تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبرپښتونخوا کې چاودنې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي۳۰ ټپیان دي
چارواکو ویلي د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. دا د پېښې په اړه لومړنۍ ورکړل شوې شمېرې دي چې ښايي بدلون په کې راشي.
د رپوټونو له مخې دا چاودنه په درازنده سیمه کې د امن مېلې په نوم پلټونکې پوستې ته نږدې شوې ده. دا پوسته مغل کوټ ته نږدې د ډېره اسماعیل خان او کوټې ترمنځ پر غځېدلي سړک پرته ده.
چارواکو ویلي، د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي، او جزییات به یې وروسته شریک شي.
قطرۍ الجزیزه تلویزوني شبکې بیا د پولیسو په حواله لیکلي، چې چاودنه یوې پوستې ته نږدې شوې او دا چې ډېره مرګژوبله هم سرتېرو ته اوښتې ده.
د ۱۱۲۲ په نوم ژغورنډله وايي مرستندویان یې د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دې ډلې په حواله لیکلي، چې په وژل شویو کې ۸ سړي، ۲ ښځې او یو ماشوم دی.
مرستندویان ویلي چې شاوخوا ۳۰ ټپيان د پېښې ځای کې تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.
د ډیره اسماعیل خان د بېړني وضعیت مسوول عارف خان ویلي، دوی هم سیمې ته امبولانسونه او اضافي مرستندویان استولي دي.
غبرګونونه
د خیبرپښتونخوا والي فیصل د دغه ایالت له جګپوړو چارواکو د دې پېښې په اړه رپوټ غوښتی او سپارښتنه یې کړې، چې ټپیانو ته باید د درملنې ټولې اړېنې اسانتیاوې برابرې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې دا برید غندلی دی.
هغه زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد جګړې پر "لومړۍ کرښه" پرته ده، او دا چې دغه ډول کړنې د دوی د "ترهګرۍ ضد کلک هوډ نه شي کمزوری کولی."
له ډېره اسماعیل خانه هم، چې د خیبرپښتنوا په سویل کې له پنجاب او بلوچستان ایالتونو سره پر پولو پرته ده، د دغه ایالت د ځینو نورو ولسوالیو په څېر د امنیتي پېښو رپوټونه ډېر ترلاسه کېږي.
روانه میاشت پولیسو ویلي وو چې دغلته یې د پاکستاني طالبانو تحریک لخوا پر یوې پوستې د برید هڅه ناکامه کړې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اېنسټیټوټ لخوا د راټولو شویو میاشتنو ارقامو له مخې په تېره اګست میاشت کې له پخوانیو قبایلي سیمو پرته د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې ۵۴ بریدونه شوي دي، چې د ورتېرې جولای میاشتې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه لوړوالی شي.
په جولای کې ټولټال ۳۶ بریدونه ثبت شوي وو.
د یادونې ده چې د سپتمبر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې پر زاړه پولیس لاین برید کې ۳۱ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
د پاکستان هوايي ځواکونو تر دغه برید وروسته لومړی د افغانستان په کونړ، پکتیکا او ورپسې په خوست، پکتیا او کندهار کې هوايي بریدونه وکړل.
د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې ادعا کوي چې دغه هېواد کې ډېر بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او دا چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک وسلهوال او بېلتونپاله بلوڅان افغان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دغه تور تل رد کړی دی. د طالبانو حکومت چارواکي وايي د پاکستان حکومت دا "بېبنسټه" تورونه د دې لپاره لګوي، چې پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.