د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې چاودنه؛ لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي۳۰ ټپیان دي

د عکس سرچینه، Rescue 1122
د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوې چاودنه کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د رپوټونو له مخې دا چاودنه په درازنده سیمه کې د امن مېلې ته نږدې شوې ده.
چارواکو ویلي، د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي، او جزییات به یې وروسته شریک شي.
الجزیزه شبکې بیا د پولیسو په حواله لیکلي، چې چاودنه یوې پوستې ته نږدې شوې او دا چې ډېره مرګژوبله هم سرتېرو ته اوښتې ده.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د دې چاودنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) منلی دی.
د ۱۱۲۲ په نوم ژغورنډله وايي مرستندویان یې د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
مرستندویان ویلي چې شاوخوا ۳۰ ټپيان د پېښې ځای کې تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.
د ډیره اسماعیل خان د بېړني وضعیت مسوول عارف خان ویلي، دوی هم سیمې ته امبولانسونه او اضافي مرستندویان استولي دي.
له ډېره اسماعیل خانه، چې د خیبرپښتنوا په سویل کې له پنجاب او بلوچستان ایالتونو سره پر پولو پرته ولسوالۍ (ضلع) ده، د امنیتي پېښو رپوټونه ډېر ترلاسه کېږي.
دا خبر تازه کېږي


















