تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلخي: پاکستان کې نيول شوي نشهيي توکي افغانستان پورې تړل "بېبنسټه تور" دی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې دي، له پاکستانه سريلنکا ته قاچاقېدونکي "د افغانستان منشاء/سرچینه لرونکي" نشهيي توکي یې نیولي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "په اسلام اباد کې د امریکا سفارت لخوا افغانستان ته د هغو مصنوعي مخدره موادو د منشاء نسبت ورکول چې د یاد سفارت په وینا، متحده ایالتو او پاکستان په ګډو هڅو یې سريلنکا ته د قاچاق مخه نیول شوې، یو بېبنسټه او سیاسي انګېزه لرونکی تور دی".
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پرون پنجشنبه (تله ۲/سپتمبر ۲۴) پرخپله اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې دعوه کړې چې د امریکا د نشهيي توکو د مخنیوي ادارې او د پاکستان د نشهیي توکو ضد ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه هغه کرېسټال میتامفیتامین نیولي چې "منشاء/سرچینه یې د افغانستان ده".
د سفارت په وینا، دغه مخدره توکي چې ارزښت یې ۲۱ میلیون ډالرو ته رسېږي، د پاکستان له کراچۍ بندره سريلنکا ته لېږدول کېدل او د عملیاتو په ترڅ کې یې په تړاو ځينې کسان نیول شوي چې پاکستانیان هم په کې دي.
ښاغلي بلخي ویلي چې افغانستان که یو خوا د مصنوعي نشهيي توکو د تولید وړتیا نه لري نو بلخوا له نږدې یوه کال راهیسې پر ډيورنډ کرښه هر ډول تګراتګ هم بند دی. ده په اسلام اباد کې پر امریکا سفارت غږ کړی چې، "د نیول شوو مخدراتو منشاء په کوربه هېواد کې ولټوي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه و نه کارول شي".
ښاغلي بلخي پاکستان تورن کړی او ویلي یې دي، له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د هر راز نشهيي توکو تولید، قاچاق او کارول بند کړي، د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته یې کښت، تولید او قاچاق په پراخه کچه ډېر شوی دی.
پاکستان د دې ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي.
دغه نشهيي توکي څنګه ونیول شول؟
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په دې اړه پخپله تفصیلي خبرپاڼه کې ویلي چې د تېرې اګسټ میاشتې له ۱۴ تر ۲۹ نېټې د پاکستان د نشهيي توکو د مخنیوي ځواک (اېاېناېف) د کراچۍ بندر د کنټرول څانګې هغه کانټېنرونه په نښه کړل چې ټاکل شوې وه له پاکستانه د سريلنکا کولمبو ته ولېږدول شي او دې څانګې شک درلود چې په دغو کانټېنرونو کې "له افغانستانه راغلي" ناقانونه نشهيي توکي بار دي.
سفارت ویلي، دغه پاکستاني ځواک په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د نشهيي توکو د مخنیوي اداره (ډياياې) راخبره کړه او دواړو ادارو په اړوند هېوادونو کې چارواکي خبر کړل چې دغه توکي ضبط کړي او د پاکستان تابعیت لرونکو په ګډون یې په تړاو ځينې کسان ونیسي.
د امریکا سفارت په اعلامیه کې همداراز راغلي چې دغه عملیات په اسلام اباد کې د امریکا سفارت اړوند د نشهيي توکو د مخنیوي ادارې (ډياياې)، د پاکستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ځواک (اېاېناېف)، د سريلنکا د مخدره توکو د مخنیوي پولیسو او په نوي ډيلي کې د امریکا سفارت (ډياياې) ادارې په ګډه همغږۍ ترسره شوي دي.
سفارت ویلي، امریکا د پاکستان د نشهيي توکو د مخنیوي ځواک (اېاېناېف) د روزنې لپاره دوامداره مرستې چمتو کوي چې پرمټ یې دغه ځواک له امریکا سره د یوه مهم شریک په توګه په ګډه د نشهيي توکو د قاچاق او د نړیوالو شبکو په له منځه وړو کې مرسته وکړي. هغه چاره چې د امریکا سفارت وايي، ټولنې او امریکا خوندي کوي او د ډونلډ ټرمپ اداره غواړي چې د ناقانونه نشهيي توکو د قاچاق لړۍ مخه ونیول شي.
میتامفتامین چې په عامه اصطلاح د شیشې په نوم هم یادېږي، یو ډول نشهيي توکي دي چې کارپوهان وايي، هم د ومان په نوم بوټي نه جوړېږي او هم په مصنوعي ډول جوړېږي چې کاروونکي یې په بېلابېلو هېوادونو کې شته.