د سعودي لوی مفتي د حوثیانو خلاف د 'رباط او جهاد' اعلان وکړ، ترکیه او پاکستان جګړه کې ورګډېږي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سعودي عربستان لوی مفتي، صالح الفوزان، هغو کسانو ته چې هغه "مرابطین" بللي او د سعودي په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو ته چې په یمن کې د انصار الله حوثي ډلې خلاف جګړه کوي د قراني ایاتونو او احادیثو په کارولو سره هغوی "رباط او جهاد" ته هڅوي.

الفوزان چې د سعودي لوی مفتي، د مخکښو دیني علماوو د ټولنې، د علمي څېړنو او دارالافتا مشر دی او د وزیر رتبه لري، سعودي ځواکونو ته په خطاب کې هغوی "مرابطین" وبلل او ویې ویل: "تاسو باید تل د دندې ترسره کولو، د اميرانو او په میدان کې د خپلو قوماندانانو اطاعت او اورېدو، او د امرونو په پوره دقت سره پلي کولو ته چمتو اوسئ."

هغه د ایتلاف ځواکونو ته هم وویل: "پوه شئ چې تاسو له داسې دوښمن سره جګړه کوئ چې په هېواد کې یې فساد کړی، بندګان یې وېشلي، د خپلو امیرانو سرغړونه یې کړې، او د مسلمانانو مقدسې سیمې ته یې د شر اراده کړې ده." هغه له خپلو ځواکونو وغوښتل چې خپلې لیکې یو موټی کړي، خپلو کې یو بل وزغمي او خپله خبره یوه کړي.

الفوزان د حوثیانو انصار الله ډله "ګمراه ډله"، "د شر خوښي" او "د دوښمنانو دسیسه" وبلله.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په یمن کې د حوثیانو او د ریاض تر ملاتړ لاندې دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شوې، چې له امله یې د دواړو لورو لږ تر لږه لسګونه کسان وژل شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ، سعودي عربستان د هغو توغندیو مخه ونیوله چې د حوثیانو لخوا د لنډو خبرداریو له ورکولو وروسته توغول شوي وو، چې په کې د مکې ښار (د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځای) په ګډون ځینې سیمې شاملې وې، او دا کار د یمن له لوري پر سعودي د بریدونو له زیاتېدو سره سم وشو.

د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت ملاتړي د سعودي په مشرۍ ایتلاف وویل چې ځواکونو یې شپږ بالسټیک توغندي شنډ کړي او روښانه یې کړه چې د سعودي عربستان په طائف او ينبع ښارونو بریدونه یې ناکام کړي دي.

د پنجشنبې پر شپه، د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع، په ریاض کې د یوه "حساس هدف" د ویشتلو، او د سره سمندر پر غاړه په ينبع کې "د ارامکو شرکت په نښه کولو" پر بل عملیات خبر ورکړ، چې په دوو کې له توغندیو او ډرون الوتکو کار اخیستل شوی و. دا په لږ تر لږه یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې حوثیان د سعودي پلازمېنې په نښه کولو خبر ورکوي.

حوثیانو په تېره ورځو کې د سره سمندر په لوېدیځ ساحل کې د سعودي پر مهم نفتځای څو بریدونه کړي وو. سریع د پنجشنبې پر ورځ دا هم ویلي وو چې حوثیانو د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې په جیزان سیمه کې د لسګونو بالسټیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله "ځانګړي او پراخ پوځي عملیات" ترسره کړي، چې "د عملیاتو، قوماندانۍ او کنټرول خونې، د وسلو زېرمتونونه او د توغندیو د توغولو مهم مرکزونه یې په نښه کړي دي.

سعودي سره د فرانسې پوځي مرسته

سعودي عربستان ته د فرانسې پوځي مرستې په دې برخه کې، د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وویل چې پاریس به سعودي عربستان ته ځواکونه او دفاعي سیسټمونه واستوي چې د سره سمندر پر غاړه د ینبع ښار ساتنه کې مرسته وکړي.

هغه له ټي اېف ۱ (TF1) او فرانس ۲ (France 2) تلویزیوني شبکو سره په مرکه کې زیاته کړه: "دا هغه هوکړه ده چې موږ له سعوديانو سره کړې ده، موږ به پوځي سرچینې واستوو: سرتېري، د راډار سیسټمونه او دفاعي سیسټمونه د دې ځای د ساتنې لپاره لېږو. موخه په جګړو کې ښکېلتیا نه ده، د دې ځای ساتنه ده."

د رافال جنګي الوتکو د ممکنه استولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مکرون وویل: "موږ به وګورو چې حالت څه ډول پر مخ ځي او د اړتیاو له مخې به ګام پورته کړو." هغه زیاته کړه: "خو په هر حال، موږ د دې ځای پر ساتنه کار کوو چې څو اوونۍ وړاندې ترې هره ورځ له پنځو میلیونو بیرلو ډېر تېل تېرېدل، کله چې په دغو ځایونو کې تاوتریخوالی کم شي، اغېز به یې په مخامخ ډول د وېش په سټېشنونو کې د سون توکو پر بیو وشي."

د سعودي، پاکستان او ترکیې بېړنۍ ناسته

د سعودي، پاکستان او ترکیې ترمنځ "بېړنۍ" امنیتي غونډه په ورته وخت کې، په نیویارک کې یوه درې اړخیزه غونډه ترسره شوه چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دغه ناسته کې ګډون درلود.

دغه ناسته د ګډې دفاع د 'مکې تړون' پر بنسټ شوې ده. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د ویناپاڼې له مخې، وزیرانو په غونډه کې "پر مکه او د سعودي په ملکي او اقتصادي بنسټونو بریدونه وغندل"، او ټینګار یې وکړ چې "سعودي حق لري د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ مې مادې سره سم د خپل امنیت ساتنې لپاره هر ډول مناسب اقدامات وکړي."

په ویناپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د درېیو هېوادونو د درستیزوالانو د "بېړنۍ غونډې" پر چمتووالي خبرې وشوې، چې موخه یې "د ګډې دفاع د مکې تړون له مخې له سعودي د ملاتړ پر لارو چارو بحث کول دي، او ور سره پر دې چې پر هر لوري برید پر ټولو لورو برید ګڼل کېږي."

لا هم د دې پوښتنې لپاره کره ځواب نشته چې پاکستان او ترکیه به د انصار الله ډلې پر وړاندې جګړه کې مخامخ ښکېل شي او که به په بله بڼه د سعودي تر مشرۍ لاندې ټلوالې سره مرسته وکړي.