BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • فیلډ مارشال عاصم منیر

    د ایران او امریکا ترمنځ د سولې هڅې: د پاکستاني پوځ مشر او د قطر یو پلاوی تهران ته ورسېدل

    د پاکستان پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او ورسره مل پلاوی د جمعې په ماښام د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېدل.

  • مرکزي بغلان، پلخمري او څو نورو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي

    افغانستان کې طبیعي پېښو مرګژوبله او زیانونه اړولي دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د هېواد د شمال ختیځ په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو پایله کې راوتلو سېلابونو او د سویل په کندهار او هلمند کې توپانونو مرګژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي. تر ټولو ډېره مرګژوبله په بغلان کې سیلابونو اړولې ده. چارواکو ویلي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې تر ۱۵ پورې کسان مړه او لسګونه ټپيان دي، خو وېره شته چې دا شمېر لوړ شي.

  • افغان ښځينه لوبډله سره راټوله او د یوې بلې پر لاسونو یې لاسونه ایښي دي.

    د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله انګلېنډ ته ځي

    د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله سږ کال دوبی انګلېنډ ته ځي. دا سفر یې په نړیوالو سیالیو کې د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د پرله‌پسې هڅو برخه ده. د دې افغان لوبډلې تر ۲۰ ډېرې لوبغاړې وروسته له هغه اسټرالیا ته جلاوطنه او هلته د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د لوبو په ګډون یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

  • حیرتان

    د طالبانو حکومت ټولګټو وزارت: د تورغونډۍ سپین‌ بولدک او هرات-حیرتان د اورګاډي پټلیو د ډیزاین چارې روانې دي

    د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني وايي‌ د تورغونډۍ - هرات - کندهار او سپین بولدک ترمنځ د ۸۷۸ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د بشپړېدو په حال کې دي او عملي کارونه به یې هم ژر پیل شي. هغه زیاته کړې چې پر دې سربېره د ازبکستان لخوا د حیرتان او هرات ترمنځ د ۶۵۷ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي.

  • د قره‌قل تور وری او شاوخوا یې ځينې نور مږان هم برېښي.

    بلوچستان کې د مالدارۍ وزارت له فارمه تر ۴۰۰ ډېر د قره‌قل وري تښتول شوي

    د بلوچستان د پښين سیمې ځايي چارواکي وايي چې هلته د مالدارۍ وزارت اړوند له یوه دولتي فارمه ۴۰۰ نه ډېر وري تښتول شوي دي. په وینا یې، ځينو وسله‌والو لومړی د (مسلخ فارم) په نوم د څارویو د یوه پالنځي دوه کارکوونکي یرغمل کړي او وروسته یې وري ترې "نامعلوم ځای" ته بیولي دي. دغه فارم داسې وري یا د مېږو بچي اخیستي وو او هلته یې ساتل چې له څرمنې یې قره‌قل خولۍ جوړېږي.

لنډې ویډیوګانې

  • بغلان کې سېلاب
  • غوایی
  • کوتل
  • سټوډیو کې د کلاشنیکوف زدکول
  • د یوې نجلۍ انځور چې د سرو زرو ګاڼې یې اچولې دي.
  • طارق وزیر
  • US JETS
  • ترکیه
  • Peshawar
  • خویندې

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • حج/کعبه

    د حج د اساسي مناسکو لارښود

    حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.

  • د تفریق اصولنامه

    ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي‌ او ارزښت باید ورنه کړل شي.

  • دا انځور د ۲۰۲۶ د مې پر ۲۰مه د سوریې دمشق کې اخیستل شوی چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع پر خپل موبایل اخیستی. عکس د ټرمپ لخوا الشرع ته ته د ډالۍ شویو عطرونو دی.‌

    احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ

    د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.

  • چین

    د چين او روسيې ترمنځ څه شریک دي؟

    په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي