تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فیلان د ځان درملنې لپاره درملیز بوټي کاروي؛ خو څنګه؟
- Author, وېکټوریا جېل
- دنده, د بي بي سي ساینسي خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
یوه علمي څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې افریقايي فیلان د ناروغۍ پر مهال د ځان او د خپلې کورنۍ د غړو د درملنې لپاره د درملیزو بوټو له لسګونو بېلابېلو ډولونو کار اخلي.
د دې څېړنې لپاره له هغو خلکو سره مرکې شوې دي چې د کینیا په ماونټ ایلګون سیمه کې د فیلانو ترڅنګ ژوند او کار کوي.
دا حیوانات له ډېرې مودې راهیسې د ساینسپوهانو پام ځان ته اړوي، ځکه چې غیرمعمولي چلن لري. دوی ته "د مالګې استخراجوونکي فیلان" هم ویل کېږي، ځکه غارونو ته ننوځي او په خپلو عاجونو ډبرې موښي، چې هغه منرالونه ترلاسه کړي چې د دوی په غذایي رژیم کې ورته اړتیا لري.
دا تازه خپره شوې څېړنه ښيي چې فیلان پخپله هم په ځنګل کې د بېلابېلو بوټو څو ډولونه د درملنې په موخه کاروي.
د امریکا د براون پوهنتون د دې څېړنې له مخکښو څېړونکو یوه ایلودي فریمن وايي دې څېړنې دا پوښتنه راولاړه کړې چې ایا د ځنګلونو د استوګنځایونو له منځه وړل حیوانات او انسانان هم، له هغو درملو بېبرخې کوي چې د ودې او رغېدو لپاره ورته اړتیا لري.
فریمن بيبيسي ته په خبرو کې زیاته کړه: "دا څرګندوي چې زموږ درمل له غیرانساني نړۍ سره څومره ژور تړاو لري."
د فیلانو د بچیانو لپاره درمل
ساینسپوهانو د چاپېریال ساتنې له خیریه ادارې "ماونټ ایلګون بنسټ" سره همکاري وکړه او له ځايي اوسېدونکو، د وحشي ژوو له ساتونکو او د سیمهییزو ټولنو له مشرانو سره یې مرکې وکړې.
د خلکو د روایتونو له مخې، کله چې فیلان د ناروغۍ نښې ولري، ځینې ځانګړي بوټي غوره کوي. همدارنګه ویل شوي چې فیلې میندې خپلو بچیانو ته هغه نباتي مواد ورکوي چې درملیزې ځانګړتیاوې لري.
څېړونکو دې پایلې ته هم رسېدلي چې فیلان د ۳۵ بېلابېلو نباتاتو له ډولونو ګټه اخلي، چې له دې ډلې ۲۵ ډولونه یې په سیمه کې د درملیزو ګټو له امله پېژندل شوي دي.
دا څېړنه چې د "ساینټیفیک رپورټس" مجلې خپره کړې، د مرکه شویو کسانو نومونه یې د ګډونوالو د محرمیت د ساتلو لپاره نه دي افشا کړي، چې هغوی وکولای شي خپل روایتونه په ازادانه توګه شریک کړي.
د دوی روایتونه ځینې په زړه پورې جزئیات هم څرګندوي. د بېلګې په توګه، یوه د وحشي ژوو ساتونکي وویل چې هغه فیلان لیدلي چې د "انګروېټ" په نوم له یوه بوټي یې د "بچیانو ته د ورکولو لپاره د درملو" په توګه کار اخیست.
د "انګروېټ" بوټی د یو شمېر نښو د درملنې لپاره کارول کېږي، چې له هغې ډلې د معدې درد هم دی. د وحشي ژوو ساتونکي وویل چې هغه یې فیلې میندې لیدلې چې بوټی یې په خوله کې تیاراوه. هغه وویل: "پاڼې راشکوي او ژوي یې تر هغه پورې نرموي چې ښه میده شي او له ځینو نورو ونو له ریښو سره یې یوځای کوي."
هغه زیاته کړه چې میندې یې لیدلې چې دا نباتي مواد له خپلې شیدې سره ګډوي او ویې ویل: "بچیانو ته یې ورکوي، بچیان یې پخپله ژوي او بیا کلک مواد بېرته توکوي."
پروفیسور مایکل هوفمن، چې په جاپان کې مېشت یو ساینسپوه او اوس د ناګاساکي په پوهنتون کې کار کوي، وايي چې په ځانګړې توګه دا روایت "ډېر په زړه پورې" دی؛ خو دا ثابتول چې فیلان خپلو بچیانو ته ځانګړې طبي درملنه برابروي، لا نورو شواهدو ته اړتیا لري.
ساینسپوهانو لا له وړاندې د دغو شواهدو راټولول پیل کړي دي. هغوی له هغو سیمهییزو وحشي ژوو له متخصصینو سره چې ورسره همکاري کوي، کامرې وېشلې دي، چې هغه چلندونه ثبت کړي چې دوی یې مشاهده کوي.
همدارنګه یې هغه بوټي تحلیل کړي چې فیلان ترې کار اخلي، چې داسې نوي درمل ومومي چې ښايي فیلانو پخپله کشف کړي وي.
فابیان شولتس، چې د هامبورګ د برنهارد نوخت د استوایي طب انسټیټیوټ بل مخکښ څېړونکی دی، بيبيسي ته وویل: "ځايي پوهې موږ ته یوه نقشه راکړه."
هغه زیاته کړه: "اوس غواړو فیلان تعقیب کړو او وڅېړو چې ایا دوی په ځانګړو روغتیايي حالتونو کې ځانګړي بوټي غوره کوي او ایا دا بوټي داسې بیولوژیکي فعالیت لري چې له دې حالتونو سره تړاو ولري."
د طبیعي درملو کارخونې
ډېر حیوانات د بوټو او نورو "طبیعي درملو" په کارولو سره خپل ځانونه درملوي.
د فیلانو د ځاندرملنې په اړه تر ټولو پخواني علمي روایتونه د درېیمې میلادي پېړۍ له لومړیو وختونو سره تړاو لري.
رومي لیکوال کلودیوس ایلیان په خپل کتاب "د حیواناتو طبیعت" کې لیکلي چې یو فیل، وروسته له هغه چې په نیزو او غشو ټپي شو، د زیتون د ونې ګلان او غوړي وخوړل او په بشپړه توګه روغ شو.
له څو پېړیو تېرېدو وروسته، دغه ساینسپوهان اوس په ژوره توګه څېړي چې موږ له وحشي ژوو څخه د هغو بوټو د ځانګړتیاوو په اړه څه زده کولی شو چې په هغو ځنګلي استوګنځایونو کې وده کوي چې دوی پکې تکامل کړی دی.
فریمن بيبيسي ته وايي: "په دې سیاره کې داسې ژوندي موجودات شته چې درمل تولیدوي او دا حیرانوونکې وړتیا لري. دا د درملو د تولید طبیعي کارخونې دي چې زموږ شاوخوا هر ځای موجودې دي."
پروفیسور هوفمان، چې په دې څېړنه کې یې برخه نه ده اخیستې، زیاتوي: "اوس موږ پوهېږو چې مچان او د ډروسوفیلا مچان هم ځاندرملنه کوي، همدارنګه مچۍ او ډېر نور ژوي هم دا کار کوي؛ او دا لړۍ د تکامل په بېلابېلو پړاوونو کې تر افریقا او اسیا پورې د لوړو بیزوګانو پورې رسېږي."
هغه وايي: "هر نوی ډول چې څېړو، د طب په برخه کې د خپل تېر تاریخ په اړه مو پوهه لا ژورېږي."
د فریمن په اند، د دې څېړنې پایلې زموږ د راتلونکي لپاره هم یو درس لري.
هغې وايي: "ډېر هغه درمل چې موږ یې له درملتونونو اخلو، له هغو کیمیاوي مرکباتو جوړ شوي چې په ونو، الجي، فنګسونو او مرجاني ډبرو کې موندل کېږي."
هغې زیاتوي: "د دغو ځنګلونو ساتنه او زموږ په شاوخوا کې د دغو طبیعي درملتونونو خوندي ساتل زموږ ټولو لپاره ګټه ده؛ ځکه که کافي وخت ولرو، ښايي نوي طبیعي محصولات کشف کړو چې په راتلونکي کې زموږ ژوند وژغوري."