BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اتو اسلامي هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د غزې فعالانو سره د اسرائیلي وزير چلند په کلکه غندلی دی
د متحده عرب اماراتو، اردن، ترکيې، مصر، اندونيزيا، پاکستان، سعودي عربستان او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو غزې ته د مرسته رسوونکو کسانو او فعالانو سره د اسرائیلو د ملي امنیت د وزير ايتامار بېن ګوير چلند په کلکه غندلی او دا یې "وحشتناک، له سپکاوي ډک او د نه منلو وړ" بللی دی. په بيانيه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ښاغلي بېن ګوير "پاروونکې کړنې، کرکه او افراطيت راپاروي او د دوه دولتونو د حل لارې پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې د پرمختګ لپاره هڅې له خنډونه سره مخامخ کوي".
د امریکا یوه پخوانۍ پوځۍ ایران ته پر جاسوسۍ تورنه او د نیولو لپاره یې جایزه اعلان شوې: مونیکا وېټ څوک ده؟
د امریکا تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) د پخوانۍ امریکايۍ پوځۍ مونیکا وېټ د نیولو لپاره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو جایزه اعلان کړې ده. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په واشنګټن ډي سي کې یوې فدرالۍ جرګې پرې د جاسوسۍ او د ایران حکومت سره د ملي دفاع اړوند معلوماتو سپارلو تور پورې کړی و. د جرم رسمي راپورکې ویل شوي چې مونیکا وېټ په ۲۰۱۳ کال کې ایران ته تللې وه. د مې پر ۱۴مې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې د امریکا تحقیقاتو ادارې لا هم د هغې د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.
هلمند کې د کرېکټ پر لوبغالي "عیدګاه جومات" جوړېږي
بي بي سي ته په رسېدلو انځورونو کې لیدل کېږي چې د لوبغالي وسایل په موټرونو کې بار شوي او په یوه ډول هلته د عیده ګاه د جوړولو چارې پیل شوي دي. د هلمند د ولایتي ادارې ویاند ټینګار کوي چې د کرېکټ بورډ اړوند وسایل به وساتل شي" د لوبغالي یو شی هم نه ضایع کېږي . د امانت په شکل به وساتل شي ترڅو نوي ځای کې استفاده ورڅخه وشي." بي
په کوټه کې اورګاډي ته څېرمه د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه ټپيان دي
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د یوې چاودنې له کبله هلته د تېرېدونکي یوه اورګاډي دوې ډبې له پټلۍ اوښتې دي او یوې ډبې ته سخت زيان اوښتی دی. په کوټه کې د پولیسو یوه چارواکي د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته د لږ تر لږه ۲۰ کسانو د مړینې او ۷۰ تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
د امریکاد بهرنیو چارو وزیر: ایران سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی
د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې یوې خبري غونډې ته وینا کې مارکو روبیو د امریکا او ایران تر منځ د مذاکراتو په هکله هم وغږېد. له ایران سره د یوې احتمالي هوکړې په تړاو پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي روبیو وویل، ''کېدای شي، وبه شي، یو څه نور معلومات به د نن ورځې په وروستیو کې راشي.'
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پخوا به حاجیان د نړۍ له هر ګوټه له کومو تاریخي لارو حج ته تلل؟
د حاجیانو ټینګار پر دې چې د "حاج" لقب وساتي، له هغه ژور ارزښته سرچینه اخلي چې د مکې او مقدسو ځایونو څخه لرې مېشتو مسلمانانو لپاره لري. هغوی اوږده واټنونه وهلي، د تیږو او سختو ډبرو له امله یې پښې زخمي شوې او د بیت الله (کعبې) په لور په خپل سفر کې یې لوږه او تنده زغملې ده.
مولوي هبتالله اخندزاده: له ټولې نړۍ سره د شریعت په اصولو کې اړیکې غواړو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبتالله اخندزاده ویلي دي د دوی حکومت "له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سیاسي او اقتصادي اړېکې غواړي" او دا چې "په دې برخه کې یې خپل مکلفیت ادا کړی دی." هغه ویلي چې "د اسلامي امارت حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین او خوندي دي. نوموړي دا څرګندونې دراتلونکي لوی اختر په مناسب خپل پیغام کې کړې دي . په پیغام کې دنجونواو مېرمنو د زده کړې او کار په ګډونونورو حقونو یادونه نه ده شوې.
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶۰ سلنې ډېر خلک په بېپلانه ښاري سیمو کې اوسي
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نږدې درې میلیارده خلک په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي. په افغانستان کې هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي په غیررسمي یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو په څېر بنسټیزو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۴ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































