو میاشتو کې ۷۵ افغانان چې له نیمايي زیات یې ماشومان دی په اوبو کې مړه شوي دي
د افغانستان د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ۷۵ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په سیندونو، کانالونو او کاریزونو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۰ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
ژوندۍ خپرونه واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































