BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
بریتانیا کې اوه افغانان د 'ماشومانو پر جنسي ځورونې' تورن شوي دي
په بریتانیا کې ۷ افغانان د ماشومانو پر جنسي ځورونې تورن شوي دي. د ماشومانو د ډله ییزې جنسي ځورونې په اړه د یوې څېړنې په ترڅ کې دغه یاد کسان پر ۴۰ مواردو تورن شوي دي. د تېرې جمعې په ورځ یو بل کس په ایرلند کې د همدغې قضیې په تړاو نیول شوی دی.
د امریکا د ګرین کارډ پروسه کې نوی بدلون: غوښتنه یې باید له بهره وشي
د امریکا متحدو ایالتونو یوه نوې تګلاره اعلان کړې چې له مخې یې ډېری کډوال چې د ګرین کارډ غوښتنه کوي باید له دغه هېواده ووځي او بهر د امریکا په کوم سفارت یا قونسلګرۍ کې خپل غوښتنلیک وسپاري. د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (یواېسسيایاېس) د جمعې پر ورځ ویلي، هغه کسان چې غواړي خپل د مېشتېدو حالت بدل کړي، نو له "ډېرو استثنايي حالاتو" پرته باید دا پروسه له هېواده بهر د قونسلګریو له لارې ترسره کړي.
د نامناسبو استوګنځایونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه، افغانستان کې له ۶۰٪ ډېر وګړي ښاري استوګنځایونه ناپلان شوي
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نژدې درې میلیارده خلک ژوند ته په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي. افغانستان هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي یې په غیررسمي ښاري سیمو یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې بنسټیزو آسانتیاوو لکه پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
شهباز شریف په څلور ورځني سفر چین ته تللی
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه ویناپاڼه کې ویلي، شهباز شریف د شنبې پر سهار د یوه څلور ورځني سفر په موخه د چین هانګژو ښار ته روان شو. د اعلامیې پر بنسټ له هغه سره دغه سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د پلان وزير احسن اقبال، د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ، د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزيره شزا فاطمه خواجه ملتیا کوي.
د ایران او امریکا ترمنځ د سولې لپاره د پاکستان او قطر پراخې هڅې؛ سيبياېس نیوز: امریکا پر ایران نویو بریدونو ته ځان چمتو کوي
د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې پر ورځ تهران ته له رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله انګلنډ ته ځي
د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله سږ کال دوبی انګلنډ ته ځي. دا سفر یې په نړیوالو سیالیو کې د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د پرلهپسې هڅو برخه ده. د دې افغان لوبډلې تر ۲۰ ډېرې لوبغاړې وروسته له هغه اسټرالیا ته جلاوطنه او هلته د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د لوبو په ګډون یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه ولګول.
د حج د اساسي مناسکو لارښود
حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.
ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي.
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































