تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجاهد: د پاکستان بریدونو کې "څلور عام هېوادوال" وژل شوي؛ "مناسب ځواب" به ورکړل شي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست د تېرې شپې بریدونه د "پاکستان پوځي رژيم ظالمانه تېری" بللی چې په وینا یې، "څلور عام هېوادوال" پکې وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه اعلامیه کې نن پنجشنبه (تله ۲/سپتمبر ۲۴) ویلي چې "دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندي، د ټولو اصولو خلاف صریحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولي".
ښاغلي مجاهد ګواښ کړی چې پاکستان ته به یې "مناسب ځواب" ورکړل شي. خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا "مناسب ځواب" به څه ډول وي.
ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ویلي یې وو، له افغانستانه هلته ډرون الوتکو بریدونه کړي او هغوی ویشتې دي.
ښاغلي مجاهد پاکستان تورن کړی چې په داسې دعوو سره غواړي چې "د خپلو داخلي ستونزو پر وړاندې د ناتوانیو د توجیه کېدو په موخه پر افغان خاوره هوايي یرغل " وکړي او په وینا یې، "'داسې بېمحاسبې، بېاحتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري".
په خوست کې د ولایتي ادارې ویاند مستغفر ګربز هم پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، "د پاکستان پوځي رژیم لخوا د شپې ناوخته شاوخوا درېنیمې بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلانو پر کمپ او همدا شان مرکز ته څېرمه او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوایي بریدونه شوي چې هېڅ ډول ځاني تلفات نه لري".
ښاغلي ګربز بيبيسي ته وویل چې،"په دغو بریدونو کې د ګربزو ولسوالۍ اړوند سيمه کې د یوه ځايي کس کور نیمه برخه ویجاړه شوې" خو په وینا یې، چا ته مرګژوبله نه ده پکې اوښتې.
وړاندې ځايي رسنیو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله د کندهار په اړه خبر ورکړی و چې د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې "پر یوې شاړې ځمکې شوی او مرګژوبله نه لري".
پر خواله رسنیو د کندهار برید ته منسوب ځينې عکسونه هم لاسپهلاس کېږي چې په شپه کې له یوې سیمې لمبه پورته شوې ده خو بيبيسي لا د دغو کسونو د کرهوالي په اړه څه نه شي ویلی.
دا په تېرو شاوخوا پنځو ورځو کې دویم ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر ځينو ولایتونو او سیمو بریدونه کوي.
د پاکستان حکومت څه وايي؟
پاکستان بیا دعوه کړې چې د تېرې شپې په بریدونو کې یې په افغانستان کې د "ډرون مرکزونه" په نښه کړي دي.
دا ادعا د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ پرخپله اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې کړې ده. هغه لیکلي چې، "د هوايي ځواک او ډرونونو په مرسته په افغانستان کې پر داسې لسو ځایونو ډېر کره بریدونه ترسره شول چې ډرون بریدونه ترې کېدل او زېرمتون یې و".
که څه هم پاکستانیو چارواکو په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو تېره ورځ د پاکستان دولتي رسنیو د خپل هېواد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې د چهارشنبې په سهار پاکستان په خپل هوایي حریم کې له "افغانستانه ورغلي اته ډرون الوتکې نسکورې" کړې دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا خبر رد کړ.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند صدیق الله نصرت بي بي سي ته وویل چې دوی تر دې دمه پر پاکستان کوم برید نه دی کړی.
هغه وویل "د افغانستان هوايې ځواک تر اوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او ډول به پخپله ټاکي".
تر دې وړاندې تېره دوشنبه (وږی ۳۰/سپتمبر ۲۱) پاکستان ادعا کړې وه چې د "کره استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه "د تحریک طالبان پاکستان او له هغوی سره تړاو لرونکو ډلو پټنځایونه" په نښه کړي دي چې په ترڅ کې یې د څو "ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ وسله وال" وژل شوي دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ویلي وو چې د پاکستان لخوا د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د شویو بریدونو له امله د ښځو په ګډون لږترلږه درې ولسي کسان وژل شوي دي.
کونړ کې د وژل شویو کورنیو په اړه ځايي خلکو بيبيسي ته ویلي وو چې "د سیمې تر ټولو بې وزلي" خلک وو او ملګرو ملتونو هم په دغو بریدونو کې لږترلږه د درو ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کړې وه.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي ویلي وو چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې به "په مناسب وخت کې مناسب ځواب ورکړل شي."
پاکستان تر دې مخکې هم د کابل، پکتیکا، کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې خونړي هوايي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت هم وخت ناوخت د چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی دی.
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هغو وسلهوالو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی چې پاکستان کې بریدونو کوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
په دې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سولهییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.