پاکستان پر کونړ بریدونو کې کوم ډول امریکايي بم کارولی؟

    • Author, ندیم اشرف
    • دنده, د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

وروسته له هغه چې پاکستاني الوتکو د افغانستان پر ختیځ ولایت کونړ هوايي برید برید وکړ، د طالبانو په حکومت پورې تړلو رسنیو او د دغه حکومت اړونده کسانو پر خواله رسنیو په چټکۍ د کارول شوي بم پاتې شوې ټوټې خپرې کړې.

د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې په کونړ ولایت کې د غورځول شوي بم د پاتې شونو انځورونه څېړلي چې ښيي پاکستان د "ایم کې ۸۲" (MK82) ډوله بم کارولی دی. دا شاوخوا ۲۲۷ کیلو ګرامه بم دی چې د هدایت شویو او نا هدایت شویو بمونو په بڼه کارول کېږي چې په پراخه کچه د امریکا او د دوی د متحدو هېوادونو پوځي ځواکونو له لخوا کارول کېږي.

پر دغو ټوټو د کاږل شویو نښو څېړنه ښيي چې د "۱۴۷۲۱۴" شمېره دا په ډاګه کوي چې دا بېلګه په لاکهیډ مارټین پورې اړه لړي. پر بم د "۱۴۷۲۱۴" شمېر ېه ښايي دا معنا ولري چې دا برخه یې د لاکهیډ مارټین شرکت لخوا تولید شوې.

دا ډول کنټرول بمونه د ګڼ شمېر عصري جنګي الوتکو لخوا لېږدول کېږي، چې له دې یې د ایف-۱۶ فایټینګ فالکن، ایف-۱۵ اي سټرایک ایګل، ایف/اې-۱۸ سوپر هورنېټ، یورو فایټر ټایفون، داسو میراژ ۲۰۰۰، داسو رافال، جاس ۳۹ ګریپن او ټورناډو ای‌ ډي ایس ته اشاره کېدلی شي.

د دې ډول شعاعي بم د ویجاړۍ او مرګژوبلې اغېز شاوخوا له ۵۰ تر ۸۰ مترو پورې ده چې په همدومره واټن کې زیانونه او ویجاړۍ اړولی شي، خو د ځمکې د شرایطو او د پوښښ او ساتنې د اندازې ته په کتو دا کچه له شاوخوا ۲۴۵ تر ۳۰۰ مترو هم زیاتېدلی شي.

دا بمونه د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې د امریکا د وسلو زېرمتونونو ته ور اضافه شول.

هغه مهال پاکستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېده چې له امریکا یې په پراخه کچه پوځي او امنیتي مرستې ترلاسه کولې، خو د سړې جګړې له پای ته رسېدو سره دغه مرستې کمې شوې.

په ۱۳۹۷هجري لمریز کال کې د امریکا د سي این این ټلویزیوني شبکې په یوه ځانګړي راپور کې ادعا وکړه چې سعودي عربستان د همدې ډول بم په کارولو سره د یمن ۴۰ ماشومان وژلي دي.

د سي این این د یوه راپور له مخې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر سعودي عربستان د دې ډول وسلو پلورل منع کړي وو، خو ډونلډ ټرمپ د خپلې لومړنۍ دورې ولسمشرۍ پر مهال سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د دې محدودیت له لرې کېدو سره موافقه وکړه او د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په مارچ میاشت کې، هغه مهال چې رېکس ټیلرسون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، دغه محدودیت له منځه لاړ.